دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 192603
د نجات فرښتې
ځینو مسافرو په وخت باندې خپلو مینو او منزلونو ته ستانه شول، خو ځینې نور بیا په دې تمه چې لار به خوشې شي، پاتې شول او تر سهاره یې انتظار وویست.
د پنجشنبې ماښام باندې سختو بارانونو له کبله د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار سیلابونه راووتل او د غره ښویدنې له کبله وريښمن تنګي کې سړک بند شو او سلګونه موټر چې زرګونه مسافر پکې و بند پاتې شول.
ځینو مسافرو په وخت باندې خپلو مینو او منزلونو ته ستانه شول، خو ځینې نور بیا په دې تمه چې لار به خوشې شي، پاتې شول او تر سهاره یې انتظار وویست.
هغه سیمه چې لار پکې تړل شوې وه، نږدې شاوخوا یې دوکانونه او بازار نه و چې خلکو خواړه رانیولی وی، هلته نږدې دوکانونو کې د خوراک لومړني توکي خلاص شوي و او خلک حیران و چې څه وکړي.
لارې بندیدو به دومره دوام نه وی کړی، خو دا چې ځینو موټر چلوونکو بې احتیاطي او بیړه کړې وه، لار یې تړلې وه او د ملي اردو سرتېرو ته چانس نه و چې په وخت سړک پرانیزي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو سرتېري او مسوولین سیمې ته رسیدلي، تر څو چې سیلاب ختمیده، لومړی یې خلکو ته د خوړو غم وخوړ او هغه کسان چې له سختي لوږې سره مخ و، چاره یې وشوه.
د ملي اردو او ټرانسپورټ وزارت په ګډه نن د ورځې په اوږدو کې له سړک تیږې او خاورې لیرې کړې او لار یې د خلکو پرمخ پرانیسته.
هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښکاري چې سرتېري په هر موټر ګرځي او خلکو ته خواړه رسوي.
سرتېري د هېواد او خلکو د ساتنې تر څنګ دا هم خپل مسوولیت بولي چې هر ځای یې وطنوال سخته کې وي، ورسره مرسته وکړي.
د سرتېرو دا اقدام چې خلکو ته یې د لارې د پرانیستو تر څنګ ډوډۍ یا خواړه ویشلي، د خلکو له زیات هر کلي سره مخ ده.
د لارې بندیدو به دومره وخت نه وی نیولی، په وخت به سرتېرو خوشې کړی وی، خو دا چې هغه ځای ته د لوډر، بیلدوزر رسید د موټرو د ګڼې ګوڼې له کبله سخت و، ځکه د لارې خلاصیدو هم وخت نیولی دی.
سرتېري د دې خاورې دي، د دې خلکو لپاره شپه او ورځ کار کوي چې خلک ارام ژوند وکړي، خو له بده مرغه چې سرتېرو مقابل کې یو بل افغان چې د پردیو د ګټو لپاره یې وسله اخیستې د همدې سرتېرو پرضد جګړه کوي.
سرتېري د دې خاورې هر بچې ته خپل خدمات وړاندې کوي، د سر او وینی به بدل کې سنګر کې پراته دي چې بیا ترهګرو ته چانس ور نه کړي چې د حرام منډيي دلالان پرې حاکمان شي.
تاسو په خپلو سرتېرو باور ولرئ، سرتېري به بیا هیڅکله اجازه ور نه کړي چې زموږ د سرنوشت حکمونه له اسلام اباد او لاهور ورکول شي.
طالبان او نورې ترهګرې ډلې د همدې لپاره افغانستان کې جګړه کوي چې یو ځل بیا د پاکستان ګټې کابل کې خوندي شي او افغانان خپل سرنوشت په خپله ونه ټاکي.
په خپلو سرتېرو باور ولرئ، ملاتړ یې وکړئ، چې تاسو ته ارام ژوند برابر کړي او ترهګرو له هر ظلم او ستم مو وساتي.
https://avapress.com/vdcgzx9qwak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته