دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 187611
د امریکا او طالبانو مذاکرات د افغانستان خلګو وینې سمندر په ساحل کې

 
نن سهار افغانستان خلګ یوځل بیا د یو خطرناک چاودنې قربانی شو. طالبان وروسته ددی چی ددی برید مسؤولیت په غاړه واخیست؛ هغه ډله چی همدا اوس مشران یی په قطر کې د امریکا سره په مذاکره بوخت دی؛ په داسی حال کې چی په ډیر تاسف سره باید وویل شی هغه څه چی په دی سیاسی خبرو اترو کې بی ارزښته دی، د افغانستان مظلوم خلګ ژوند او وینه دی.
ننۍ تریخ پيښه کې، مهاجمان یو موټر د چاودیدونکو توکو څخه ډک د ملی ځواکونو اکمالاتو مرکز ته نږدی د کابل ورزشی استدیوم شاته د پل محمودخان په سیمه کې چاودنه ورکړه. د عامه روغتیا وزارت اخیری آمارو په اساس تراوسه ۹۳ تنه ټپیان شوی او یو نفر شهید هم شوی دی؛ البته ځینی سرچینی، ددی چاودنې شهیدانو شمیر ۳۴ اعلان کړي چی دا آمار تراوسه د رسمی سرچینو له لوری نه دی تایید شوی.
په هر حال، هغه څه چی په دی منځ کې مهم دی، د افغانستان خلګو قربانی کیدل د امریکا او طالبانو مذاکراتو اووم دور سره همزمانه په دوحه کې دی.
هغه مذاکرات چی تراوسه د یادګایی تصویرونو اخیستو او طالبانو نور هم مطرح کیدو او افغانستان دولت انفعال رابرسیره کیدو نه بغیر بل لاسته راوړنه نه دی درلودلی.
نن چاودنه په داسی حال کې رامنځته شوه چی د افغانستان خارجه وزارت تیره ورځ د بین الافغانی خبرو اترو شروع کیدو څخه چی دوو اونیو کې به ترسره شی، خبر ورکړی وو.
صبغت احمدی د خارجه وزارت ویاند تیره ورځ وویل چی جرمنی ته د خارجه وزیر سفر په ترڅ کې دا هیواد وعده ورکړ چی سولې خبرو اترو او ټاکنو په برخه کې د افغانستان سره مرسته کوی.
د ښاغلی احمدی په وینا، افغانستان او بین المللی شریکان یی په دی باور دی چی طالبانو سره سوله ډیر نږدی شوي او امکان لری تردوو اونیو پوری طالبانو او حکومت رسمی خبری اتری شروع شی.
نن چاودنه یوځل بیا وښوده چی تشویقی بستی د دولت له لوری لکه طالب بندیانو آزادی د طالبانو قانع کولو لپاره کارساز نه دی پاته شوی او یواځی ددی ډلې تاوتریخوالی پراخوالی لامل شوی دی.
له همغه شروع څخه، طالبانو ډله د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو زمانی جدول ټاکلو باندی تمرکز سره، دا ناستو کې ګډون لپاره حاضر شو. دا په داسی حال کې دی چی امریکا خپل نظامیانو خروج ته حتی د سولې توافق حصول کې هم نه لری او رسمآ د ناتو وزیرانو ناسته کې په بروکسل کې اعلان کړ چی طالبانو سره ناسته د یو سولې برقراره کیدو لپاره دی او نه د افغانستان څخه وتلو لپاره!
طالبان سربیره پردی چی ځان مذاکره او سولې ته پایبند بولی خو په عینی حال کې په دی لټه دی د تروریستی بریدونو په ډیریولو سره، خپل قدرت نمایش ته پریږدی ترڅو مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړی.
هغه مسئله چی د امریکا او طالبانو مخکنیو مذاکراتو کې شکاره شوي، دا موضوع دی چی د افغانستان دولت سره مذاکره هروخت ددی ناستو فرعی مسائلو څخه وو او د امریکایانو لپاره کوم ارزښت نه لری چی طالبان د افغانستان حکومت سره خبری اتری کوی که نه؛ هغه څه چی د واشنګتن لپاره ارزښت لری د امریکا منافع او ګټی دی.
له بل لوری د سولې په قضیه کې د افغانستان حکامو فعال نقش څخه په سادګی نه شی تیریدلای؛ ځکه چی افغانستان حکومتونه څه په تیرو کې او څخه ملی وحدت حکومت لومړیو کې د طالبانو او پاکستان قانع کولو لپاره ډیر هڅی ترسره کړی چی سولې مذاکرات شروع شی. خو دا هڅی تراوسه کوم مثبت نتیجه نه دی ورکړی.
ددی مدی په لړ کې، طالبان په افغانستان کې جګړی جبهه پراختیا سربیره، خپل خارجی بادارانو(پاکستان) ملاتړ سره خپل سیاسی مقبولیت په خارج کې هم ډیر کړی دی؛ په داسی توګه امریکایی چارواکې مخکې له دی د افغانستان دولت چارواکو سره ناسته او ولاړه ولری، د طالبانو سره رایزنی کې مصروف دی او هغوی هڅې ددی ډلی قانع کولو لپاره معطوف شوی دی.
هغه څه چی مهم دی دادی چی افغانستان حکومت باید د انفعال او ګیچ والی څخه ووځی او طالبانو ته بیلابیل امتیازاتو ورکولو پرځای، خپل داخلی ظرفیتونو باندی تکیه سره، د سولې په مذاکراتو کې د امریکا سیوری څخه ووځی. بیله هغه د اوسنۍ پروسی په مخ بیولو سره، شاید په هغه مهم تصمیماتو کې چی افغانستان راتلونکې په اړه نیول کیږی، د حکومت لپاره کوم نقش په نظر کې ونه نیول شی او یواځی د یو تماشاګر په حیث، د هیواد راتلونکې پیشو باندی به بی صلاحیته ناظر په شان وی.
 
https://avapress.com/vdcjvaevvuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې