دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 189674
طالبانو سره امریکایی سوله؛ غیری نظامیانو وژل کېدو ډیریدنه

 
زلمی خلیلزاد، د سپین ماڼۍ استول شوی کس د طالبانو سره سولې لپاره، د سولې خبرو اترو پرمختګ څخه خبر ورکړی دی. خلیلزاد دوه ورځی مخکې رسنیو ته وویل چی طالبان شکاره کړی دی چی تړون ته رسیدو په هڅه کې دی. موږ هم یو ښه توافق یا تړون ته رسیدو لپآره آماده یو.
د امریکا خاص نمایندی دا خبری په داسی حال کې صورت نیسی چی د سولې مذاکراتو سره همزمان، د انتحاری بریدونو، جاده ای ماینونو چاو مقناطیسی ماینونو چاودنو ډیریوالی تیرو یو میاشت کې، په ټول افغانستان کې د سلګونو وطنوالو شهید کیدو او ټپی کیدو لامل شوی دی.
د عامه روغتیا وزارت آمار په اساس، ددی پیښو اکثره تلفات غیری نظامیان؛ زده کوونکې، استادان، ښځی او کوچنیان وو او ددی اکثرو بریدونو مسؤولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
ځینی سیاسی او نظامی پوهان، د طالبانو دا عمل ددی ډلې امتیاز طلبی د سولی په پروسه کې بولی. خو ځینی نور د طالبانو په منځ کې د اتفاق نه شتون منی، ځکه د سولې مذاکراتو کې د طالبانو نمایندګانو حضور پّ وخت کې، ځینی طالبان چی سولې مخالف دی، ددی بریدونو مسؤولیت په غاړه اخلی.
په همدی حال کې، انتحاری بریدونه له یو لوری او امریکا ولسمشر اظهارات د افغانستان نابودی او وژنو قدرت په اړه، د هیواد خلګو غبرګون او خشم په رسنیو او مجازی فضا کې راپورته کړی دی.
دونالد ترامپ، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دری ورځی مخکې، ټینګار وکړ چی هیواد یی کولای شی د افغانستان څو کلن جګړی باندی غالب شی. هغه وویل: په دی بریالیتوب کې، حتی د اتمی اسلحی څخه ګټه اخیستنې نه بغیر په میلیونونه وګړی خپل ژوند له لاسه ورکوی.
ترامپ یو میاشت مخکې هم، مشابه جملی ویلی وو چی د افغانستان خلګو او حکومت چارواکو پراخ غبرګونونو لامل شو: موږ کولای شوای چی جګړه تر یو اونۍ کم وخت کې وګټو، خو زه نه غواړم چی لس میلیون وګړی له منځه یوسم.
په تیرو ۱۸ کالو کې امریکایان ډیر ځلې په رسمی او بین المللی محافلو کې بیان آزادی او ښځو حقوق خپل مهمو لاسته راوړنو څخه د افغانستان خلګو لپآره وبلل او هغه ځان پوری اړوند وبلل.
خو ترامپ اخیر خبری د امریکایانو حقیقی څېری څخه پرده پورته کړه، چی هغوی لاسته راوړنې یو شعار نه بغیر بل څه نه وو، ځکه هغوی هیڅ ارزښت نه یواځی د افغانستان خلګو لپاره، بلکه بشریت لپاره قایل نه دی؛ څه ورسیږی چی هغوی ته کوم کار وکړی، بلکه خپل ګټو ته رسیدو لپاره په هر جنایت لاس وهی.
د وژنو او بریدونو څخه روانی او سیاسی فضا، حکومت بی توجهی او بی تفاوتی او یواځی محکومیت باندی بسنه، د استقلال کلیزی څخه لمانځنه، سولې مذاکرات او حکومت نمایندګانو نه حضور او ترامپ اخیر خبری دا پوښتنې په ذهن کې رامنځته کوی چی:
۱: دا لمانځنه د کوم استقلال څخه دی، هغه هیواد استقلال چی هغه سولې مذاکرات یو بل خارجی هیواد لکه امریکا، د دولت نمایندګانو حضور نه بغیر او افغانستان خلګو پوهی نه بغیر د پردی ترشا د بل ډلې سره مخته وړی چی هره ورځ په سلهاوو ښځی او کوچنیان او ځوانان نابوده کوی او په زرهاوو کورنۍ داغداره کوی؟
۲: هغه امریکایان چی هیڅ ارزښت د افغانستان خلګو لپآره ورکوی، د څه او چا لپاره طالبانو سره سولې مذاکره کوی؟
۳: که افغانستان نمایندګان طالبان دی او امریکا سره مذاکره کوی، نو ولی خپل بی ګناه هیوادوال وژنی؟
۴: امریکایان څنګه هغه طالبانو سره په توافق رسیږی چی هغوی لاسته راوړنو شعارونو سره مخالف دی؟
د سیاسی پوهانو په باور، سولې مذاکرات چی په هغه کې افغانستان حکومت او خلګ سهم نه لری، امکان لری یو سفارشی، موقت، انتقالی یا هر بل نوم لاندی، رامنځته کیدو لامل شی خو هیڅ وخت به سولې لامل نه شی.
په هر صورت، هغه څه چی شکاره ده، طالبانو سره امریکایی سوله، د غیری نظامیانو وژل کیدو او په زرهاوو کورنیو داغداریدو نه بغیر به بل نتیجه ونه لری او دا د افغانستان خلګ دی چی هر وخت د داخلی او خارجی سیاسی-نظامی لوبی اصلی قربانیان پآته شوی دی.
 
https://avapress.com/vdca0on6y49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته