دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 192548
زابلیانو دولایتي ادارې او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ وښوود
امنیتي ځواکونو دبریالیو ټاکنو په ترسره کیدو کي دښمن ته سخته ماته ورکړه. دا ولسي غونډه دزابل په بادام ګل ماڼۍ کي جوړه سوې وه چي پکښي دچارواکو ترڅنګ دیني عالمانو، مېرمنو، ځوانانو او ددې ولایت لسګونو اوسېدونکو ګډون کړي و.
دوئ وویل چي امنیتي ځواکونو په خورا میړاني سره دخلکو او ملي پروسو ساتنه کړې.
دزابل والي او نورو ویناوالو وویل چي امنیتي ځواکونو دبریالیو ټاکنو په ترسره کیدو کي دښمن ته سخته ماته ورکړه.
دا ولسي غونډه دزابل په بادام ګل ماڼۍ کي جوړه سوې وه چي پکښي دچارواکو ترڅنګ دیني عالمانو، مېرمنو، ځوانانو او ددې ولایت لسګونو اوسېدونکو ګډون کړي و.
په جوړه سوې غونډه کي ددې ولایت اوسېدونکو وویل چي امنیتي ځواکونو په ډېره مېړانه سره یې هر وخت ددې ولایت دامنیت ساتنه کړې، او یوځلي بیا خپله وړتیا وښوده اوددې ولایت اوسېدونکي د امن په فضاء درایو ورکولو صندوقونو ته ولاړل او خپله رایه یې وکارول
دوئ د ولسونو په یووالي ټینګار وکړ، ترڅو دپردیو دسیسو ښکار نسي او دهیواد دابادۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
دولسمشر سیاسي سلاکار محمد داؤد ګلزار وویل چي امنیتي ځواکونو دټاکنو دامنیت په نیولو او ددې پروسې دبریالۍ کیدو په پار دښمن ته پرمخ درنه څپیړه ورکړه او ولسونو ته یې ددې زمنیه برابره کړه چې دامن په فضاء کې خپله رایه وکاروي.
ښاغلي ګلزار زیاته کړه چي ددې ولایت ولسونو دنظام لپاره یې قربانۍ ورکړي او دا خاوره یې ساتلې.
دزابل والي رحمت الله یارمل وویل چې ولسونو امنیتي ځواکونو ته دنجات دفرشتو لقب ورکړی او هر وخت یې ورڅخه خپل ملاتړ ښودلی دی.
ښاغلي یارمل زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو دهیواد او خاروي په کلکه دفاع او ساتنه کړې او دغه راز یې دملي پروسې ټاکنو امنیت یې په ښه ډول نیولی او ددې ولایت اوسیدونکو په ټاکنو کې په خپل ګډون سره دا پروسه بریالۍ کړه.
والي ددې ولایت د ولایتي روغتون برید په اشارې سره وویل چې دښمن خپله اصلي څېره ولسونو ته وښودل چې په هیڅ حالت کي یې ارام نه پریږدي، نو پکار ده چې ولسونه هم دشته نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل ترڅو چې یو امنیتي سرتیری هم په دې ولایت کې وي حالات به بدلون ونکړي او ولسونه به ارامه ژوند ولري.
دزابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتیر دټولو امنیتي ځواکونو په استازولۍ دزابلي ولسونه څخه مننه وکړه چې دخپل امنیتي ځواکونو ملاتړ او ستاینه کوي.
سرتیر ژمنه وکړه چې ددې ولایت دامن کیدو لپاره به امنیتي ځواکونه پوره هلي ځلي وکړي او دښمن ته به ددې اجازه ورنکړي چې دخلکو ارامه ژوند نا ارامه کړي.
په زابل کي په داسي حال کي دټاکنو دامنیت په خاطر امنیتي ځواکونه ستایل کیږي چې دټاکنو ریاست دمعلوماتو له مخي پدې ولایت کي اتلس زره رایې کارول سوي.
https://avapress.com/vdceew8zvjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته