دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 192754
ملابرادر څنګه مهم او ملاهبت الله تر ټپي کيدو وروسته ساه ورکړه« نوې لوبه خو بيخونده پای»
د طالبانو تر منځ تر بل هر وخت ستونزې ډيرې شوي دي، بدي داده چې مخکې به ستونزې پټې پاتې کيدې خو اوس ډيرې ژر د باندې راوزي، ددې لامل د ملامحمدعمرمجاهد له پټ مرګه را شروع شو ځکه د طالبانو پخواني مشر مولوي اخترمحمد منصور درې کاله د نوموړي مړينه پټه کړه او په دریو کلونو کې يي ډير تمرکز پر دې وو چې له مالي پلوه د يو مشر نه بلکه د یو فرد په توګه په پښو ودريږي.
د طالبانو تر منځ تر بل هر وخت ستونزې ډيرې شوي دي، بدي داده چې مخکې به ستونزې پټې پاتې کيدې خو اوس ډيرې ژر د باندې راوزي، ددې لامل د ملامحمدعمرمجاهد له پټ مرګه را شروع شو ځکه د طالبانو پخواني مشر مولوي اخترمحمد منصور درې کاله د نوموړي مړينه پټه کړه او په دریو کلونو کې يي ډير تمرکز پر دې وو چې له مالي پلوه د يو مشر نه بلکه د یو فرد په توګه په پښو ودريږي.
په هلمند کې يي تقریبا درې سوه د نشه يي توکو د پروسس فابریکې فعالې کړې، د مولوي امیرخان متقي ورور حاجي سردار يي له کوټه میشتي سیاستوال جعفرخان مندوخيل سره د رخام ډبرو او نورو قیمتي ډبرو په قاچاق او لوټ تالان کې شریک کړ.
د ملامحمد رسول آخوند او منصوردادالله له بغاوت سره سم منصور دوی سخت وځپل، د دادالله کورنۍ قتل عام شوه، په هلمند کې ځمکې اوله پلاره ورته پاتې باغونه او څړځايونه يي ضبط او په نورو و ويشل شول او د ملارسول ډلې له مرسیتال منان نیازي پرته د دوی اکثریت مشران ترور شول.
د مولوي يعقوب وضعيت هم خراب وو خو دومره نه وو لکه نن چې په پاکستان کې د ننه تبعيدي ژوند کوي او ده ته نيږدې کسان يو يو له صحنې لرې کيږی.
د دوحې په دفتر کې د طالبانو د حقاني شبکې، کوټې شورا،پيښور شورا او سياسي برخې د استازو تر څنګ د آی اس آی استازي هم فعال دي خو له هغه وخته چې ددې دفترپخواني مشر سيد طيب آغا استعفا ته اړ ويستل شو ددې دفتر واګي هم تدريجي پاکستان ته په لاس ورغلل.
د پاکستان نیت دا وو چې ددې دفتر هره پریکړه باید د اسلام آبادپه خوښه وي، شيرمحمدعباس ستانکزی چې له پاکستان سره د اوږدې پټې دوستۍ سابقه لري، لور يي د ای اس ای جنرال ته ناسته ده او په دوبۍ کې کاروبار لري په اوایلو کې پاکستان ته ډير مطلوب وو خو وروسته تر دې چې پوی شول چې عباس ستانکزی هم په ځينو مواردو کې احتياط کوي په یو ځلي بڼه يي ملاعبدالغني برادر خوشې او بیا يي دوحې ته ولیږه.
د ملابرادر دوحې ته استول هم آسانه نه وو او ان د زندان کيسه يي هم په کوټه کې ډيرو طالب مشرانو ته دسیسه ښکاري ځکه چې کورنۍ يي اوس په پاکستان کې پټه ساتل شوې او ډير طالب مشران په دې نه پوهيږي چې د نوموړي کورنۍ چیرته ده خو دا چې کورنۍ پټه ساتل شوې، برمته شوې او له نوموړي پټې ويډيوګانې اخیستل شوي دي چې د پآکستان د اوامرو د نه منل کيدو په صورت کې به يي له کورنۍ سره بد وضعيت شي تر عباس ستانکزی اوس پاکستان ته نوموړی ډير مهم دی.
بله مهمه خبره داده چې په کوټه کې د شوې چاودنې په پايله کې د ملاهبت الله په ګډون ډير طالب مشران وژل شوي او ټپيآن شوي وو خو هبت الله آخوند ته نيږدې کسان وايي چې د هغه وضعيت ډير خراب نه وو بلکه تر ټپي کيدو دوه درې ورځې وروسته هم دوی ولید او له بد وضعيته وتلی وو خو کله چې په کابل کې بریدونه ډير شول، امریکایان په غصه شول او له امریکا سره نهه پړاوه خبرې سبوتاژ شوې د ملاهبت الله د مرګ خبره پاکستان را و ويسته او يو ډول يي تاييد کړه چې هغه نور نشته ان تر دې چې مړۍ يي کورنۍ ته هم ورنکول شو.
اوس په پآکستان کې هغه عزت چې ملابرادر ته ورکول شو، هغه جلسې چې نوموړي د آی اس ای د رئيس په ګډون د پاکستان د پوځ له مهمو کسانو سره يي وکړې داسې ښکاري چې پاکستان دا ځلې د طالبانو د روان وضعيت د بدلون لپاره جدي پلان لري.
خو دا بدلون ډير آسانه نه دی ځکه د ملاعمر زوی مولوي يعقوب ته نيږدې کسان د مولوی اخترمحمد د پلویانو ترڅنګ په شدت سره هڅه کوي چې د دوحې د دفتر د ځينو پريکړو د سبوتاژ لپاره عملا لاس په کار شي چې په کابل کې بریدونه او د ټرامپ غصه کول يي عملي بیلګې دي.
پاکستانيانو د نوې لوبې په لړ کې هڅې پيل کړي چې د طالبانو په دې شته تشکيلاتو کې ډير زیات تغیرات راولی او هغه طالبان چې د دوی هغه جنګي ماشين ته چې ملابرادر ته ژمن نه دي له دندو لرې او بیا يي يا ترور او یا يي کوردينات امریکا ته ورکړي… پيل يي د کابل له والي قاري بريال څخه وشو، قاري بریال په کابل کې د ډيرو مهمو بریدونو طراح وو او ملابرادر او ګروپ يي فکر کوي چې د خبرو د سبوتاژ لپاره قاري بریال ته ورکول شوې قومندې د دوی پر ضد وې نو ځکه خو يي د حقاني شبکې قاري جبار والي او قاري بریال پاکستان ته ور وباله.
خو وروستۍ ستونزې به یوازې په افغانستان کې پر جګړه بوخت طالب مشران متاثر نکړي بلکه شونې ده د قطر په دفتر کې هم انشعاب رامنځ ته شي ځکه ملابرادر په شدت سره کار پيل کړی دی چې منصور، ملاعمر او هبت الله ته نيږدې کسان له دې دفتره څنډې ته کړي، اول ګذار يي پر مولوي زاهد احمدزي وکړ… نوموړی د ملاعمر کورنۍ او خصوصا مولوي يعقوب ته ډير ژمن او د لرې شوي طالب مشر طيب آغا نيږدې کس وو کله هم چې طيب آغا د قطر له دفتر سره لاره جدا کړه یوازنی کس چې ناڅه يي د ملاعمر کورنۍ ته خیر رسیده مولوی زاهد وو خو اوس نوموړی دومره بې صلاحیته شوی دی چې حتی عادي خبره يي هم نه اوریدل کيږی.
پاکستان چې هره لوبه کوي که يو لوری ته افغان حکومت ته خبرداری ورکول غواړي بل لوري ته د طالبانو دې شته جوړښت ته هم دا پيغام رسول غواړي چې اول خو سوله نشته او که سوله وي ګټه يي تر افغانستانه باید پاکستان ته ډيره وي.
په هر حال په پآکستان کې روانې پټې خبرې، دملابرادر لپاره ګمارل شوي لسګونو پوځي موټرونه او د آی اس ای د رئيس له مانا دارو خنداوو داسې ښکاري چې په کوټه کې د آی اس آی د دولسم رياست رئيس کرنيل بلال به په نيږدې ورځو کې يو زيات شمېر طالب مشران له تیغه تیر کړي او د هبت الله د ځای ناستي پر ځای به په مبهم ډول د ملابرادر په سمبوليک ریاست کې طالبانو ته بل مسير ورکړي چې دا مسير به يي د طالبانو ددې شته پروژې د بيخونده پای لامل شي.
https://avapress.com/vdcdkx0foyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته