دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 187506
د طالبانو سره سوله او یو لوی خنډ

 
ینس استولتنبرګ وایی: ناتو افغانستان څخه وتلو لپاره تړون په هڅه نه دی؛ بلکه ددی غوښتونکې دی چی په دی هیواد کې سولې تړون لاسته راشی.
ښاغلی استولتنبرګ پنجشنبه ۶ سرطان په ورځ د ناتو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو په ناسته کې په بروکسل کې وویل چی ناتو ترڅو افغانستان کې باقی پاته کیږی جی ددی هیواد څخه ټور ګواښونه لمنځه لاړ شی او سولې تړون هلته لاسته راشی چی وکولای شی بشر حقوق، ښځو حقوق او بیان آزادی تضمین کړی.
هغه زیاته کړه چی همدا اوس ناتو په افغانستان کې یواځی مستشاری حضور لری او افغانستان امنیتی ځواکونو ته مشوره ورکوی او زده کړی ورکوی، په داسی حال کې چی جګړه خپله دولتی نظامیانو له لوری مخته ځی.
هغه خلیلزاد او طالبانو سولې مذاکراتو ته په اشاری سره وویل چی ناتو دا خبری اتری په پیاوړۍ توګه ملاتړ کوی.
هغه افغانستان کې داعش حضور ته په اشاری سره وویل چی داعش سوره او عراق کې خپل خلافت سقوط سره په دی لټه کی دی چی خپل خلافت افغانستان کې پیاوړۍ کړي؛ خو ناتو به ددی کار څخه مخنیوی وکړی.
کارپوهان وایی چی د ناتو عمومی منشی اظهار نظر شکاره کوی چی هغوی افغانستان څخه بی له کوم قید او شرط وتلو اراده نه لری.
په افغانستان کې داعش پایګاوو پياوړتیا هم همغو څیزو څخه دی چی افغانستان کې خارجی ځواکونو حضور لپاره بهانه رامنځته کړي او په دی توګه، داعش پروژه یوځل بیا افغانستان باندی غرب نظامی هژمونی سره هملاری عمل کوی.
سبیله دی، د امریکایی چارواکو اظهار نظرونو کې هم په افغانستان کې پاته کیدو نشانی لیدل کیږی.
د پوهانو په باور راهبردی له نظره، ډیر لیری خبره ده چی امریکا افغانستان څخه پوره وتلو سره، صحنه و روسیه، چین او نورو رقیبو قدرتونو ته په سیمه او نړۍ کي خالی کړی او سلهاوو میلیاردو ډالرو لګښت وروسته افغانستان خپل حال ته پریږدی.
دا ټوله په داسی حال کې رامنځته کیږی چی طالبانو اصلی مخکنۍ شرط، د افغانستان څخه خارجی ځواکونو پوره وتنه ده. هغه ډله ډير ځلې ویلی دی چی ترڅو وتلو پروسه عملی نه شی جګړه به پرینږدی.
له بل لوریو ځینی منتقدان، د طالبانو سره سولې مذاکراتو چارچوب کې د امریکا دوه ګونۍ تګلاری څخه اندیښمند دی. هغوی وایی شته نشانو په اساس، امریکایان په دی لټه دی چی د هر ډول امتیاز نه مخکې لکه عملی تعهد و وتلو ته د افغانستان څخه، طالبان د جګړی پریښودلو، خلع سلاح او دایمی اوربند ته وهڅوی؛ هغه ایده چی همدا اوس څخه ماتی سره مخ دی او هیڅ تضمین بریالیتوب ته یی شتون نه لری.
امریکا له یو لوری طالبانو څخه دا تضمین غواړی چی افغانستان خاوری څخه تروریستی مقاصدو لپآره ګټه نه اخلی او له بل لوری، د طالبانو سره سولې مذاکراتو ادامه همزمانه، افغانستان کې داعش پیاوړتیا څخه مکررا خبر ورکوی. دا په دی معنی دی چی واشنګتن او متحدان یی په ناتو کې په دی لټه دی د طالبانو په پاکولو سره نظامی او امنیتی معادلاتو صحنه څخه، داعش په افغانستان کې هغوی ځایناستی کړی او وروسته په دی بهانه چی افغانستان د بین المللی تروریزم امن لانه دی او نړیوال سوله له دی لاری څخه ګواښ لاندی دی، خپل بقا تمدید کړی.
په دی توګه، د طالبانو سره امریکا سولې پروسه په اړه مثبت نتایجو او پیامدونو په اړه خوش بینیو سربیره، حقیقت دادی چی تراوسه هیڅ مشخص نه دی او امکان شته چی ټول معادلات خراب شی او ټول صورت نیولی هڅې په دی برخه کې په صفر کې ضرب شی.
ټول څه امریکا او ناتو تګلاری او عملکرد ته تړلی دی. که هغوی طالبانو لومړیتوب د سولې لپاره په نظر کې ونیسی او همدارنګه افغانستان کې خپل نظامی هژمونی بقا باندی تقلا وکړی، سوله به هیڅ وخت نه شی رامنځته؛ ځکه سولې لاره کې ترټولو لوی خنډ، په حاضر حال کې طالبان نه دی؛ بلکه خارجی ځواکونه دی. ددی ځواکونو حضور د طالبانو په شان مسلحانه ډلو فعالیتونه توجیه کوی.
 
https://avapress.com/vdccxmqse2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته