دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 190066
امریکا او طالبانو سولې لاسته راوړنې؛ وتنه که اوربند؟

 
په دی کې کوم شک نشته چی امریکا او طالبانو مذاکرات، حساس مراحل کې دی او شاید په راتلونکې ورځو کې د هغوی ترمنځ یو جامع تړون امضا کیدو شاهد واوسو؛ خو هغه څه چی په حاضر حال کې جریان لری د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو توپیر دی.
امریکایان په اخیرو ورځو کې ډير ځلې ټينګار وکړ چی د هغوی اصلی مقصد د افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتل نه دی؛ بلکه مقصد یی د جګړی پای او اوربند دی چی وتل هم کیدلای شی ورسره وی.
امریکا او ناتو سیاسی او نظامی بیلابیل چارواکې هم اعلان کړ چی افغانستان څخه وتل، ددی هیواد امنیتی وضعیت او شرایطو پوری اړوند دی او دا امر لزومآ د طالبانو سره سولې توافق یو برخه نه شی کیدلای.
په دی اساس، د امریکایانو اصلی مقصد د طالبانو سره مذاکره کې، د اوربند رامنځته کیدل او د جګړی څخه هغه ډلې لاس اخیستل دی؛ په داسی توګه چی هیڅ کوم خطر او ګواښ د خارجی ځواکونو حضور او سلطه په وړاندی رامنځته نه کړی او افغانستان سیمه کې غرب هژمونیک پروژو پر لاره کوم خنډ رامنځته نه کړی.
له بل لوری طالبان وایی چی اوربند یواځي هغه وخت به رامنځته شی چی خارجی ځواکونه په پوره توګه د افغانستان څخه ووځی.
د طالبانو مقصد ددی مخکنۍ شرط څخه واضح ده. هغوی نه غواړی د یو ماته خوړلۍ ډلې په حیث، د سولې قبلولو ته مجبوره شی. طالبان غواړی د هر ډول اوربند مخکنۍ شرط، د خارجی ځواکونو پوره وتنه وی ترڅو هغه صورت کې هغوی ادعا وکړی چی د جګړی بریالی دی او په اساس یی، خپل ټول نظر وړ امتیازات د سولې څخه لاسته راوړی.
البته په دی برخه کې، تر یو حده حق د طالبانو سره دی؛ ځکه هغوی د قدرت موضع څخه پوره، مذاکره کوی. هیڅوک هغوی مذاکره ته مجبور کړی نه دی. هغه سوله چی په اړه یی خبری کیږی هم د هغه جګړی سره چی هیواد کې روان دی، کوم توپیر نه لری. طالبان څه وجنګیږی او څه سوله وکړی، د بریالیتوب او فتح لپاره مبارزه کوی.
د امریکا سولې مذاکراتو په اړه هم هیڅ باور شتون نه لری؛ ځکه امریکایان په تیرو کې ډیر ځلې، شکاره کړی دی چی متعهد او صادق مذاکره کوونکې نه دی. د هغوی مقصد د مذاکره څخه، یواځي د مقابل لوری تیر ایستل دی ترڅو په لږ لګښت سره، ډیر امتیاز ترلاسه کړی او په مقابل کې، دشمن ته هیڅ ارزښتناکه امتیاز ورنه کړی؛ هغه څه چی مخکې د ایران سره اتمی تړون په اړه ولیدل شوه او همدا اوس همدا لوبه د شمالی کوریا سره مخته وړی.
د طالبانو سره مذاکره کې هم داسی په نظر رسیږی چی امریکا د افغانستان څخه وتلو په نسبت پوره تعهد سره خبری نه کوی؛ بلکه هره ورځ تازه موضع ګیریو سره وضعیت نور هم پیچلی کوی.
په دی منځ کې، یو مهم نکته شتون لری او هغه داچی ترڅو افغانستان کې خارجی نظامیانو حضور وی، حتی که په نهایت کې امریکا او طالبانو سولې نهایی او جامع تړون ته لاره ومومی، کوم سوله به برقراره نه شی او جګړه به همداسی ادامه ولری؛ ځکه د ۱۸ کالو راهیسی، د بحران او ناامنی او جګړی او بی ثباتی او رشد او تروریزم پراختیا اصلی عامل افغانستان کې خارجی نظامیانو سلطه او حضور دی. دا کار، افغانستان کې د بین المللی تروریستانو حضور لپاره ښه محرک دی. بناپردی، حتی طالبانو خلع سلاح کیدل هم نه شی کولای جګړه پای ته ورسوی؛ مګر هغه وخت چی امریکا په پوره توګه افغانستان څخه ووځی او هیواد امنیتی او سیاسی برخلیک خلګو ته پریږدی.
 
https://avapress.com/vdch-vnz-23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته