دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 189833
د ملا هبت الله اختر؛ رحماء علی الکفار، اشداء بینهم!
 
 
ملا هبت الله آخنزاده؛ د طالبانو رهبر خپل اختریز نوی پیغام کې افغانستان سوله ییز حل لاری باندی ټینګار کړی دی.
طالبانو رهبر خپل مخکنۍ پیغام کې جګړی ادامه باندی ټینګار کړی وو؛ خو خپل نوی پیغام کې سولې باندی ټینګار کړی دی.
د طالبانو رهبر په پیغام کې چی پنجشنبه ورځ(۱۷ اسد) خپور شو، ویل شوی دی چی د هیواد په سطحه اسلامی امارت محوری نقش د سولې او آشتی په موضوع کې ترسره کوی.
ملا هبت الله آخنزاده د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو ته اشاره کړي او ددی ډلې جګړه د خدا په لاره کې مسلحانه جهاد بللی او زیاته کړی چی په عینی حال کې د مذاکراتو او تفاهم پروسه مخته وړی.
صدیق صدیقی؛ د ریاست جمهوری ویاند د طالبانو رهبر پیغام په غبرګون کې ویلی دی چی افغانستان خلګ دی پیغام ته هیڅ اړتیا نه لری. هغه زیاته کړی چی هغوی پیغام جګړی او بیری پيغام دی.
ښاغلی صدیقی وایی: طالبان د افغانستان خلګو وژنو او خرابی اصلی عامل دی.
د طالبانو رهبر تازه پیغام لکه څنګه چی ریاست جمهوری ویاند غبرګون کې راغلی دی، افغانستان خلګو ته خرابی او جګړی او وژنو نه بغیر بل څه نه دی.
خلګ نه شی کولای چی ملا هبت الله په شان کسانو کارنامه خپل نصب العین قرار ورکړی او کاغذ خطونو سره ژوند وکړی. هغه څه چی په دی برخه کې د خدای او خلګو له لوری، داوری لاندی به قرار ونیول شی، د طالبانو غړو او رهبرانو تګلاری او عمل وی.
طالبانو رهبر پیغام چی یواځي څو ورځی وروسته د کابل خونړیزی برید څخه خپور شو؛ هغه برید چی په هغه کې ۱۴ تنه وژل شوی او نږدی ۱۵۰ تنه ټپیان شوی دی چی اکثره قربانیان یی عادی خلګ او غیری نظامیان دی.
له بل لوری، طالبانو رهبر په داسی حال کې چی د سولې او غیری نظامیانو څخه ملاتړ څخه خبری کوی چی هغه نمایندګان په قطر کې د امریکا سره په افغانستان کې غیر مسلمان او نظامی سلطه هیوادونو په حیث، سولې لپاره مذاکره باندی مصروف دی؛ خو د هغه ډلې جنګی شبه نظامیان او رزمی ځواکونه په کابل او افغانستان نورو سیمو کې د افغان مسلمان غیری نظامیانو او نظامیانو فاجعه باره وژنو باندی مصروف دی.
آیا دا دوه ګونۍ او نفاق رامنځته کوونکې چلند، د قرآن کریم مبارک آیه شریفه اشداء علی الکفار، رحماء بینهم معکوس نه دی چی طالبان په عمل کې رحماء علی الکفار او اشداء بینهم ترسره کوی؟
یو ډله چی محمدی شریعت ادعا کوی او اسلامی حکومت رامنځته کیدو دعوا لری، کوم شرعی او عقلی توجیه په اساس، د عادی او مسلمان اوسیدونکو وژنو باندی اقدام کوی؛ خو خپل په تعبیر سره د اشغالګرانو او کفارو سره په قطر کې سولې باندی مصروف دی؟!
هغه رهبر چی دین داری باندی تظاهر کوی، ځان (ملا) بولی او خپل جګړه د افغانستان خلګو په وړاندی بیګانه اهدافو لپاره جهاد بولی او دینی او شرعی توجیه کوی، باید دا پوښتنې ته ځواب ورکړی چی که حقیقی ملا او مجاهد دی، هغه برید چی یواځي یو ورځ مخکې د هغه اختریز پیغام څخه په کابل کې رامنځته شو څنګه توجیه کوی؟ په هغه برید کې، حتی د یو اشغالګر او کافر پوزه وینه نه شوه. ټول قربانیان، افغانان او مسلمان وو. قربانیانو کې ډير شمیر کوچنیان او ښځی هم وو.
په داسی وضعیت کې، د طالبانو رهبر اختریز پیغام یواځی اسلام غربت او مظلومیت شکاره کوی چی څنګه د اسلام متعالی زده کړی لکه جهاد، د شبه نظامیانو له لوری مسلمانانو وژنو وسیله ګرځيدلی دی او لویو جهانخوار قدرتونو په خدمت کې قرار نیولی دی.
https://avapress.com/vdchxwnzx23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته