کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي : په پېښور کې خپله کونسلګري نه خلاصوو

22 میزان 1398 ساعت 17:57

افغان حکومت په ټینګار سره وایي، تر څو پورې چې په پېښور کې افغان مارکېټ د افغانانو په خپل واک کې نه وي ورکړل شوی، په خیبر پښتونخوا کې خپله کونسلګري نه خلاصوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن ویلي دي چې، په پېښور کې د پاکستاني حکومت له لورې د افغان مارکېټ ړنګول او له یاد مارکېټه د لوحې ښکته کول یو غیر قانوني کار دی.
د صدیقي په خبره، په پاکستان کې افغان سفیر په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې دي او د دې مسئلې تر ډپلوماټیک هواري پورې به په پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګري تړلې وي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان مارکېټ پر ځمکه يوه ځايي ملکي وګړي دعوه کړې او د پاکستان سترې محکمې د هغه په حق کې پرېکړه کړې ده.
په خبر پاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت دې موضوع ته سياسي رنګ نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر فيصل هم د افغان حکومت له خوا د پېښور کونسلګرۍ پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې کړې چې افغان حکومت دا پرېکړه بېرته واخلي
بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل په یوې تازه مرکه کې ویلي دي چې په پاکستان کې ځینې کړۍ په سیستماتیکه توګه د افغان حکومت پر هغو ملکیتونو دعوه کوي چې له کلونو راهیسې د افغان حکومت تاسیسات پکې جوړ شوي دي.

مشعل زیاتوي پاکستانی حکومت باید د افغانستان پر ملکیتونو او حقوقو له تېري ډډه وکړي او شته ستونزې دې ژر تر ژره حل کړي.
د مشعل پر وینا چې ټول مهم موارد یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي.
دغې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم زور اخیستی دی ګڼ شمېر افغانان وایي، افغان حکومت دې پاکستان ته هیڅکله هم اجازت ورنکړي څو د افغان حکومت پر ملکیتونو دعوې وکړي، دوی له حکومت وغوښتل چې په دې برخه کې دې جدي ګامونه واخلي.
د یادولو ده د تېرې پنجشنبې په ورځ په پېښور کې له افغان مارکېټه، د افغانستان د بیرغ او لوحې تر راښکته کولو وروسته افغان حکومت په پېښور کې خپله کونسلګري وتړله خو پاکستاني چارواکو پرون د یادې کونسلګرۍ بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د مطلب کود: 193101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/193101/صدیقي-په-پېښور-کې-خپله-کونسلګري-نه-خلاصوو

آوا
  https://www.avapress.com