خوښ ديک ۰

مشترک پروژه

مشترک پروژه

 
په تیرو کې نیم پيړۍ کې د افغانستان اصلی دغدغه امنیت پاته شوی دی. دا چی اشرف غنی د ۲۰۱۴ کال شرایطو وروسته حنیف اتمر خپل ملی امنیت مشاور په حیث وټاکل، ددی دوو وګړو نږدی توب شکاره کوی.
حنیف اتمر دومره اشرف غنی قدرت ته رسولو کې نقش درلود چی نه یواځي د هیواد ملی امنیت مشاور شو، بلکه د وزیر اکبر خان ملی نشان یی هم ترلاسه کړ. ټوله ددی شاهد وو چی هیواد ټول امنیتی او ناامنی مسایل په یو ډول سره حنیف اتمر مشورو او اشرف غنی پوری اړوند وو؛ د چاودنو څخه د ولایتونو تر سقوط پوری او یا کابینه تصفیه او اردو افسرانو تقاعد.
حنیف اتمر او اشرف غنی د یو بل نه بغیر هیواد اوسنۍ وضعیت ته نه شوای رسولای؛ حتی ویلای شو چی د داکتر عبدالله څخه ډیر چی ځان غنی قدرت شریک بولی، اتمر قدرت درلود.
خو ریاست جمهوری ټاکنو نوم لیکنې په لړ کې په یو غیری منتظره حرکت سره، اتمر د غنی څخه واټن غوره کړ او هغه سیاسی رقیب باندی بدل شو او د زرهاوو تحلیلګرو ذهن د یو پوښتنې سره مخ کړ؛ ولی حنیف اتمر استعفا ورکړ او اشرف غنی ټاکنیز رقیب شو؟
ټوله دا پوښتنې سره مخ وو چی آیا د اتمر او غنی ترمنځ اختلاف نظر د اتمر استعفا لپاره ښه دلیل کیدلای شی؟ آیا اتمر او غنی دومره اختلاف درلود چی اتمر استعفا ته مجبور شو؟ ولی اتمر د ولسمشر غنی همغه واکمنۍ آخیر کال کې استعفا ورکړه؟ ولی دا اختلافات تیرو دری او نیم کلونو کې نه شکاره کېده؟ داسی په نظر رسیږی چی هغه اختلاف نظرونه چی معلوم نه دی د څه شی پر سر وو، د اتمر استعفا اصلی دلیل وی!
د همغه شروع څخه ځینی پوهان په دی باور وو چی اتمر د غنی سوځلۍ مهره نه ده، اتمر د لوبی هغه مهره ده چی قصدآ بغل ته شوی ترڅو لوبه د غنی په ګټه ادامه پیدا کړی، خو وروسته دا پوښتنه وو چی څنګه؟
ځواب دلته دی؛ غنی او عبدالله د یو ۵۰-۵۰ حکومت پر سر توافق ته ورسید چی د څلورو کلونو په مده کې د هیڅ یو ۵۰ سلنه دقیق مقدار معلوم نه شی. د هغه ځایه چی د ریاست جمهوری دوه دوری سنت حامد کرزی باب کړي او مخکې په ګاونډی هیوادونو کې هم مد شوی وو، په ډیر احتمال سره د راتلونکې ټاکنو ګټونکې هم ولسمشر غنی وی. غنی متعصب او تمامیت غوښتونکې روحیه سره چی درلود، په دی څلورو کلونو کې پّ کافی اندازه سره د ۵۰ سلنې واک څخه چی عبدالله عبدالله ته ورکړی وو، رنج او اندیښنه درلود؛ بالخصوص دا چی عبدالله د جمعیت او وحدت دوه ګوندونو نماینده په حکومت کې وو او دا دوه ګوندونه، دوه کاکه عیار د محمد محقق او عطامحمد نور په نامه د ځان سره درلوده چی په یو اشاره یی د افغانستان نیم وګړۍ شورش او اعتراض ته آماده وو.
د محمد محقق سیاست څراغ مړ کیدنه د هزاره وو په زړو کې د عقرب په ۲۰ نیټه د غنی په ګټه تمام شو او عبدالله محبوبیت چی د هزاره وو په رای نسبی او نصفی قدرت ته رسیدلی وو، هزاره وو ترمنځ کم شو. عطامحمد نور هم لومړۍ عبدالله عبدالله په وړاندی ودرول او د هغه ځایه چی نور د عبدالله څخه ډیر خلګو ترڅنګ وو، عبدالله محبوبیت په تاجیکانو کې هم کم شو؛ خو دا ځل غنی لپاره کافی نه وو او نور په حیله او معامله سره چوپ کړ. اوس هم محقق خپل محبوبیت څخه پاته دی او هم نور د غنی سره معامله لپاره او له بل لوری عبدالله په سیاست کې سستی او نور سره مقابله لپاره.
