دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 186274
د پیړۍ ننګینه معامله؛ د اسلام نړۍ په وړاندی نوي ننګونې

 
د مسلمان هیوادونو سران په عربستان کې فلسطینیانو څخه خپل ملاتړ په داسی حال کې اعلان کړی دی چی امریکا ځان خاورمیانه کې سولې طرحی ارائه کولو ته آماده کوی چی د ( معامله قرن ) په نامه شهرت پیدا کړی دی.
اسلامی همکاریو سازمان ناستې په پای کې چی څو اخیرو ورځو کې د عربستان مکه ښار کې ترسره شو د ۵۷ اسلامی هیوادونو رهبران د امریکا سفارت بحث برانګیزه لیږد د تل آویو څخه و بیت المقدس ته تحکوم کړی او دا بایکوت هغه هیوادونو څخه خبری کړی چی دامریکا وروسته خپل سفارتخانه دا ښار ته لیږدولی دی.
مسلمان هیوادونو سران خپل بیانیه کې دونالد ترامپ له لوری جولان لوړۍ سیمی د اسرائیل خاوری یو برخی په حیث په رسمیت پیژندل هم محکوم کړ.
دا بیانیه د جرد کوشنر؛ ترامپ عالی مشاور او زوم سفر په لړ کې صورت نیسی چی قصد لری هغه ناستو په جریان کې چی راتلونکې اونیو کې بحرین کې ترسره کیږی، خاورمیانه سولې لپاره نوی طرحه ارائه کړی.
هغه نکته چی د دونالد ترامپ نظر وړ پیړۍ یا قرن معامله سخته او پیچلی کړی دی، دادی چی تراوسه هیڅوک نه پوهیږی چی ګټه یی څه ده. اسلامی هیوادونه پردی بدبینه دی چی دا طرحه به د اسرائیل په ګټه او فلسطینیانو په زیان وی.
مخکی اسراییل ټاکنیز کارزارونو په جریان کې، بنیامین نتانیاهو یو بی سارۍ وعده ورکړه، هغه وویل چی د بریالیتوب په صورت کې به، ټول یهودی نشینه ښارګوټۍ به د اسراییل خاوری سره منضم کړی.
دا په داسی حال کې دی چی دا ښارګوټۍ د بین الملل حقوق له نظره، غیری قانونی دی او باید ټول شی. سازمان ملل متحد او حتی امریکا ددی ښارګوټو مشروعیت نه دی قبول کړی او هغه اشغالی بللی دی.
آیا د نتانیاهو دا وعده د پیړۍ معامله ګټو څخه دی؟
بیله دی، ترامپ اسراییل ټاکنیز کارزارونو اوج کې، یو بله تحفه هم نتانیاهو ته ورکړه او هغه سوریه جولان اشغالی لوړو باندی د اسراییل رژیم سلطه په رسمیت پیژندنه وو؛ دا تصمیم هم د اسلامی هیوادونو سرانو ناسته کې محکوم شو.
دی ته په کتو سره د ترامپ پیړۍ معامله، اسراییل رژیم ته یو اړخیزه امتیاز ورکوونې څخه بل څه نه دی او مسلم دی چی دا معامله د اسلامی هیوادونو او مسلمان امت قبول وړ به ونه ګرځی او خاورمیانه بحران تازه مرحله ته به یوسی.
په دی حال کې، اندیښنه رامنځته کوونکې نکته داده چی امریکا مزدور او لاسپوڅي رژمونه په خاورمیانه کې هم ددی طرحی سره هملوری وی هغه اسراییلی صهیونیزم سره ذلت نه ډک چارچوب کې قبول کړی او په دی توګه عربی آزادی غوښتونکې او اسلامی مقاومت ملا په سیمه کې مات شی.
دا چی د ترامپ زوم دا طرحه بحرین ناسته کې وړاندی کړی دا په دی معنی دی چی امریکا مخکې له دی د مزدور رژیمونو لکه بحرین او عربستان او امارات او... څخه لازم تعهدات لاسته راوړی دی ترڅو ددی ننګینه معامله څخه ملاتړ وکړی.
بناپردی، ترټولو لوی ننګونه د اسلامی امت او مسلمان هیوادونو په وړاندی ترامپ او کوشنر او نتانیاهو نه دی چی پیړۍ ننګینه معامله رامنځته کړی؛ بلکه هغه مزدور رژیمونه دی چی د صهیونیزم او افراطی یهودیانو ترڅنګ ولاړ دی ترڅو مسلمانان او مسلمه امت کمزوری کړی او تفرقه او ترور او تکفیر په رامنځته کولو سره اسلام ریشه په تبر ووهی.
هغه ناستې چی اخیرو کې په مکه کې ترسره شوو ددی خطر شکاره نمونی دی.
https://avapress.com/vdcd590foyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته