کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کشمیر د هندوانو په اشغال کې؛ هغه غږ چی نه اوریدل کیږی

17 اسد 1398 ساعت 17:18



 
د هند تصمیم د کشمیر خپلواک سیمی خاص اختیاراتو لغوی په اړه، پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولی دی. سربیره پردی هند د دریم ورځی لپاره خپل کنترول لاندی کشمیر کې نظامی حکومت اعلان کړی دی، په دی سیمه کې پراخ لاریونونه رامنځته شوی دی. هند تلفن او اینترنت هم په دی سیمه کې قطع کړی دی.
همدارنګه شپنۍ تردد منع مقرراتو سره، رسنیو کې یو خاموشی رامنځته شوی دی؛ ځکه هند دولت اندیښنه لری چی تصمیم یی ددی سیمی خودمختاری لغوی لپاره د پراخو لاریونونو لامل شی.
سیمه ییز مشران هم نیول شوی دی. کشمیریان د هیواد په نورو برخو کې ویلی دی چی قادر نه دی چی خپل کورنیو سره اړیکه ونیسی.
په لسګونه زره اضافی هندی ځواکونه د هند دولت تصمیم اعلان نه مخکې په هغه ځای کې مستقر شوی وو او ډیر سرتیری په هغه سیمه کې ځای پرځای کړی وو.
د هند اساسی قانون ۳۷۰ اصل په اساس، داخلی چارو کې هند د نورو ایالتونو په پرتله خاص اختیارات و کشمیر او جامو ته ورکړل شوی؛ خو دا اصل، اوس تعلیق شوی دی.
دا د کشمیر مستقیم اشغال په معنی د هند له لوری دی؛ هغه مسلمان هیواد چی کلونه کیږی خپل استقلال لپاره د هند او پاکستان سلطه سره مبارزه کوی.
دا په داسی حال کې دی چی نه بین المللی سازمانونه، نه اسلامی هیوادونه او نه لوی قدرتونه چی بشر حقوق او دموکراسی مدعیان دی د کشمیر مظلوم خلګو ملاتړ لپآره اعتراض نه کوی.
دا پيښه یوځل بیا نړۍ باندی حاکم دوه ګونۍ استندردونو څخه پرده پورته کوی او شکاره کوی چی نن ورځ کې، ټول څه اقتصادی او سیاسی ګټی ټاکې. ایدئولوژیک شعارونه، اعتقادات او مشترک باورونه او... ټوله تر هغه وخت ارزښت لری چی د ګټو سره په تضاد کې واقع نه شی.
کشمیر کلونه کیږی چی د هند او پاکستان ترمنځ ګټو نزاع ترمنځ سوځی. هغه څه چی ددی بحران دواړه لورو لپاره ارزښت نه لری، د هغه ځمکې مسلمانانو آزاد اراده او انتخاب حق دی.
اوس هم چی یو افراط ګرا او فاشیست هندو ګوند هند باندی مسلط دی، کشمیر حتی خپل کم حق څخه چی داخلی چارو کې خودمختاری دی هم محروم کیږی. هند د اساسی قانون ۳۷۰ اصل د کشمیر خودمختاری لپآره لغوه کړی دی او رسمآ د هغه هیواد اداره او حاکمیت په غاړه اخیستی دی.
ددی بېره شته چی پاکستان ددی پیښی په وړاندی غبرګون وښیی او د دواړو اتمی قدرتونو ترمنځ جګړه رامنځته شی؛ هغه جګړه چی بیله شکه، لږ راتلونکې یی کشمیری مظلوم خلګو آزادی غوښتنې آرمان نابودی وی.
بل اندیښنه هم دادی چی حتی که کوم جګړه هم د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته نه شی، هندو ګرا ملی دویت نوۍ استکباری او استعماری اقداماتو سیوری لاندی، کشمیر هندی ځمکې برخه د همیشه لپاره هند انسانی ضد سختګیریو او ستم لاندی باقی پاته شی او هغه خلګو باندی یو ډول استعماری سیاست اعمال شی ترڅو هیڅ آزادی غوښتونکې آرمان ونه لری او د هندیانو ستم لاندی وی.
په دی منځ کې، کشمیریانو غږ چی نن د نړۍ لویو قدرتونو، بین المللی سازمانونو او اسلام نړۍ مدعی هیوادونو له لوری چوپ پاتیږی او هند سیاست لاندی، په پوره توګه نه اوریدل کیږی، یوځل بیا مسلمانانو همګرایی او ورورګلوی او اخوت او وحدت مشکل ته رابللی دی. که څه هم کشمیریان اوس د هغه زندان له امله چی نوی دهلی دولت د هغوی لپاره جوړ کړی دی، نه شی کولای د خارج نړۍ سره اړیکه ونیسی؛ خو همدا وضعیت هم ددی شکاره کوونکی دی چی کشمیری مسلمانان، د مسلمان هیوادونو ملاتړ نه شتون تاوان ورکوی او پاکستان او هند سلطی قرباندی کیږی.
 


د مطلب کود: 189821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/189821/کشمیر-د-هندوانو-په-اشغال-کې-هغه-غږ-چی-نه-اوریدل-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com