غنی او اتمر چی لوبه یی په لاس کې وه، کولای شوای چی ښه ضربه جمعیت ګوند ته ووهی، خو څنګه کولای شوای تاجیک متفکران او لیکونکې چی په یو غږ سره جمعیت ملاتړ وو، یو بل په وړاندی ودروی؟
اتمر استعفا ورکړه او هزاره وو او تاجیکانو په منځ کې خوشحالی او هیجان موج رامنځته کړه، خو ډير ژیر هغه ځان ولسمشریز ټاکنو ته کاندید کړ. اتمر ماموریت درلود ترڅو جمعیت ګوند د یو بل څخه بېل کړی او بریالی هم شو. هغه دا شایعه وکړه چی امریکا د غنی حکومت داری ډول څخه راضی نه دی او په بل پړاو کې اتمر څخه ملاتړ کوی. شاید د محقق او نور او ځینی نورو جمعیتانو نږدی کیدل و اتمر ته هم همدی مسئلی له امله وو. عبدالله هم د څلورم ځل لپاره ریاست جمهوری نوماند شو. تاجیک متفکران چی حکومت منتقدینو څخه وو، ځینی عبدالله تر شا ودریده، ځینی نور شاته ودریده او ځینی نور هم لطیف پدرام او امرالله صالح سره ودریده.
په دی خبرو کې غنی په راحته زړه جمعیت ګوند د ټاکنیز تکت څخه وایستل، دانش د خلیلی څخه بیل کړ او صالح د خلګو د زړه څخه وایستل او خپل ټاکنیز شریک کړ.
اوس منځته راغلی وضعیت کې هم د پوهانو په باور دری احتمال شته:
-یا غنی ګټونکې دی چی خپل بیل شوی مهره یعنی اتمر به بېرته د ځان سره ولری؛
-یا اتمر ګټونکې دی چی غنی خپل پخوانۍ یار د ځان سره به په قدرت ورسوی؛
-یا هم بیا هم ۵۰-۵۰ سلنې جنجال رامنځته کیږی او دواړه ملی وحدت حکومت جوړوی او بیا دواړه د یو بل سره قدرت کې پاته کیږی.
په درو سرو احتمال کې، جمعیت او وحدت ګوند لیری پاتیږی او دا غنی او اتمر( په ظاهر کې دوه ټیم خو په حقیقت کې یو ټیم) دی چی لوبی ګټونکی کیدل. په حقیقت کې د اتمر استعفا د غنی سیاست ماتې په معنی نه وو، بلکه استعفا خپله د غنی سیاسی لوبی یو پازل څخه وو.
د همغه لومړۍ څخه معلوم وو چی د محقق او عطامحمد نور احساسی او تند روحیه د اتمر مرموز اخلاق سره سازګار نه دی او دا ترکیب منطقی په نظر نه رسیده؛ ګویا د نور او محقق بېلول د عبدالله ټیم څخه د اتمر په واسطه، هغه نقشه وو چی خپله ارګ کې د اشرف غنی په ګټه برنامه ریزی شوی وو.
خو اوس د وخت په تیریدو سره، ټاکنو ته نه رسیدلی، نتیجه مشخص شو. د غنی بریالی پروژه ډیر ژیر عملی شوه او غنی او اتمر ونه سیاسی پوهانو توقع څخه مخکې ثمر ته ورسیده.
اتمر د لومړۍ وزیر پست قرار ورکولو سره چی د ښآغلی نور په وینا، د لومړۍ څخه تصویب او فیصله شو یوو، د اختلاف په اظهارولو سره ډير ساده توګه ددی مجموعه قطار د حرکت نه مخکې مقصد ته ورسول. اوس که کوم سوله د طالبانو سره ونه شی، قانونی او نور خپل تیکیت به د جمعیت څخه ولری او په یو ډول سره د هغوی په بدنه کې ځآی ولری، خو یوآځينی سر چی بی کلاه پاتیږی، محمد محقق به وی چی افغانستان سیاست برخه کې د کلونو تجربو مدعی دی.
 
سی شنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود: 189970 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *