دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 186869
ولی اسلام دشمنان په اسلامی هیوادونو کې نفاق رامنځته کولو په لټه دی؟

 
د نفاق جبهه د اسلام تاریخ په اوږدو کې هر وخت د اسلام مقدس دین له منځه وړلو په هڅه کی وو او دی. هغه وخت چی اسلام ګران پیغمبر ص خپل نبوت او رسالت علنی کړ، اسلام دشمنان او کفار د هغه په وړاندی روانی او تبلیغاتی جنګ رامنځته کړه؛ هغه پیغمبر چی د رسالت نه مخکې داسی ټولنه کی چی ګمراهی او جهالت کې غرق وو، او یوبل ته ترحم نه کول، امین لقب باندی شهرت درلود.
قریش کفار خپل مادی ګټی د جهالت او بت پرستی په ګرو کې بلل، اسلام دین هغوی شومو اهدافو په وړاندی خنډ بلل کیده؛ د همدی لپاره د اسلام دین سره مقابله لپاره، دری تګلاره تر لاس لاندی ونیول:
۱ – د پیغمبر ص په وړاندی تبلیغاتی جګړه په لاره واچوله، او هغه په سحر او جادوګری باندی تورن کړ، لیونتوب نسبت پیغمبر ص ته ورکړ، او حتی د هغه کسانو ملاقات مانع ګرځیدله چی مکه خارج څخه پیغمبر ص لیدلو لپاره راتلل، خو د قریشو کفارو دا تکنیک ورته ګټه ور واقع نه شو نو بل لوری ته لاړ.
۲ – اقتصادی جګړه د اسلام په وړاندی په لاره واچول؛ د درو کالو په مده کې پیغمبر ص او یاران یی شعب ابی طالب کې تبعید کړ او هغوی سختو اقتصادی محاصره کې قرار ورکړ، خو د درو کالو وروسته بریالی نه شول او محاصره مات شوه.
۳ -  هغه وخت چی اسلام مبین دین پراختیا وموند، او خلګ فوج فوج اسلام دین باندی مشرف کیدل، قریش کفار بل چاره نه درلود بیله دی چی اسلام اختیار کړی، خو هغوی د زړه له کومې ایمان رانه وړ، بلکه څېره بدله کړه او دا ځل د مسلمان په څېره، خو منافق د اسلام دین او پیغمبر ص په وړاندی راپورته شوه. ابوسفیان او هغه په شان کسان همیشه په دی لټه کې وو چی مسلمان امت په منځ کې نفاق رامنځته کړی، او تازه مسلمان خلګ جاهلیت دوره ته وګرځوی، او هغه تکنیک چی ورڅخه ګټه اخیسته، نژادپرستی بحث وو. ابوسفیان غوښتل چی عرب او عجم، سپین او تور، قریشی او غیری قریشی مسالو باندی لمن وهلو سره اسلامی امت په منځ کې نفاق رامنځته کړی.
نن هم اسلام او قرآن دشمنان بالخصوص نړیوال استکبار د همدی ترفند څخه په اسلامی هیوادونو کې ګټه اخلی او مسلمانان یوبل سره په جګړه اچوی. نن اسلامی هیوادونه د هغه جګړی په اور کې چی اسلام دشمنان په لاره اچولی، سوځی؛ مسلمان خپل مسلمان ورور په قتل رسوی، په داسی حال کې چی نړیوال استکبار هیوادونه په پوره امنیت کې دی.
دشمنان نن ددی لپاره چی خپل اهدافو ته ورسیږی، افغانستان مسلمان ملت چی متحد وو او په دی اتحاد سره شوروی سره ځواک مات کړ، پارچه پارچه کړ، ټولنه کې نفاق رامنځته کړه او مسلمان امت په منځ کې نژادی، قومی او مذهبی جګړه په لاره واچول.
په دی لړ کې ځینی خلګ افغانستان اهل تشیع هماهنګی شورا کنګره په کابل کې رامنځته کړ، چی یو ددی کنګره اهدافو څخه، افغانستان شیعه ټولنې بدنه څخه هزاره قوم له منځه وړنه ده. البته ددی کنګره اساس ایښوونکې ددی کنګره ترسره کولو مقصد د افغانستان خلګو ترمنځ عدالت او اتحاد رامنځته کول بولی خو حقیقت دادی چی د شیعه لوی قومیت حضور نه پرته یعنی هزاره قوم نه پرته، اتحاد مظهر نه شی کیدلای ، ځکه اتحاد او وحدت حکم کوی چی ټول شیعه اقوام د هر تبار او نژاد څخه، په دی کنګره کې سهم ولری، او عدالت هم هغه وخت اجرا قابلیت پیدا کوی چی هیواد شیعه لوی قومیت، باید ددی کنګره په چارچوب کې مشخص ځای ولری.
موږ په افغانستان کې نه یواځی داچی شیعی وحدت ته اړتیا لرو، بلکه ملی وحدت ته هم اړتیا لرو او باید یو لاس سره ورکړو او رامنځته شوی مشکلات له منځه یوسو. داکسان چی د قومیت، مذهب، نژاد او... په بهانه تفرقه رامنځته کوی، ټوله د غربی هیوادونو حلقه په ګوش او مزدوران دی چی خپل دا ډول اعمالو سره، دشمنان خپل اهدافو ته نږدی کوی، خلګ داسی مسایلو باندی مشغول کوی.
نن هغه کسان چی دا کنګره ته اجازه ورکړه چی لویی جرګه تالار کې ترسره شی، خپل سیاسی اهدافو په لټه دی، او ترسره کوونکو څخه خپلو اهدافو ته رسیدو یو وسیلی په توګه ګټه اخیستی دی.
بناپردی باید اسلام دشمنانو مخه ونیسو او هڅه وکړو چی خدای او اسلام پیغمبر ص دستوراتو باندی عمل وکړو، د هر ډول کارونو څخه چی تفرقه لامل کیږی، پرهیز وکړو او اجازه ورنه کړو چی نور زموږ ناپوهی څخه استفاده وکړی. موږ ټوله مسلمان یو او افغانستان په نامه یو کور کې ژوند کوو، مومن انسان باید هوشیار وی ترڅو د نورو مکر او حیله ګرفتار نه شی.
دهغه ورځې په هیله چی افغانستان ملت یو ملی اتحاد ته ورسیږی او د توحید کلمه ترسیوری لاندی، د یو بل ترڅنګ امنیت او آرامتیا کې ژوند وکړی.
 
https://avapress.com/vdcd990fnyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته