دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 187809
حکومت دوحه ناستې لوی غایب

 
افغانستان حکومت په بین الافغانی ناسته کې چی د آلمان په منګړیتوب سره د دوحه؛ قطر پلازمینه کې ترسره کیږی، ګډون نه کوی.
صدیق صدیقی؛ د ولسمشر ویاند وایی چی د افغانستان حکومت له لوری هیڅ نماینده به په دی ناسته کې ګډون ونه کړی او ددی ناستې ګډون کوونکو په اړه هیڅ معلومات و حکومت ته ورکړل شوی نه دی.
ویل کیږی چی په دی ناسته کې ۶۰ کسان ګډون کوی.
قرار دی دا ناسته د آلمان او قطر په کوربه توب د سرطان په ۱۶ او ۱۷ نیټه په دوحه کې ترسره شی.
دا په داسی حال کې دی چی مارکس پوتزل؛ د المان خاص نماینده د افغانستان او پاکستان لپاره څو ځلې د طالبانو نمایندګانو سره په قطر او همدارنګه افغانستان دولت چارواکو سره لیدنه کړی دی.
مخکې زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، دوشنبه په ورځ(سرطان ۱۰) خپل توییتر کې ولیکل چی قطر ناسته د افغانستان سولې پرمختګ لپآره مهم ګام دی.
کارپوهان وایی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ جدی او پراخ مذاکرات په دوحه کې جریان لری. لکه څنګه چی شته شواهدو څخه معلومیږی، امریکا په دی هڅه کې دی چی دا پروسه ډیر ژیر نتیجه ته ورسیږی. مخکې مایک پمپئو؛ د امریکا خارجه وزیر ویلی وو چی هیله مند دی د طالبانو سره سولې تړون میلادی کال سپتامبر میاشتی پوری امضا شی.
له بل لوری، د امریکا او طالبانو تړون په یو اړخیزه توګه به اجرایی نه وی. امریکا اوس هم بین الافغانی خبرو اترو پروسی ته مخسری په تظاهر ګوری او وایی چی ټول مقصد یی دادی چی د کابل او طالبان مستقیم خبرو اترو ته لاره خلاصه شی. همدا څو ورځی مخکې، مایک پمپئو کابل ته خپل سفر په جریان کې ادعا کړي وو چی امریکا د افغانستان دولت او خلګو په نیابت سره به د طالبانو سره خبری ونه کړی؛ خو په بل اړخ کې په دوحه کې امریکا په همدی کارونو بوخت دی چی وایی د افغانستان دولت او خلګو حق دی.
په دی حساب سره، هغه تصمیمونو ته مشروعیت ورکول چی پردی ترشا اخیستل کیږی، باید یو څو بین الافغانی ناستې ترسره شی. هغه وخت به امریکایان په لوړ غاړی سره به مدعیان شی چی هغوی د افغانستان دولت او ملت څخه په نمایندګی د طالبانو سره تړون نه دی کړی؛ په داسی حال کې چی عملآ دا کار کړی دی.
په دی ټولو سره ولی حکومت د دوحه بین الافغانی ناسته کې ګدون نه کوی؟
دا پوښتنه امکان لری ډیر ځواب ولری؛ خو یو د هغو څخه شاید داوی چی کابل تراوسه په دی ناسته کې خپل نقش او سهم څخه راضی نه دی. کابل نه غواړی یواځی د یو جناح په حیث د نورو سیاسی جناحو په منځ کې طالبانو سره عمومی ناسته کې ګډون وکړی. هغه څه چی ارګ ریاست جمهوری غواړی د طالبانو سره مستقل او مستقیم خبری اتری دی.
دا کار، دوه دلیل لری؛یو داچی کابل د طالبانو سره سولې پروسه کې د خپل سیاسی مخالفینو نقش او ګډون او سهم څخه ناراضه دی. دا هغه څه دی چی روسیه کې سولې ناستو په وړاندی ارګ ریاست جمهوری غبرګونونو کې هم شکاره وو.
د هیواد دننه هم د حکومت منتقدان او مخالفین هیڅ نقش او سهم په سازمانونو، اداراتو او سولې په اړه شوراګانو کې نه لری. هغوی حتی د اشرف غنی مشورتی جرګه د سولې لپاره تحریم کړ ترڅو مشخص شی چی ارګ او هغوی لاره په دی برخه کې بېل دی.
دوهم نکته داده چی ارګ ریاست جمهوری و ښاغلی غنی حکومت، مشخص غوښتنې او خپل نظر وړبرنامه د طالبانو سره سولې لپاره لری چی غواړی مستقلا او په مستقیم توګه د هغه ډلې سره شریک کړی. بناپردی، هر تړون د هغه ډلې سره به قبول نه کړی.
د مثال په توګه، د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کونه د اشرف غنی ریاست جمهوری دوری تمدید تر نورو پنځو کلونو پوری، د ارګ یو اهدافو څخه دی چی باید د طالبانو سره سولې تړون کې تضمین شی؛ هغه څه چی شاید تراوسه نه دی فراهم شوي او دوحه بین الافغانی ناسته کې هم انتظار یی نه کیږی چی تحقق پیدا کړی؛ ځکه ددی ایده یو جدی مخالفانو څخه، د دولت څخه دباندی سیاسی شخصیتونه او جریانونه دی چی په هغه ناستو کې به ګډون وکړی؛ ددی ترڅنګ طالبان به هم ددی کار سره مخالف وی.
 
https://avapress.com/vdciuyaz3t1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې