دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 190449

 
د امریکا دفاع وزارت خاص څیړونکې(پنتاګون) ویلی دی چی داعش جنګیدونکې په افغانستان کې د طالبانو ځای نیولي او څو اخیرو میاشتو کې هغوی شمیر په دی هیواد کې ډير شوی دی.

پنتاګون ویلی دی چی اوس افغانستان کې لوی ګواښ، د داعش جنګیدونکې ډیریدل او حضور دی.

ددی ګزارشونو په اساس افغانستان کې د تروریستی ډلو په وړاندی نظامی عملیاتونو ډیریدو سربیره، داعش ځواکونه توانیدلی چی په څو اخیرو میاشتو کې په دی هیواد کې سیمه ییز او خارجی ځواکونو استخدام ټولونې کې لاسته راوړنه ولری.

امریکا اردو په افغانستان کې د داعش ځواکونو شمیر نږدی ۲۰۰۰ بولی؛ خو افغانستان ځینی چارواکې ددی ځواکونو شمیر ډير بولی.
مخکې له دی افغانستان لپاره د امریکا خاص بازرس(سیګار) په یو ګزارش کې ویلی وو چی که څه هم طالبان او امریکا سولې تړون ته په افغانستان کې ورسیږی، تاوتریخوالی به په دی هیواد کې کم نه ی. سیګار هم داعش یو جدی ګواښ افغانستان لپاره بللی دی.

نظامی مسایلو کارپوهان وایی چی هغه څه چی د بېلابیلو چارواکو له لوری د داعش شمیر ډيریدو په اړه په افغانستان کې مطرح کیږی، یواځي یو جدی خبرداری نه دی؛ بلکه د طالبانو پرځای د داعش ځایناستی کیدو لپاره د عامه افکارو لپاره یو ذهنیت جوړونه ده.
دا د افغانستان راتلونکې لپاره امریکا امنیتی برنامی یو برخه ده. بیله هغه، دابه ډیر مضحک خبره وی چی امریکایی او خارجی زرهاوو ځواکونو حضور سربیره، امریکایی او هغه هیواد دفاع وزارت چارواکې اعتراف وکړی چی داعش په افغانستان کې پياوړۍ شوی دی.

داعش بیله شکه، پیاوړۍ شوی دی؛ بلکه یو وارداتی او تحمیلی پروژه د خارج څخه دی. بناپردی داعش پیاوړۍ کړی دی. داچی کوم هیوادونه دا امکان داعش لپاره برابر کړی دی، هغه پوښتنه ده چی باید د امریکا څخه وپوښتل شی؛ ځکه افغانستان د هغه هیواد په اشغال کی دی او هغوی همراهی او ملاتړ نه بغیر د یو بیګانه تروریستی ډلې لپاره دومره پرمختګ غیری ممکن دی.

په دی توګه، هغه وخت چی امریکا دفاع وزارت وایی چی داعش په افغانستان کې پیاوړۍ شوی دی، په دی معنی دی چی هغوی دا ډله پیاوړۍ کړی دی. هغه وخت چی پنتاګون دا ادعا کوی چی داعش د افغانستان امنیت لپاره ترټولو لوی خطر دی، دا په دی معنی دی چی افغانستان باندی مسلط غربی قدرتونو اراده دا ده چی د طالبانو وروسته، داعش ترټولو لوی ګواښ د افغانستان امنیت لپاره وی ترڅو د سولې وروسته وکولای شی خپل هژمونیک قیمومیت او سلطه چتر افغانستان باندی پراخه کړی.

په دی حال کې، امریکا اوس هم نه غواړی چی داعش خطر په افغانستا کې دومره غټ شکاره کړی چی تروریزم په وړادی متحده ایالاتو نوی جګړی ته اړتیا وی. په همدی دلیل، هغوی سربیره پردی چی پوهیږی چی داعش ځواکونو شمیر په افغانستان کې زرهاوو تنو ته رسیږی؛ خو قصدآ هغه ۲۰۰۰ څخه کم اعلانوی ترڅو په دی توګه، دا شکاره کړی چی دا ته اړتیا نشته چی داعش په وړاندی عملآ ډګر ته ووځی!

دا په داسی حال کې دی چی د سیمی امنیتی او استخباراتی سرچینو اطلاعاتو په اساس لکه روسیه، داعش په افغانستان کې نږدی ۳۰ زره سرتیری لری او په سرعت سره د ځواک جذب په حال کې دی.

بیله شکه، امریکا سوله طالبانو سره به دا پروسه نوره هم پیاوړۍ کړی؛ ځکه پیش بینی کیږی چی جګړه غوښتونکې، افراطی او تندرو عناصر د طالبانو څخه هم داعش تروریستی شبکه ته به جذب شی.
 
https://avapress.com/vdcc0xqso2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته