دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 188177
حکومت د سولې پروسی په کوم ځای کې قرار لری؟

 
اشرف غنی وایی چی د طالبانو مذاکرات د نورو لورو سره (مفاهمه) دی او پایدار سوله یواځی د طالبانو او حکومت مذاکراتو څخه لاسته راځی.
ښاغلی غنی چهارشنبه، ۱۹ سرطان وویل چی افغانستان حکومت د سولې په لور لوی ګامونه اوچت کړي او سولې ته رسیدو کوم شک او شبهه باید شتون ونه لری.
هغه وویل: په تیرو ۱۸ کالو کې د سولې وخت نه وو؛ خو نن سولې ته نږدی شوی یو. نن سولې وخت کې قرار لرو.
هغه پایدار سولې باندی ټینګار وکړ او هغه یواځی د افغانستان حکومت او طالبانو مذاکراتو له لاری ممکن وبلل.
د اشرف غنی په وینا د طالبانو خبری اتری د نورو لورو سره مفاهمه دی او دا ډله یواځي د افغانستان حکومت سره د یو مساله لوری په حیث مذاکره کولای شی.
ښاغلی غنی په دی ناسته کې وویل چی سوله د افغانستان خلګ پایداره کوی او هغه سوله چی پایدار شرایط ونه لری د خلګو لپاره د قبول وړ نه دی.
داسی په نظر رسیږی چی ترډیره حق ښاغلی غنی سره دی. سوله د حکومت او طالبانو مستقیم خبرو اترو نه بغیر نه حاصلیږی. جاری پروسی هم مخکې له دی چی حقیقی او پایدار سولې رامنځته کیدو لامل شی، د کوربه هیوادونو او البته طالبانو په ګټه دی. اعلامیو او قطعنامو په صادرولو هم کوم مشکل نه حل کیږی؛ ځکه سولې ته رسیدو معضل، کاغذ پرمخ په زړه پوری تعهداتو او شکلی کلاتو شتون نه دی، دا عمل دی چی کولای شی د سولې استمرار او بقا او اعتبار وټاکی.
په دی کې چی حکومت تیرو کلونو کې، د سولې تحقق په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي کوم شک شتون نه لری؛ خو دا کار هم د سولې بقا او پایداری سره مرسته نه کوی. حکومت نه باید په یو اړخیزه توګه طالبانو ته امتیاز ورکړی. په داسی حال کې چی طالبان حتی د حکومت نمایندګانو سره مستقیم خبرو اترو لپاره حاضر نه دی، شاغلی غنی په کابل کې یواځی په یو فرمان سره په سلهاوو خطرناک بندیان آزادوی.
دا یو د هغو مثالونو څخه دی چی طالبانو ته یو اړخیزه امتیاز ورکړه ښیی.
د حکومت قاطع او متناسب غبرګون نه شتون طالبانو جنایتونو او غیری نظامیانو وژنو ته هم ددی یو اړخیزی پروسی یو نمونه ده چی محکوم په ماتې دی.
دا ټوله په داسی حال کې صورت نیسی چی حکومت هم هیڅ مقام او ځای د سولې په پروسه کې نه لری. طالبان په شکاره توګه هغه لاسپوڅی او بی صلاحیته بولی؛ خو ددی موضع سربیره، د امریکا سره مذاکره کوی ترڅو د افغانستان برخلیک خارجیانو ارادی ته وسپاری او اجازه ورکړی چی هغوی د هیواد راتلونکې په اړه تصمیم ونیسی.
بناپردی، حکومت که د پایدار او حقیقی سولې ته رسیدو په هڅه دی، لومړۍ داچی باید د طالبانو مجبورولو لاری د خبور اترو قبلولو لپاره ولټوی؛ یعنی د جګړی ځواب په جګړه ورکړی او د طالبانو هر ګام په وړاندی چی طالبان سولې پروسه کې اخلی، یو ګام واخلی؛ نه ډیر او نه کوم. دوهم نکته داچی په دی برخه کې اقتدارګرایی او انحصارغوښتنې څخه لاس واخلی. سوله یو قومی پروژه نه کړی. سوله یو ملی مساله ده؛ بناپردی دا ټوله قومیتونه، طیفونه، اقشار، ګوندونه، جناح او جریانونه باید په کې سهم او برخه ولری.
https://avapress.com/vdchq6nzq23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته