دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۲:۴۶
د مطلب کود : 192867
طالبان او القاعده؛ د تروریزم شبکو اړېکې د چا په ګټه دی؟

 
دفاع وزارت دا باندی ټینګار سره چی طالبان تراوسه هم د القاعده سره اړېکه لری، وایی چی باید فشار طالبانو باندی زیات شی، ترڅو دا ډله خپل اړېکې د تروریستی شبکو څخه قطع کړی.
روح الله احمدزی؛ ددی وزارت ویاند وویل چی د عاصم عمر؛ القاعده شبکه رهبر د هند شبه جزیره لپاره وژل کیدل د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی کې دا ثابتوی چی طالبان تراوسه هم ددی شبکه او تروریستی ډلو سره اړیکه لری.
هغه وویل: اخیر پيښه شکاره کوی چی طالبان اوس هم د القاعده سره اړیکه لری او اړیکه یی دومره نږدی دی چی حتی هغوی پټنځایونه او مرکزونه یو دی؛ خو هغه څه چی د امنیتی او دفاعی ځواکونه لپاره مهم دی، دادی چی د تروریزم په وړاندی په جدیت او شدت سره خپل عملیاتونه ترسره کوی.
په دی منځ کې، قاری یوسف احمدی؛ د طالبانو ویاند په یو اعلامیه کې ویلی دی چی د القاعده شبکه رهبر وژل کېدل هلمند ولایت کې حقیقت نه لری.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان دولت اخیرو کلونو کې، په دی هڅه کې دی چی د افغانستان بحران په سوله ییزه توګه حل کړی او طالبانو سره سوله ددی هڅو اصلی محور کې قرار درلودلی دی.
له بل لوری، د طالبانو بېلوالی د القاعده او همدارنګه د پاکستانی طالبانو او افغانستانی طالبانو بیلتوب ددی هڅو بله برخه ده.
په دی توګه، د کارپوهانو په نظر د طالبانو له لوری هیڅ تمایل د القاعده څخه واټن اخیستلو لپاره نه لیدل کیږی؛ لکه څنګه چی افغانستانی او پاکستانی طالبان هم هیڅ مشخص او محدوده مرز خپل فعالیتونو لپاره نه پیژنی.
افغانستان امنیتی چارواکې، ډيرځلې د طالبانو نیول کېدو څخه خبر ورکړی دی چی پاکستانی اصالت لری او همدارنګه ویل کیږی چی تقریبآ افغانستان کې ټول فعال شورشی ځواکونه د افغانستان مرز هغه لوری څخه زده کړې ترلاسه کوی او افغانستان ته لیږل کیږی.
که څه هم د القاعده خرابکارانه او تروریستی فعالیتونه نه یواځي په افغانستان کې؛ بلکه په ټول نړۍ کې کلونه کیږی د ماتې سره مخ شوی دی؛ خو د اسامه بن لادن په مرګ سره، د طالبانو ډیر هواداران بالخصوص پآکستان څخه، د القاعده سره همبستګی او همدردی ښودلی دی ترهغه ځآیه چی ویل کیږی چی د القاعده شبکه مقتول رهبر اوسیدو ځای اسلام آباد کې، د هغه قتل ادعا وروسته په یو زیارت باندی بدل شوی چی ډير پاکستانی طالبانو رجوع سیمی باندی واوښت.
دا په حقیقت کې یو د روشانه نشانو څخه دی چی طالبان او القاعده نږدی اړیکی لری. په دی اساس د طالبانو او القاعده تفکیک موضوع کې، حقیقت بل څه دی.
له بل لوری، داسی په نظر نه رسیږی چی د طالبانو رهبرانو باندی تحریمونه او فشارونه ددی لپآره چی د نورو تروریستی شبکو لکه القاعده څخه تفکیک پیدا کړی، کوم اغیزه کړی وی؛ ځکه طالبان اقتصادی تامین منافذ او سرچینی هم د هغوی تفکر او نظر په شان سنتی او غیرمدرن دی او د تحریمونو اعمال د مدرن لاری نه هم نه شی کیدلای د هغوی کنترول لامل شی.
په دی حال، د طالبانو او القاعده شبکه ای اړیکه او همدارنګه نورو تروریستی ډلو سره د طالبانو اړیکه په افغانستان او نور نړۍ کې، د خارجی قدرتونو او لویو استخباراتی او اطلاعاتی سازمانونو بغیر د امکان وړ نه دی. دا شبکه ای اړیکه په حقیقت کې د تروریزم ملاتړ کوونکو ته په سیمه او نړۍ کې دا امکان ورکوی ترڅو په سادګی سره د تروریزم پروژه مدیریت کړی او خپل نظر وړ اهداف په دی پروژه کې ترلاسه کړی. د مثال په توګه، ددی لپاره چی یو سیمه ییز تروریست د افغانستان څخه عراق ته لاړ شی ترڅو داعش سره بیعت وکړی او راشی افغانستان کې داعش رهبری په غاړه واخلی، یواځی یو تروریست عنصر شخصی اراده کافی نه ده؛ بلکه لوی جاسوسی سازمان په سطحه سازمانی هماهنګی او پيچلی شبکو ته اړتیا شته چی داسی یو امکان رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdciqrazyt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته