دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 192473
خلیلزاد او طالبان ولې په یوه وخت پاکستان ته تللی؟
خلیلزاد او طالبان ولې په یوه وخت پاکستان ته تللی؟
امریکا له طالبانو سره قطر او اماراتو کې ۹ پړاوه مذاکرات ترسره کړل، دې مذاکراتو شاوخوا یو کال  وخت ونیوه، خبره خو تر دې ورسېده چې د یوې پټې معاملې هوکړې لاسلیک ته میاشتې او کلونه نه، بلکې څو ساعته پاتې وو، اما د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ هر څه له منځه لاړل او معامله هم را برسېره شوه.
د هوکړې لاسلیک دومره نږدې شوی و چې چین، روسیې او ایران یې د ضمانت ټټر هم وهلی و، خو پاکستان د قطر مذاکراتو له پیله ځان له دې امله غلی نیولی و چې ګواکې دی بېطرفه دی او د مذاکراتو په ګړندیتوب او سستوب هېڅ رول نه لری، فقط یوه خبره یې تل تکراروله چې د مذاکراتو له پیل سره مونږ مرسته کړې او دا همکاری زیاته ګټوره ده، په همدې اساس یې امریکا ته د ځان صادق ښودلو لپاره ملا برادر هم خوشې کړی،  هغه ملا برادر چې سم د لاسه د مذاکراتی پلاوی مشر وټاکل شو او بشپړ صلاحیت ورکړل شو.
له امریکا سره د طالبانو د توافق بدل کې پاکستان له واشنګټن میلیونونه ډالر وهل، دې پیسو کې خلیلزاد مستقیم ښکېل و، کله چې د افغان سولې په تړاو د امریکا اداره کې اختلافات رامخ ته شول او ځینې معاملې بربنډې شوې، امریکا سم د لاسه مذاکرات ودرول، دا هغه څه و چې پر پاکستان یې نېغ په نېغه  تاثیر وکړ، هم خلیلزاد د دوو پیسو شو هم پاکستان. که څه هم پاکستان د مذاکراتو جریان کې ځان بېطرفه نیولی و، خو کله چې مذاکرات ودرول شول او خپلې تر لاسه کېدونکې ګټې یې له خطر سره مخ شوې، د ګټو تر لاسه کولو لپاره یې یو ځل بیا د مذاکراتو د بیا پیل هڅې پیل کړې، همدې جریان کې عمران خان دوه ځله له ټرمپ سره خبرې وکړې چې مذاکرات بیا پیل کړی، خو ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ. د قطر مذاکراتو په څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم او نهم پړاو خبرو کې نا تایید
شوی راپورونه دا و چې د پاکستان د استخباراتی ادارې آس اېس آی لوړ پوړی چاوراکی د طالبانو تر څنګ ناست وی او په  غیر مستقیم ډول د طالبانو پر مټ مذاکرات رهبری کوی، مذاکرات فوق العاده د پاکستان په خوښه روان وو. وروسته وروسته دا نا تایید شوی راپورونه په حقیقت بدل شول، ښکاره بېلګه یې دا وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، که چېرې مذاکرات بیا پیل نه شی، نو د افغانستان وضعیت به سخت ترینګلی شی. پاکستان له روسیې، چین او ایران سره ښې اړیکې لری، دا چې د مذاکراتو طبیعتوب وښیی نو سم د لاسه یې طالبانو ته وویل چې تاسو همدې هېوادونو ته خپل سفر پیل کړئ چې امریکا اړ شی تر څو مذاکرات بیا پیل کړی، همغسې  وشول. خلیلزاد هم په دې خبر و چې د قطر مذاکراتو تر شاه د پاکستان استازی ناست دی او طالبان یې یوازې د لاسه اله ده. خلیلزاد د نړیوالو له شرمه نه شو کولای چې د مذاکراتو بیا پیل لپاره قطر ته ولاړ شی، ځکه خو یې دا ځل پیل له پاکستان وکړ او طالبان یې هم هلته ور وغوښتل، طالبان به یوازې هلته کتل کوی، خلیلزاد مستقیم له جې اچ کیو سره په مذاکراتو اخته دی، ممکن نور امتیازات هم ورسره ومنی.
اوس څرګنده شوه چې د مذاکراتو تر شا د پاکستان لاس دی، ځکه خو یې په یوه وخت طالبان او خلیلزاد خپل هېواد ته ور وغوښتل.
پاکستان کې د مذاکراتو د پیل او هلته د طالبانو سفر یو بل هدف دا هم دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې کم رنګه کړی، ممکن مذاکرات د ټاکنو پر پایلو سل سلنه منفی آغېز ونه لری، خو دا امکان شته چې ۵۰ سلنه به دا پایلې زیانمنوی.
د پاکستان په سفر کې خلیلزاد سره یواځې نه دی، نور امریکایی ډیپلماټان هم ورسره دی او پاکستان به همدوی ته دا لابی کوی چې د افغانستان جګړه نظامی حل نه لری او تاسو اړ یاست چې له طالبانو سره سیاسی خبرو ته کېنئ، هغه خبرې چې ۸۰ سلنه امتیاز او ګټه یې یوازې اسلام آباد ته رسېږی.
https://avapress.com/vdcbz5b8frhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته