دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 192602
د طالبانو پلاوي کې ولې عباس ستانکزی نشته؟
د طالبانو پلاوي کې ولې عباس ستانکزی نشته؟ د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی چې شیرمحمد عباس ستانکزی پکې کلیدي غړی دی د پآکستان په سفر کې له پلاوي سره نشته. د دې څو لاملونه دي چې عباس ستانکزی پلاوي کې نشته.
د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی چې شیرمحمد عباس ستانکزی پکې کلیدي غړی دی د پآکستان په سفر کې له پلاوي سره نشته.
د دې څو لاملونه دي چې عباس ستانکزی پلاوي کې نشته.
۱ د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې د ستانکزي رول ډیر و او د دې خبرو په جزیاتو جنګي طالبان نه و خبر چې امریکا بیا لغوه اعلان کړې.
۲ د طالبانو جنګي قومندانان د عباس ستانکزي له رول څخه راضي نه دي، ځکه عباس ستانکزی په مستقیم ډول ای ایس ای ته جاسوسي کوي.
۳ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په جریان کې هر ځل ستانکزي له پآکستان سره پټ مالومات شریک کړي چې نباید شریک شوی وی.
۴ هغه غوښتنې او وړاندیزونه چې د کویټې شورا او جنګي طالبانو سیاسي دفتر ته استولي و چې د خبرو پر مهال پرې بحث وکړي، عباس ستانکزي بابیزه نیولي او هیڅ ارزښت یې نه دی ورکړی.
۵ د ملي پوځ او پولیسو په تړاو د عباس ستانکزي له څرګندونو سره ډير طالبان غوصه و چې ولې یې دا ډول خپلسرې څرګندونې کړي دی.
۶ عباس ستانکزی او ملا عبدالغني برادر سره وران دي، ځکه د برادر له خوشې کیدو سره یو ځای د عباس ستانکزي رول کم شوی دی.
۷ عباس ستانکزي له پآکستان څخه د سفر پرمهال پورتکول غوښته خو پآکستان ویلي چې هیڅ ډول پروتوکول ورکولو ته حاضر نه دي.
۸ پاکستان له خوا د پرتوکول نه ورکولو باندې نورو طالب مشرانو هم اعتراض کړی و، خو دا چې د ملا برادر او نورو طالب مشرانو کورنۍ له پاکستان سره یرغمل دي، نو مجبورا یې دا سفر کړی دی.
نو دا ډله چې ۲۰۰۱ کال کې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د جګړې لپاره راپورته کړه، له ټولو یې تضمینونه اخیستي او یا یې کورنۍ
ورته یرغمل کړي، ځینې طالب مشران خو ان له ای ایس ای سره بلک میل دي او داسې ثبوتونه او اسناد او شواهد یې پرې پيدا کړی چې هيڅکله به د پآکستان له ګټو تېر نه شي.
له امریکا سره چې کله د طالبانو خبرې لغوه شوې د سیاسي دفتر او کویټې شورا ترمنځ جدي اخلافات راپورته شوي دي، سیاسي دفتر په کویټې شورا غوصه شوی چې ولې یې د کابل شش درک سیمه کې پر امریکايي ځواکونو برید وکړ.
دا برید د دې لامل شو چې د ۹ میاشتو خبرې بې پایلې شي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پروسه بیخي لغوه اعلان کړه.
سیاسي دفتر کویټې شورا ته لارښوونه کړې وه چې د خبرو په جریان کې به هیڅ ډول برید امریکايي ځواکونو باندې نه کوي، خو د کویټې شورا دا کار وکړ، سیاسي دفتر جنګي طالبانو ته ویلي و چې پر افغان ځواکونو او افغانانو بریدونو ته دوام ورکړي او هیڅ بهرني باندې به برید نه کوي.
خو دا چې سیاسي دفتر د جنګي طالبانو او کویټې شورا وړاندیزونه د خبرو پر مهال په پام کې نه و نیولي او دا خبرې یې د طالبانو په زیان ګڼلې نو د همدې لپآره یې پر امریکايانو برید وکړ چې بالاخره دا خبرې لغوه شوې.
پاکستان ته د طالبانو، خلیلزاد او د امریکا د کانګرس د استازو سفر تصادف نه دی، امریکا ته د عمران خان له سفر وروسته همداسې تنظیم شوې، پاکستان به طالبان مجبور کړي چې د شش درک د برید بښنه له امریکا وغواړي چې خبرې بیا پيل شي.
د دې سفر پرمهال به طالبان له پآکستاني لوري سره مشورې وکړي چې راتلونکي لپآره به د طالبانو لپاره کوم مشر موثر وی چې د ملا هیبت الله پر ځای یې وګماري، ملا هیبت الله د کویټې په یو جومات کې د ځآنمرګي برید پرمهال ټپي شوی و او د پاکستان په یو پوځي روغتون کې یې سا ورکړې ده.
https://avapress.com/vdcfx0dy0w6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته