خوښ ديک ۰

سوله کیږی، خو جګړه پای ته نه رسیږی!

سوله کیږی، خو جګړه پای ته نه رسیږی!

 
په ډیرو جګړو، نظامی نښتو او مسلحانه تقابلونو کې دا مرسوم او رواج دی چی دواړه لوری د حسن نیت شکاره کولو او د وژنو څخه لیری او یو بل څنګ ته راتلو سره سولی ته مخه کوی او جګړی څخه لاس اخلی.
اوس زموږ جنګ وهلی ټولنه کې چی کلونه کیږی وژنې او وینه تویونې جریان لری او متخاصم ډلې د هیڅ ډول حربه څخه د یو بل په وړاندی مخه نه نیسی، د جګړی پای ته رسیدو او اوربند او سولې څخه غږ و غوږونو ته رسیږی؛ که څه هم دا اقدام په لومړۍ نظر سره خوش بینانه او هیله رامنځته کوونکې دی.
اوس دا اوربند او سوله هغه وخت اغیزمنده وی چی دوامدار او هر اړخیزه وی او سربیره پرهغه جګړه کوونکې ډلې عملآ سیاسی مبارزه لاره په نظر کې ونیسی، نه فرصت ته منتظر او په صبر وی. البته هغه څه چی تیر کال کې د اختر په ورځو کې رامنځته شوه چی د درو ورځو لپاره د دولت مخالفینو له لوری اوربند اعلان شو او حکومت هم چی هر وخت غږ یی اوربند او سوله وو، دا ندا ته لبیک ویلی او مخالفین او موافقین د اختر په ورځو کې یو بل څنګ ته راغلی او د رسمی ستړۍ مسو څخه تر جایزو ورکړو، سلفی تصویرونو، آیسکریم خوری او... تیر کړل، هیله رامنځته کوونکې په نظر راتلل.
خو هغه فاجعه چی د هغه اوربند وروسته رامنځته شوه هم د ټولو په ذهنونو کې شته؛ د غزنی ولایت سقوط څخه تر جګړه په کوڅو او لویو ښارونو کې، انتحاری بریدونه، د مخالفینو په لاس د کلیو او ولسوالیو سقوط او وژنی، د فاجعه ژورتیا د اوربند وروسته راشکاره کړ. اوس داچی طالبان څنګه دا بریدونه څنګه طرحه او ترسره کړ، یا نور تروریستی ډلې، خپل په ځای کې وی!
اوس د امریکا او طالبانو سولې مذاکراتو اتم دور جریان لری او ممکن و نتیجه ته ورسیږی او سولې تړون امضا شی، مهم مساله داده چی په دی تړون کې، افغانستان سیاسی نظام او ملت غوښتنه چی کلونه د هغه جوړولو لپآره هڅه کړی، په نظر کې نیول شوی وی. په عینی حال کې اساسی اړتیا دا ایجابوی چی دا خونړۍ جګړه په عملی توګه ودریږی.
البته سولې ته رسیدو عرف، جګړی پای او باروت او ډزو آوا خاموشی او بالاخره ځمکی باندی د اسلحو پریښودل دی؛ ترڅو همیشنۍ سولې ته ورسیږو، نه داچی د اوربند او سولې مذاکراتو څخه جنګی او سیاسی ګټه اخیستنه صورت ونیول شی او قهرمان جوړونه او فتح، رقیب کشی او... اظهار شی.
که سوله او اوربند چی قرار دی رامنځته شی او جنګی ډلو لپاره امتیازات ورکړل شی، د جګړی ختم په معنی نه وی او جګړی تشدید، وینی تویونې او وژنو لامل شی، او عام او دولتی خلګ داځل د داعش او یا نورو تروریستی ډلو په نامه ووژل شی او یا قتل عام شی، کوم ګټه لری؟
ځکه د امریکایی چارواکو خبرو په اساس؛ د طالبانو سره تفاهم د جګړی پای ته رسیدو په معنی په افغانستان کې نه دی. او دا حقیقت یعنی جګړی اور او وژنې، بیا هم د نامعلوم وخت لپاره د نورو تروریستی ډلو په پياوړۍ کولو سره چی قطعآ د استکبار او امریکا له لوری صورت نیسی، همداشی شعله وره پاتی شی؛ بناپردی اصلی پوښتنه مطرح کیږی چی د طالبانو سره تفاهم معنی څه ده او دا سوله او اوربند به ترکوم ځایه ورسیږی؟ څومره به وینه تویونه کمه شی؟
د اوربندونو او تړونونو امضاکیدو او سولې تړونونو څخه مقصد دادی چی هیڅ لوری د جګړی په ډګر کې سل په سله بریالی نه دی، او ملتونه د پرمختګ او ژوند څخه هدف په لاره کې شاته پاته کیږی، بناء پردی دواړه لوری ددی لپاره چی د جګړی او وژنو حل لاری ته ورسیږی، سوله انتخابوی او اسلحی پر ځمکه پریږدی؛ خو طالبان بیا هم ۱۳۷۵ کال په شان کابل ته ننوتل، نن هم کلی سیاسی بدلون سربیره، همغه ندا ورکړی دی او ځان جګړی او سیاست قهرمان بولی، په داسی حال کې چی په داسی تګلاری او ادبیاتو سره نه شی کیدلای چی تفاهم او تړون په سمه توګه معنی شی.
په داسی حال کې چی هیواد په دی څو لسیزو کې د ډیرو جنګی او سیاسی پيښو سره مخ شوی دی، خو په دی ورځو کې سولې ته رسیدو هیله د نورو په ورځو په پرتله ډير شوی دی، خو دا هیله مندی هغه وخت سل په سله عملی دی چی جنګی ډلې خپل سور خطونو څخه تیر شی، د دولت سره معامله او یو بل قبلونې لاره په مخ کې ونیسی، او مقابله لاره پریږدی؛ بیله هغه، سولې ته کوم هیله نشته. سربیره پردی ترڅو چی خارجی لاسونه مخصوصآ امریکا مداخلی هیواد جګړو او سوله کې او بیله قیده حضور کې وی، محدود او ټول نه شی، جګړی، قتل او وژنو پروسه به ادامه ولری؛ ځکه امریکا ګټی سیمه ییز ګټو عملی کیدو کې دی، او هغوی عینی حضور هم جګړو او فتنه رامنځته کوونو او ملتونو در په دره کولو کې دی.
 
یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۹
د مطلب کود: 189534 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *