کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښې او معیارې لیکنې ۷ مهارتونه

18 میزان 1398 ساعت 17:58

د ښې لیکنې لپاره اړتیا ده چې په ښه ډول لیکل شوې مقالې او کتابونه ولولئ. د مشهورو بلاګ لیکونو انلاین بلاګونه ولولئ. څومره چې ډیر لوستل کوئ، هماغمره ډاډه کیږۍ او دا ډاډ مو په لیکلو تاثیر لري.


۱- ډیر لوستل وکړئ.
د ښې لیکنې لپاره اړتیا ده چې په ښه ډول لیکل شوې مقالې او کتابونه ولولئ. د مشهورو بلاګ لیکونو انلاین بلاګونه ولولئ. څومره چې ډیر لوستل کوئ، هماغمره ډاډه کیږۍ او دا ډاډ مو په لیکلو تاثیر لري.
۲- ډیر لیکل وکړئ.
که تاسې څومره هم ډیر لیکل کوئ په هماغه ډول سره به مو د لیکلو مهارت قوي کیږي. که هره وخت یو څو ټکي هم ولیکئ په خط کې مو بدلون راتلی شي.
۳- وکیبلري یا ذخیره مو قوي کړئ.
نوي لغاتونه زده کړئ، بیا یې ماناوې پیدا کړئ او بیا دغه لغاتونه په خپلو لیکنو کې وکاروئ.
۴- په املا مو کار وکړئ.
که چیرته تاسې په املا کې غلطي ولرئ، بیا به هم نیمګړتیا درکې وي چې ددغه نیمګړتیا موجودیت کې شخص یو ډول فشار لاندې وي، نو په همدې اساس غوره ده چې خپل املا مو قوي کړئ.
۵- په ګرامر مو کار وکړئ.
ګرامر ستاسې د لیکنې کیفیت او موقف څرګندوي او لوړوي. د زمانو او نقطه ګذاریو یعنې لیک نښو ښه استعمال د روانې او معیارې لیکنې لپاره خورا ضرور دي.
۶- ازمایښتي لوستل.
هر څه چې لیکئ څو ځله یې له ځانه سره ولولئ. مثلاً حدا اقل یو دوه ځل خو یې لیکنیزې، ګرامرې او نورې تیروتنې چک او سمې کړئ.


د مطلب کود: 192858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/192858/د-ښې-او-معیارې-لیکنې-۷-مهارتونه

آوا
  https://www.avapress.com