دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 193155
آیا امریکا او افغانستان استراتژیک شریکان دی؟
په داسی حال کې چی ترامپ خپل ټاکنیز تبلیغاتو کې امریکا نظامی ماجراجوړونې باندی ټینګار درلود دا ځل هم یو ټاکنیز تجمع کې وویل چی افغانستان څخه د ځواکونو بېرته ستنیدو وخت رارسیدلی دی.
هغه اخیرو کې وویل: قرار وو لږ مده په افغانستان کې پاته شو؛ خو نږدی ۱۹ کاله کیږی چی هلته حضور لرو؛ ددی وخت رسیدلی دی چی خپل ځواکونه بېرته کور ته وستنوو.
ترامپ په داسی حال کې دا اظهارات مطرح کوی چی آمریکا ولسمشریز ټاکنو نور نامزدان هم خپل ټاکنیز تبلیغاتو کې افغانستان څخه خپل نظامی خروج باندی ټینګار کوی.
ترامپ ۲۰۱۶ کال کې خپل ټاکنیز تبلیغاتو کې افغانستان څخه ځواکونو وتلو او امریکا اوږد مده جنګونو پای ته رسولو باندی وعده ورکړی وو؛ خو په عمل کې امریکایی نظامیانو شمیر په افغانستان کې ډیر کړي او جګړه نوره هم تشدید کړی دی.
په دی سره داسی په نظر رسیږی چی هغه حد اقل خپل سیاسی وضعیت پياوړی کولو لپاره ټاکنو حساس وخت کې امریکا ۲۰۲۰ ټاکنو کې هم مجبور دی چی افغانستان څخه امریکایی ځواکونو وتلو باندی تدابیر ونیسی او دا ډير مهم دی چی په داسی شرایطو کې چی کابل د واشنګتن سره امنیتی او راهبردی تړون چارچوب کې، امریکا نظامی ملاتړ او همکاریو ته اړتیا لری، او خپل پښو باندی دریدلو لپاره، اوږده لاره په مخ لری، ترامپ د امریکا ولسمشر په توګه د افغانستان امنیت او ثبات په وړاندی د هغه هیواد ټول تعهداتو ته په بی اعتنایی سره، کور ته د هغه هیواد نظامیانو بېرته ستنیدو خبری کوی.
دا شکاره کوی چی امریکا افغانستان لپاره هیڅ وخت یو استراتژیک متحد نه دی پاته شوی او نه شی کولای چی صادق او اعتماد وړ او پایدار متحد وی.
هغه اخیر اقدام د سوریه څخه د زرو امریکایی سرتیرو ایستل چی د ترکیه نظامی تیری لامل شو هغه هیواد باندی او کرد ځواکونو مرګونۍ ټکولو لامل شو، یوځل بیا ثابت کړ چی امریکا سره استراتژیک اتحاد باندی زړه خوشحاله کول، ساده لوحی او ساده توب دی او هیوادونه خپل داخلی ظرفیتونو او امکاناتو ته په نه توجه سره خپل خودکفایی او ځان باندی اتکا لپاره، هڅه کوی چی خپل بقا سقف د خارجی قدرتونو ملاتړ ستون باندی بنا کړی، مرګونۍ غلطی ترسره کوی او نږدی یا لیرو کې خپل ساده توب ډیر لوی تاوان به ورکړی.
افغانستان تیرو ۱۹ کالو کې ډیر داسی فرصتونه په اختیار کې درلود چی اقتدار او خوداتکایی یو میزان ته ورسیږی او هیواد امنیتی ځواکونه په داسی توګه پراختیا ورکړی او پیاوړۍ کړی چی نن حتی که ترامپ په شان عنصر د هیواد څخه خپل نظامیانو وتلو باندی تصمیم ونیسی، افغانستان ملی امنیت ته کوم زیان ونه رسیږی او په سرعت سره نړۍ او سیمه کې نور راهبردی شریکان یی ځایناستی شی.
خو ملی تبدیر نه شتون، زړه سواند او متعهد رهبرانو نه شتون و ملی ګټو ته او خارجی قدرتونو ته بیله کوم څه سترګی په لاره توب، دا امکان د هیواد څخه واخیست او اوس وضعیت په دومره اندازی سره خراب دی چی داسی تصور کیږی چی که امریکایی ځواکونه د افغانستان وتلو دستور ترلاسه کړی، د هغه سره همزمانه به کابل کې سقوط پروسه هم شروع شی.
د سوریه کردانو غم انګیزه تجربه شکاره کوی چی لوی قدرتونه هیڅ وخت خپل منافعو څخه لوړ نورو هیوادونو او شریکانو سره نه پاته کیږی. بناپردی، راهبردی شراکت او استراتژیک اتحاد توهم، په ډيرو برخو کې، ډیر زیانونه په لړ کې لری.
په دی اساس، ترڅو چی ناوخته شوی نه وی، کابل باید د ترامپ اظهارات د ځواکونو وتلو لپاره جدی ونیسی او داسی ورځی ته آماده واوسی چی نور هیڅ امریکایی نظامیان د افغانستان دولت څخه ملاتړ تر نامه لاندی هیواد کې حضور ونه لری. په بل بیان سره کابل باید د اوس څخه پوه شی چی امریکا او افغانستان نور استراتژیک شریکان نه حسابیږی.
https://avapress.com/vdcjiteviuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته