دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 186811
افغانستان؛ د امریکا ناڅرګند سولې او شیطانی جګړی ډګر

 
افغانستان باندی د امریکا او امریکا غربی متحدینو یورش او طالبانو سقوط او نوی حکومت رامنځته کیدو سره، ډير خلګ او نړیوال ټولنه په دی باور دی چی افغانستان نسبی سولې ته رسیدلی او پایدار ثبات ته نږدی شوی دی؛ بناء غرب ملاتړ صحیح لاره کې ګام ایښي او نور افغانستان متکثر ټولنې ته جدی مشکل نشته.
خو د ۱۸ کالو په تیریدو سره، نه یواځی د آرامش او سولې څخه کوم خبره نشته، بلکه اخیرو کلونو کې وضعیت نور هم بحرانی شوی دی؛ لکه چی په ورځ کې په لسګونه نظامی او غیری نظامیان په هیواد کې وژل کیږی او ټپیان کیږی.
افغانستان کې د امریکا سیاستونو ته خوشبینه کسان نن دا اقناع ته رسیدلی دی چی امریکا په دی ځای کې دایمی سولې او ثبات لپاره ګام نه دی ایښی او ددی هیواد مقصد، سیاسی او ټولنیز ثبات راوستل نه وو او نه دی؛ بلکه خارجی ځواکونو حضور او شتون او په راس کې یی امریکا په افغانستان کې؛ شیطانی جګړی او خپل حضور او او لوړ مدته حضور لپاره زمینه برابرولو، سیاسی او اقتصادی ګټو تامین او سیمه ایز کنترول لپاره دی.
البته دا خبری ډيرځلې د واضح توګه د امریکا غیری نظامی او نظامی لوړپوړو چارواکو له لوری بیان شوی دی چی موږ خپل هیواد امنیت لپاره افغانستان کې تروریسم سره جنګیږو، په داسی حال کې چی همدا غیری منطقی خبری یی هم دروغ نه بغیر بل څه نه دی. نن هغه څه چی شکاره دی دادی چی تروریسم سره مبارزی ادعاوی یواځی یو بهانه افغانستان کې د امریکا لوړمدته حضور لپاره دی او خپله امریکا هم افغانستان کې بحران رامنځته کولو کې محوری نقش لری.
بل مهم نکته داچی نن د ټولنې اکثره خلګ دا نکتی ته رسیدلی دی؛ ترڅو چی امریکا تر مشری لاندی خارجی ځواکونه په افغانستان کې حضور ولری او بیلابیلو ملی، ټولنیز او سیاسی پروسو کې مداخله وکړی، بیله شکه دلته به دایمی سیاسی ثبات او پایدار سوله به رامنځته نه شی؛ ځکه سولې پروسه او جګړه دواړه د امریکا ګټو او غرب استراتژیک حضور لپاره مدیریت کیږی.
اوس داچی خلیلزاد په کوم قیمت یو ډله جګړی لپاره ساتلی او بل ډله سوله کې برخمن کیږی او امریکا لپاره افغانستان کې ناڅرګند سولې او شیطانی جګړی ډګر ګرم ساتلی دی، افغانستان فضا او ټولنه مخدوش او نابودوی، وخت به ځواب ورکړی! بیله شکه د افغانستان عادی خلګ د همیشه په شان د امریکا استکباری او استعماری سیاستونوقربانی وی او وی به او داسی وضعیت سره، که د اشغال پای ته رسولو لپاره کار ونه شی، باید نور هم قتل او قربانی او ټولنیز مشکلاتو ته غیږ ورکړو اوهره ورځ د امریکا او غرب ګټو لپاره قربانی شو او ممکن او غیری ممکن او یا هم ایده آل فرج لپاره په صبر شو!
https://avapress.com/vdca6in6649naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته