خوښ ديک ۰

اداری فساد؛ جدی او نه ختمیدونکې معضل!

اداری فساد؛ جدی او نه ختمیدونکې معضل!

 
انسانان د منفعت غوښتونکې موجوداتو په حیث هر وخت د خپلو ګټو او ثروت کسب په لټه دی، داسی کم کسان پیدا کیږی چی پیسو کسب او مادی منافو پسی نه وی. انسانانو تاریخ په لړ کې هڅه کړي ترڅو نه ختمیدونکی سرچینو ته لاسرسی پیدا کړی.
بل مهم نکته داچی د منافعو څیړلو او منابعو کسب لاری، هر وخت د بشری ټولنې او انسانانو لپاره جدی معضل پاته شوی. ځکه ډیر انسانان مادیاتو ته رسیدو په لټه په هر قانونی او غیری قانونی کارونو باندی لاس وهی او دا هڅې خاص مکان او زمان پوری نه مربوطیږی.
البته ځینی ګرځوونکې ځواکونه شتون لری چی انسانان په یو ډول سره د غیری قانونی لارو څخه ګرځوی، لکه قانون، باورونه او حتی انسانی نظم باورونه او داسی نور!
نن هغه وخت چی افغانستان ټولنې ته نظر کوو، وینو چی د قانون تنفیذ، دینی اعتقاداتو سربیره ځینی فسادزا برنامی طرحه او خپریږی؛ خو بیا هم د قانون او عرف خلاف کارونو کمیدو کومه پته نشته. ځکه په هغومره اندازه چی د فساد کمولو لپاره د بیلابیلو لارو څخه هڅه کیږی- ممکن په ځینو برخو کې ګټه ور وی – خو پراخ توګه، په منظم توګه نور هم پیاوړۍ کیږی.
نن د افغانستان په حکومت کې فساد شاید په کښته سطحو کې د پخوا په شان پراخ پیمانه نه وی، خو په عینی حال کې نورو لوړو سطحو کې، غیری قانونی اخذی ګانی په حرفه ای توګه جریان لری چی په حقیقت کې د یو بشری ټولنې جغرافیا او ټولنې ښه کیدو په وړاندی یو فاجعه دی.
اوس په همدی نوی نظام او همدا ۱۸ کالو کې، د آمارو په اساس د سل میلیاردو دالرو څخه ډیر د افغانستان ټولنې بیاجوړونې او ښه حکومتداری پروسی لپاره مرسته او لګښت ته ورکړل شوی دی، خو لیدل کیږی چی ددی میلیاردونو دالرو څخه یواځی یو څه برخه یی د ټولنې انکشاف لپاره په مصرف رسیدلی او ډیر دا پیسی ددی پرځای چی د ټولنې رنګ او رخسار ته بدلون ورکړی او زیربنایی برخو کې خلګو لپاره ګټه ور تمام شی، نور هم شخصی کورونه سر و آسمان ته ورساوه او حکومت دننه او دباندی کسانو بانکی اکاونتونه نور هم تر خولی پوری ډک شوی.
حتی ډیر دا پیسی په دوبی او دهلی او استانبول کې سرمایه ګذاری شوي دی؛ لکه څنګه چی په تیرو کلونو کې سیګار یا هم د امریکا خاص څیړونکې اداره د داخلی او خارجی نهادونو له لوری میلیاردونو دالرو حیف او میل څخه پرده پورته کړي چی تیرو ۱۸ کلونو کې په سلهاوو میلیارده دالره په سیستماتیک توګه د کسانو او ډلو له لوری په بیلابیلو لارو سره حیف او میل او اختلاس شوی دی.
په تازه وو پیښو کې هم د داخله وزارت غذایی موادو قرارداد ۶۰۰ میلیون افغانی اختلاس دی چی ورڅخه پرده پورته شوی چی د فاجعه ژوری برخی په ښه توګه شکاره کوی. اوس میلیونو دالرو اختلاس د پخوانۍ کابل بانک، خیالی مکتبونو، دافع وزارت نفتی توکو قراردادونو او... چی هر یو یی به دی کلونو کې نظام فساد یو برخه شکاره کوی، جدا بحث ته اړتیا لری. سربیره پرهغه کوچنی او لوی رشوت اخیستنې او فساد چی په پخوانۍ روال سره په ډیرو اداراتو کې جریان درلودلی او لری، د هیچا لپاره پټ نه دی.
البته په دی توګه چی فساد او رشوه اخیستنه یو معمول امر باندی بدل شوی دی، لیری خبره ده چی یو ټولنه و رفاع او آسایش او پرمختیا ته ورسیږی. ځکه د یو ټولنې ټول پروسی د یو بل سره تړلی دی. اوس چی فساد کم نه شی یا هم له منځه لاړ نه شی، لیری خبره ده چی دوامدار سولې او سیاسی ثبات ته ورسیږو؛ اقتصادی پراختیا مسآله چی ترټولو مسآلو څخه نږدی دی.
اوس ددی مشکل ختمولو لپاره باید د نورو مسائلو لکه امنیت او سیاست ترڅنګ، اداری فساد مهم مسآله هم چی ټولنه دننې څخه متلاشی کوی، توجه لاندی قرار ونیسی؛ نافذه قانون په عینی او عملی توګه اجرایی شی، قومګرایانه او دوه ګونۍ توب او عوام خطاایستلو خبرو او تګلارو پرځای، د سیستماتیک او پراخ فساد څخه مخنیوی لپاره جدی ګامونه پورته شی او مفسدین ددی پرځای چی مشاور، وزیر او رییس وی؛ قانون حکم یی په وړاندی اجرا شی ترڅو حداقل دا مشکل یوڅه کم شی.
 
سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود: 187682 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *