دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 192998
مجلس نیمې شپی ناسته؛ د قانون اجرا کوونکو په وړاندی قانون ايښوونکو غورځنګ
 میزان ۱۹ امنیتی ځواکونه او نمایندګانو مجلس غړۍ د کابل پلچرخی جاده کې د شپږ ساعتو څخه ډير سره نښته کړي او دا جاده د تللو او راتللو په وړاندی تړلی وو.
د داخله وزارت وایی چی د مجلس غړو ساتونکې د موټرونو څخه د تورو هندارو پاکولو، بی اسناد موټرانو درولو او غیری قانونی جنګ وسیلو حمل په غبرګون د امنیتی ځواکونو لاس په ماشه شوی دی.
ددی نښتې وروسته، شپی ۱۱ بجی، نمایندګان په یو فوق العاده ناسته کې، مسعود اندرابی؛ د داخله وزارت سرپرست مجلس ته احضار کړ او د شپی تر ۱ بجی پوری هغه پوښتنی لاندی راوستل.
نرندر سنګ خالصه؛ د مجلس یو تن غړۍ چی امنیتی ځواکونه سره لومړۍ نښته درلودلي، د امنیتی ځواکونو غلط چلند څخه نیوکه کړي او وویله: ماته وویل چی کښته شه! ما هم تلاشی کړ. ما وویل: او وروره زه د خلګو وکیل یم! وویل: ... موږ ته وزیر صاحب داخله او سادات صاحب داخله وزارت امنیتی ارشد معین ویلی دی.
د هغه عینی شواهدو په اساس چی مطرح شوی دی او هم د نمایندګانو خپل روایت په اساس داچی د پولیس عادی کار او داچی قانونګذار خپله د قانون اجرا ته قرار ونیول شو، ډير خشمګینه شول، داسی معلومیږی چی پولی په دی منځ کې، هیڅ کسور نه لری. دا نمایندګان دی چی خپله ځان د قانون څخه لوړ ګڼي او په بل تعبیر سره قانون یواځي خپل لاس لاندی کسانو لپآره لیکی او تصویبوی.
دا په داسی حال کې دی چی نمایندګانو مجلس، یواځي د قانون جعل او وضع لپاره یو مرکز نه دی؛ بلکه باید همزان د قانون حاکمیت لپاره یو الګو او مثال وی.
ددی نهاد نمایندګان د قانون پوهانو او قانون ویونکو او قانون جوړونکو په حیث، باید لومړۍ کسان وی چی داوطلبانه قانون تمکین کړی، د قانون اجرا کوونکو مشروع دستورات او اوامر واوری او په وړاندی یی تسلیم شی.
له بل لوری، نمایندګان بیله شکه د بل هرڅوک څخه پوهیږی چی کابل کې ټولنیز تبهکاری او جنایی جرایم تر کوم حده پوری پورته شوی دی. ددی پيښو یو اصلی عواملو څخه، د قانون حاکمیت کمزوروالی دی. قانون اجرا کوونکې د زورمندانو، قانون ماتوونکو او هغه کسانو په وړاندی چی ځان د هر حکم څخه لوړ بولی، د کافی اقتدار څخه برخمن نه دی. هره ورځ د ښار په کوڅو او سړکونو کې مسلح غله، خلګو ژوند اخلی او په ډيرو برخو کې، د همدا قانون لوړ مراجعو په ملاتړ، پولیس د قانون ماتوونکو مجازات باندی قادر نه دی.
تور هنداری موټران او اسناد نه درلودونکې، په دی منځ کې، په پلازمینه کې د قانون ماتونې او ناامنی او فساد اصلی ریشو څخه دی. پولیس ددی موټرانو صاحبانو څخه بیریږی، د ترافیک مامور، د هغوی څيړلو باندی قادر نه دی. په ځینو پیښو کې حتی ددی ادعا شوی دی چی پارلمان پياوړۍ نمایندګان، د همدا موټرانو په ګټه اخیستنې سره قاچاق او حتی تروریست عناصر او انتحاری کسانو لیږد باندی اقدام کوی.
په دی اساس، نو ولی باید په یو پيښه کې چی پولیس تلاشی کړی دی قانون پر قانون ایښوونکو باندی اجرا کړی دی، هغوی تر دی حده پوری خشمګینه کیږی، نو ولی نمایندګان د قانون ګذاری قوه کې حضور لری ترڅو نور قانون وضع او جعل کړی؟
له بل لوری، حتی که په دی پيښه کې، پولیس کسور ولری، آیا دا به ښه خبره وی چی نمایندګان نیمه شپه، فوق العاده ناسته ترسره کړی او په هغه کې، د داخله وزارت او امنیتی ارشد معین برکناره کولو غوښتونکې شی؟! هغه نمایندګان چی عادی شرایطو او په داسی حال کې چی مهم ملی مسایل ددی نهاد په آجندا کې قرار لری، مجلس کې حضور نه لری او ډير ځلې مجلس د نصاب نه تکمیل له وجه، رخصت کیږی؛ خو د هغه څه څیړلو لپاره چی دوی پوری اړه لری، په نیمه شپه د ۱۰۰ څخه ډير نمایندګان راټولیږی!
دا پیښه په داسی حال کې رامنځته کیږی چی په ډیرو برخو کې، داسی شوی دی چی هیواد د بحران په اوج کې قرار درلودلی دی، خلګ قربانی ورکړی دی، دشمن مرګونۍ جنایتونه ترسره کړی دی؛ خو نمایندګانو مجلس، ژمنۍ او دوبۍ خوبونو کې دی او حتی یو عادی ناسته هم نه دی ترسره کړي.
یواځي همدا دوه نمونی دا شکاره کوی چی لومړۍ دا چی قانون ایښوونکې قانون د نورو لپاره وضع کوی او ځان د قانون څخه لوړ ګڼی.
دوهم داچی هغوی د خلګو نمایندګان نه دی؛ ځکه که وای لږ ترلږه یو ځل د خلګو لپاره هم فوق العاده ناسته ترسره کړی وای؛ خو د ځان لپاره دا کار کوی؛ ځکه داسی تصور کوی چی د نمایندګی کرسی د خلګو په رایو نه دی لاسته راوړي؛ بلکه په پیسو او مافیا بازی او قوم ګرایی او سخیف او ضد اخلاقی او غیری قانونی کړنو سره رانیولی دی.
 
https://avapress.com/vdcdnx0fjyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته