خوښ ديک ۰

د سولې سفیران یا د جګړي صفیران؟

د سولې سفیران یا د جګړي صفیران؟

 
اشرف غنی؛ د ملی وحدت حکومت رییس د علماوو سراسری شورا غړو سره وویل چی د سولې مشورتی لویی جرګه او دینی علماوو غوښتنه د بندیانو د آزادیدو لپاره قبول کړي او اکثره آزاد شوي بندیان به د سولې سفیران شی او بیرته به جګړی ته ونه ګرځی.
ښاغلی غنی زیاته کړه: موږ جګړه نه غواړو او همیشه مو د سولې غږ پورته کړی، ددی وینې تویونې مسؤولیت د هغو خلګو په غاړه دی چی زموږ حق غږونه د سولې لپاره، علماوو اجماع او حرمین شریفین خطبی قبول نه کړ.
اخیرو لسو ورځو کې نږدی ۴۹۰ تنه طالب بندیان د هیواد بندیخانو څخه آزاد شوی دی.
د حکومت په یو خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا بندیان پلچرخی او بګرام بندیخانو او همدارنګه د ننګرهار، پکتیکا، قندهار، هرات، جوزان، کنر، فراه، قندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، فاریاب، بادغیس، لوگر، خوست و غزنی بندیخانو کې ساتل کیدل.
په دی چی دولت او افغانستان خلګ په یو غږ د سولې ندا پورته کړي، کوم شک شتون نه لری. سوله د افغانستان جنګ وهلي هیواد اوسنۍ او همیشنۍ اړتیا ده. د تیرو ۴۰ کالو مرګونۍ تریخ تجربه شکاره کړي چی جګړه، د حل لاره نه ده او هیڅ لوری په پوره توګه بریالی کیدلای نه شی؛ بناپردی، یواځی سوله او سیاست دی چی کولای شی د دواړو لورو ځینی اهداف تامین کړی او د یو با ثباته او آرام هیواد رامنځته کولو په سیوری کې کیدلای شی سیاسی او ایدئولوژیک آرمانونه پوره کړی.
په دی حال کې دولت باید مشخص کړی چی سولې لګښت څومره ده. آیا یو اړخیزه سوله غوښتنه بیله جګړی بل څه ته لمن وهی؟
ښاغلی غنی، د طالبانو آزاد شوي بندیان د سولې سفیران بولی او هغوی آزادیدو فرمان د سولې مشورتی جرګه او علماوو شورا فیصله په اساس مستند کوی. دا په داسی حال کې دی چی ډیر امنیتی چارواکې، نظامی قوماندانان او کارپوهان په دی باور دی چی بندیانو یو اړخیزه آزادی، سولې سره کوم مرسته نه کوی. دا اقدام، د افغانستان دولت په وړاندی طالبانو موضع ته کوم بدلون نه ورکوی، هغوی نظر د هیواد امنیتی ځواکونو ته به هم بدلون ونه کړی. له بل لوری، تجربه شکاره کړي چی ډیر دا کسان د آزادی نه وروسته بیرته جګړی ډګر ته ورګرځی او دولتی بندیخانو کې د کلونو بندی کیدو له امله به نور هم عصبیت او نفرت د دولت په وړاندی ولری. په دی اساس، هغوی د سولې سفیران دی یا که د جګړي صفیران؟
په دی کی کوم شک نشته چی ولسمشر د بندیانو د آزادولو آمر صادرولو حق لری؛ خو دا امر د هیواد امنیتی ځواکونو او خلګو جانی امنیت ته باید کوم خطر متوجه ونه کړی. امنیتی ځواکونه شپی او ورځی په ډیرو لږو امکاناتو سره، خپل ژوند په خپل لاس کې اخیستی دی او هغوی لاسته راوړنو څخه یو، د جګړی په ډګر کې زرهاوو تروریستانو نیول دی. په دی اساس، آیا دولت ددی ددی بندیانو آزادولو سره، د جګړی کومو لورو ته خدمت کړي: طالبان که امنیتی ځواکونه؟
په دی حساب، د ښآغلی غنی بحث رامنځته کوونکې تصمیم د طالب زندانیانو آزادولو په برخه کې، هیڅ کوم توجیه نه لری او داسی کوم وړاندوینه نه کیږی چی دا تصمیم به د هیواد جاری وضعیت کوم ښه بدلون رامنځته کړي؛ بلکه بالعکس، ددی کسانو بیرته ګرځیدنه جګړی ډګرونو ته، هره ورځ هیواد کې امنیتی ځواکونو او افغانستان خلګو ډیر شمیر قربانی کوی.
 
جمعه ۲۴ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود: 186684 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *