دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 187882
قطر مذاکرات؛ د یو ناشکاره پروسی آخری مرحله

 
د امریکا او طالبانو نمایندګانو ترمنځ سولې خبرو اترو ۷ دور په قطر کې همداسی ادامه لری. دواړه لوری وایی ځينی پرمختګونه حاصل شوي او ډیرو مسایلو پرسر توافق ته رسیدلی دی. د ځینو موضوعاتو جزئیات تراوسه نه دی نهایی شوی او تیره شپه په داسی حال کې چی انتظار یی کیده چی خبری اتری پای ته ورسیږی، مذاکرات تر ډیره مده پوری ادامه پیدا کړ او نور مسایل بل ورځی ته پریښودل شو.
د آلمان سفیر هم په قطر کې خبرو اترو سیمه کې د بحث لپاره د بین الافغانی دریم ناستې په اړه حضور پیدا کړ. محمد نبی عمری؛ د طالبانو مذاکره کوونکې هیآت ارشد غړۍ ویلی دی چی د دواړو لورو اختلافی موضوعاتو څخه یو د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو جدول دی چی نن به ورباندی بحث وشی.
ذبیح الله مجاهد او سلیم شاهین؛ د طالبانو ویاندانو څخه ادعا کړي چی انتظار لری د امریکا سره دا مذاکراتو آخری دور وی او ټینګار کړي چی دواړه لوری ۸۰ سلنه نهایی توافق ته نږدی شوی دی.
د مذاکراتو ترشا هڅې په دوحه کې دا شکاره کوی چی دواړه لوری په دی هڅه دی چی دا مذاکرات یو نتیجی ته ورسیږی چی د ټولو لورو قبول وړ وی.
مخکې له دی هم امریکایی دیپلماتان ټینګار کړي وو چی برخلیک جوړونکې نقطه ته نږدی شوی دی او دا د تحلیلګرانو په نظر په دی معنی وو چی د امریکا او طالبانو مستقیم خبرو اترو ۷ دور، ټاکونکې دور به وی.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان دولت همدارنګه د مذاکراتو دروازی شاته پاته دی او نه دی توانیدلی د یو اصلی لوری په حیث د افغانستان سولې په اړه خبرو اترو کې مطرح وی.
افغانستان خلګ هم بغیر له څو مبهم کلماتو څخه چی امریکا او طالبانو نمایندګان رسنۍ ته وایی، هیڅ څه ددی مذاکراتو په اړه چی پردی ترشاتیریږی، د خپل هیواد امنیت او سیاسی راتلونکې په اړه څه نه پوهیږی.
دا کار د پوهانو په باور، ددی شکاره کوونکې دی چی نهایی تصمیم به په دی اړه امریکا ونیسی. دا متحده ایالات دی چی ټاکې، ترکومه مده باید جګړه وی او کوم وخت باید سوله وشی.
طالبان هم د اشغالګرو به وړاندی جهاد تظاهر کوی، همدارنګه حاضر نه دی چی دولت سره داخلیه مسایلو حل لپاره ناسته وکړی. هغوی په دی بهانه چی دولت د امریکا لاسپوڅی دی او تصمیم نیونې صلاحیت نه لری، جګړی ته ادامه ورکوی او ورسره مذاکره څخه ډډه کوی. دا په شکاره توګه د هغه ادعا برخلاف دی چی دهغه ډلې له لوری مطرح کیږی.
هغوی د هیواد څخه د خارجی ځواکونو بی قید او شرط وتلو غوښتونکې دی او په خپل باور سره د افغانستان آزادی لپاره مبارزه کوی؛ خو داسی یو تګلاره خارجیانو ته دا امکان ورکوی چی افغانستان خلګو او برخلیک او ملی مسایلو په اړه تصمیم ونیسی. دا همغه څه دی چی په قطر کې جریان لری.
بین الافغانی اصطلاح باندی ناستو کې ګډون د ځینیو بیلابیلو هیوادونو له لوری په حقیقت کې لوړ واقعیت نه بدلوی. طالبان که بین الافغانی خبرو ته متعهد دی باید داخلیه مسایلو په اړه تصمیم نیونه داخلی لورو سره خبرو اترو ته موکول کړی، د دولت سره مستقیمآ خبری وکړی او افغانستان خلګو او امنیتی ځواکونو وژنو او جګړی څخه لاس واخلی.
قرار دی چی قطر او آلمان په مشترک توګه یو بل بین الافغانی ناسته په دوحه کې کوربه توب یی وکړی. طالبان هم ویلی دی چی په هغه کې ګډون کوی؛ خو ټینګار کړي چی دا ناسته به مشورتی وی او په کې کوم مهم تصمیم به ونه نیول شی.
دولت به هم هر دلیل په اساس چی وی، په کې حضور به ونه لری خو دولت ځینی غړۍ او سولې عالی شورا ځینی غړۍ به په کې ګډون وکړی.
په دی حال، دا ناسته، یواځی د آلمان او قطر په ګټه ده چی غواړی د افغانستان سیاسی راتلونکې په اړه نقش ولری. لویو تصمیمونه د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې نیول کیږی او دا د افغانستان په ګټه نه دی.
په هغه صورت کې چی د طالبانو او امریکا مذاکراتو څخه د افغانستان داخلی مسایلو او سیاسی برخلیک په اړه کوم توافق ترسره شی، په دی معنی دی چی طالبان د خپلو ادعاوو برخلاف، افغانی ډله نه ده او نه شی کولای د افغانستان ملی حاکمیت او استقلال څخه خبری وکړی.
امریکا هم که د افغانستان دولت او خلګو پرځای تصمیم ونیسی، یو اشغالګرانه کړنه یی کړي او د افغانستان سره د یو اشغال شوي او مستعمره هیواد په شان چلند کړي دی.
https://avapress.com/vdcjoaev8uqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته