دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 186517
بندیانو آزادی؛ سولې سره مرسته که تروریزم پیاوړتیا؟

 
دولتی سرچینی ویلی دی چی تراوسه په لسګونه زندانی طالبان په بیلابیلو ولایتونو کې آزاد شوی دی. اشرف غنی، یو اونۍ مخکې اعلام کړی وو چی د کوچنی اختر په مناسبت ۸۸۷ طالب زندانیان به آزاد کړی.
د اشرف غنی وعده ددی بندیانو آزادی لپاره د سولې مشورتی لویی جرګه نمایندګانو په غوښتنه چی مخکې تر میاشت ترسره شوی وو، اعلان شو.
داخله وزارت کې یو معتبر سرچینه چی نوم ښودلو څخه ډډه کړي، ویلی دی چی ددی کسانو آزادی پروسه به د دوو نورو ورځو لپاره ادامه ولری.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چی ډیر آزاد شوی کسان تروریستی او تخریبی فعالیتونو باندی مجرم پیژندل شوی وو.
۸۶ طالب جنګیدونکې هم د پروان ولایت بګرام زندان څخه آزاد شوی دی.
شاه حسین مرتضوی؛ د ارګ ویاند معاون وویل چی یواځي مریض او مسن کسان عفوه ترلاسه کړی دی.
خو حمدالله محب؛ د اشرف غنی ملی امنیت مشاور ویلی دی چی امکان لری ځینی دا کسان بیرته جګړی ډګر ته وګرځی.
د مجرمان تحفیف یا عفوه د ولسمشر خاصو صلاحیتونو څخه دی چی خاصو مناسبتونو کې صورت نیسی. علی القاعده، دا اقدام باید هغه مجرمانو ته وی چی د ارګ ریاست جمهوری ویاند معاون په وینا، مریض یا مسن وی. له بل لوری، ولسمشر نه شی کولای هغه مجرمان آزاد کړی چی حق العبدی جرایمو باندی محکوم شوی وی او شخصی مدعیان لری.
بل مهم نکته چی باید په دی برخه کې ورته نظر وشی، د ملی امنیت مهم مساله ده. ظاهرآ ډیر هغه کسان چی اشرف غنی له لوری آزاد کیږی، طالبانو غړی دی. هغوی نه مریض دی او نه مسن یا بډا. هغه کسان دی چی جګړی ډګر یا هیواد ملی امنیت په وړاندی جدی جنایتونو باندی تورن شوی دی.
مریض او مسن خلګنه شی کولای چی کارآمد او موثر جنګیدونکې وی. د ګزارشونو په اساس، ډیر دا کسان، د آزادی وروسته، جګړی جبهاتو ته بیرته ګرځی؛ همغه څه چی ښاغلی غنی ملی امنیت مشاور په یو ډول سره دا خبره تایید کړی دی.
په دی توګه، ډیر ناظرین، دا تاکتیک کارآةدی او موثریت باندی شک لری؛ ځکه د هغوی په بار تیرو کې هم حامد کرزی دولت په زرهاوو طالب بندیان په بیلابیلو بهانو سره آزادی کړی وو او هغه اصلی مقصد ددی اقدام څخه سولې ته د طالبانو ترغیب وو؛ خو دا کار، بیله دی چی طالبانو ته یو اړخیزه امتیاز وی، هیڅ بدلون په دی برخه کې د هغوی په تګلاره کې نه دی رامنځته شوی.
په دی حساب، د سلهاوو خطرناک طالبانو دسته جمعی آزادیدنه د دولتی بندیخانی څخه د سولې سره مرستې په بهانه او سولې مشورتی جرګه غړو په غوښته ترسره شوی، نه یواځي داچی سولې تامین سره به مرسته ونه وکړی؛ بلکه بالعکس، امکان لری جنګ ډګر ته دا زندانیانو بېرته ګرځیدو سره تروریزم پیاوړۍ شی، بی ثباتی پراختیا پیدا کړی، سوله او امنیت، کمزوری شی او افغانستان خلګ او حکومت سولې ته رسیدو څخه لیری شی.
https://avapress.com/vdcdf90f5yt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته