دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 187436
د آیت الله محقق کابلی(ره) وروسته اعلم مرجع څوک دی؟

 
د حضرت آیت الله محقق کابلی(ره) رحلت وروسته، افغانستان شیعه ټولنې په منځ کې بلاخصوص هغه حضرت مقلدینو په منځ کې، اوس بحث پردی دی چی څوک د هغه حضرت ځایناستی په حیث وټاکل شی.
د آیت الله محقق کابلی د رحلت وروسته د هغه مقلدین د فقهی حکم په اساس باید اعلم مرجع ته رجوع وکړی، خو پوښتنه داده چی که هغه حضرت مقلدین اعلم مرجع ته رجوع وکړی، د تشیع نړۍ اعلام مرجع څوک دی؟
هغه وخت چی اسلامی فقه ته رجوع وکړو، دری لاری د مراجعو اعالمیت پیژندلو لپاره معرفی شوی دی:
۱ . خپله شخص د دینی علمیت په اساس چی لری یی، د اعلم مرجع تشخیص قوه ولری او هغه وپیژنی؛
۲ . دوه تنه عالم او عادل هغه ته یو کس اعلمیت خبر ورکړی او هغه هم په دی شرط چی دوه تنه نور عالم باید د هغه برخلاف شهادت ورنه کړی؛
۳ . مرجع اعلمیت په دومره حد شیوع وی چی شخص د اعلم په تشخیص کې مردد نه شی.
په حقیقت کې اوسنۍ عظام مراجعو کې د اعلم مرجع تشخیص د هرچا کار نه وی او افغانستان شیعیانو شرایط د دینی اطلاعاتو لحاظه هم داسی دی چی اعلام شخص د غیری اعلم څخه تشخیصولای نه شی.
د اعلمیت له لوری هیڅ مرجع ترهغه حده مطرح نه دی چی مقلد هغه ته رجوع وکړی؛ نو باید ولیدل شی چی عادل علما څوک د اعلم مرجع په حیث معرفی کوی. هغه مراجع چی په جمعی توګه د قم علما او مدرسینو ټولنی له لوری اعلم معرفی شوی دی، په لاندی توګه دی:
۱ – آیت الله العظمی امام سید علی خامنه ای
۲ – آیت الله العظمی سید علی سیستانی
۳ – آیت الله العظمی سید موسی شبیری زنجانی
۴ – آیت الله العظمی لطف الله صای ګلپایګانی
۵ – آیت الله العظمی ناصر مکارم شیرازی
۶ – آیت الله العظمی حسین وحید خراسانی
 
ځینی علما په افغانستان کې حضرت آیت الله فیاض(مدظله العالی) د تشیع نړۍ اعلم مراجعو څخه معرفی کړي او هغه تقلید باندی سفارش کړی دی، خو د عظام علماوو په منځ کې د اعلمیت په حیث باید د چا څخه تقلید وشی؟
افغانستان یو بحران وهلی هیواد او نړۍ او سیمی هیوادونو استراتژیک له امله جګړی او بحران کې دی. یواځی یو فکری استراتژی کولای شی د هیواد داخلی وضعیت د یو مهم شخص رهبری سره ښه کړی.
له بل لوری شیعیان د هیواد لوی کتله جوړوی او مسلما ډیر شیعیان د مرحوم آیت الله محقق کابلی(ره) مقلدین دی؛ نو د هغه حضرت مقلدینو بل مرجع کولای شی هیواد او شیعه احوالاتو کې نوی تحولات رامنځته کړی؛ ځکه حضرت آیت الله کابلی مقلد شیعیان باید داسی شخص د مرجع په حیث وټاکی چی د افغانستان شیعیانو دینی سیاست کې نوی فصل رامنځته کړی.
له بل لوری په افغانستان کې شیعیان هغه قشر دی چی د ترورونو او انتحار او چاودنو له امله همیشه ظلم سره مخ شوي او ډیر کلونه بېری او ناامنی کې تیری کړی دی؛ ځکه یو رهبر او یو مرجع کولای شی داسی وضعیت پای ته ورسوی، یا وضعیت ښه کړی.
د نورو ملتونو څخه الګو اخیستنه افغانستان مقلد ټولنې سره به مرسته وکړی؛ هغه هیوادونه لکه لبنان او یمن تیره ورځ او نن د همغه مشکلاتو سره مخ وو او دی چی افغانستان څلور لسیزه ورسره مخ دی، خو څه وشو چی لبنان د اسرائیل په وړاندی استقامت وکړ او یمن شیعیان د سعودی متجاوز دولت هیڅته کولو په حال کې دی.
هغه وخت چی اسرائیل تیری تاریخچه او لبنان جنوب جنګونه لولو، یواځی یو نړیوال شخصیت ددی لامل شو لبنان خپل استقامت له لاسه ورنه کړی او بریالی شی؛ امام خمینی(ره)، او یواځی یو شخص ددی لامل شو چی لبنانیان – څه مسلمان او غیرمسلمان – ددی هیواد انقلابیونو لپاره ځان فدا کړی؛ امام خامنه ای(حفظه الله).
امام خامنه ای له هغه لوری چی د مرجعیت سربیره، تشیع نړۍ او فقهاوو ولایت او فقاهت منصب په غاړه لری او له بل لوری سیاست نړۍ باندی مخصوصآ آمریکا سیاستونو باندی تشرف لری چی دوو لسیزو راهیسی زموږ هیواد د استعمار او استثمار څخه ایسته کړی، همغه مرجع چی افغانستان ملت ته سیاسی او دینی ښه لاره شکاره کړی ترڅو لبنانیانو او یمنیانو په شان، ددی پرځای چی هره ورځ نور هم سرکوب او وټکول شو، د هغه سیاسی او دینی لارښودونو سره، سیاسی، کلتوری او حتی اقتصادی بریالیتوبونو لوری ته لاړ شو.
 
https://avapress.com/vdcexf8zpjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته