دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 186579
د امریکا او طالبانو سوله؛ کابل د څه شي اندېښنه درلوده؟

 
حمدالله محب؛ ملی امنیت مشاور وایی چی د دولت اندیښنه د امریکا او طالبانو سولې مذاکراتو څخه تر یو اندازی پوری رفع شوي او اوس امریکا دا مذاکراتو پوری اړوند معلومات د افغانستان دولت سره شریکوی.
ښاغلی محب وویل: موږ د یو بد معامله ( امریکا او طالبانو ترمنځ ) څخه بیریدو. موږ اندیښمند وو. اوس تر یو حده موضوع حل شوی دی او اړیکی مو ښه شوی دی او سولې مذاکراتو پوری اړوند معلومات موږ سره شریک کیږی.
هغه مخکې امریکا ته خپل سفر کې زلمی خلیلزاد باندی برید وکړ او د امریکا مذاکرات د هغه په مشری د طالبانو سره غیری شفاف وبلل.
ښاغلی محب ویلی وو چی زلمی خلیلزاد د یوموقت حکومت رامنځته کیدو په هڅه کې دی ترڅو ځان په راس کې قرار ورکړی او په همدی دلیل د طالبانو سره مذاکراتو په اړه د افغانستان حکومت سره مشورت نه کوی او معلومات دولت اختیار ته نه ورکوی.
په دی منځ کې کارپوهان په دی باور دی چی امریکا او اشرف غنی خپل مشکلات په بل لاره حل کړی دی. د هغوی په باور، یو ددی لارو څخه، د ملی وحدت حکومت مشروعیت بحران د پنځم کال جوزا لومړۍ نه وروسته وو.
په داسی حال کې چی ښاغلی غنی سیاسی مخالفین او هغه ټاکنیز رقیبان په راتلونکې ولسمشریز ټاکنو کې، دا اراده کړي وو چی هغه هیڅته کړی، امریکا یوځل بیا د هغه مرستې ته راغلل او د هغه حکومت ضمنی تایید سره، هغه مخالفان و سکوت ته مجبورکړ.
که څه هم اوس د ښاغلی غنی سیاسی مخالفینو خبرداریو غږونه پورته کیږی او هغوی هڅه کوی یو سرپرست اداره رامنځته کولو لپاره ځان مصمم کړی؛ خو حقیقت داده چی امریکا ملاتړ د ښاغلی غنی څخه او ارګ اړیکو ښه والی د سپین ماڼۍ سره، په حاضر حال کې تر ټولو لوی خنډ په دی لاره کی ده.
بناپردی، د طالبانو سولې مذاکرات د هغه الګو په اساس چی کابل ارائه کړی وو، تراوسه نه دی حل شوي؛ ځکه نه طالبان د حکومت نمایندګانو سره مستقیم او رسمی خبرو اترو ته حاضر دی او نه سولې پروسی مدیریت او مالکیت د حکومت له لوری تامین او تضمین کیږی.
په دی حال کې، اوس داچی ولسمشر غنی ملی امنیت مشاور وایی چی کابل اندیښنی د امریکا او طالبانو سولې خبرو اترو په برخه کې تر یو حده پوری حل شوی دی، په دی معنی دی چی دا انديښنی په پوره توګه نه دی رفع شوی او اوس هم مشکلات شتون لری.
ارګ ریاست جمهوری نه غواړی ښاغلی غنی ریاست جمهوری دوره پنځو کالو باندی محدود شی؛ بلکه هڅه کوی ترڅو دا دوره یو بل ځل تمدید کړی او دا هغه څه دی چی یواځی د ټاکنو له لوری ترسره کیدلای شی؛ هغه ټاکنې چی لزومآ شفاف او آزاد او دموکراتیک او قانونمنده نه وی؛ بلکه د تقلب او فریب امکانات پکښی وی او قدرت نامزد بریالی شی.
په دی حال کې په حاضر شرایطو کې، هغه څه چی د ښاغلی غنی او هغه ټیم لپاره ارزښت لری، د جوزا لومړۍ نیټی وروسته حکومت مشروعیت بحران څخه تیریدنه او دوهم د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کیدنه چی د امریکا مرستو نه بغیر امکان نه لری. په دی صورت کې، هغه کولای شی ټاکنو نتایجو کې لاسوهنو سره، خپل سلطه دوران تمدید کړی.
 
https://avapress.com/vdcbz0b89rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته