دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 193171
د کندهار انارو ته ولې خریدار نشته؟
افغانستان دومره هم د انارو ستر تولیدي هیواد نه دی چې له موږ دې زیات وي او نورې نړۍ ته دې واستول شي بلکه په ټول افغانستان کې يوازې په کاپيسا،کندهار او زابل کې تولیدونکي انار ایله بیله زموږ بس شي.
په ټولنیزو پاڼو کې طالبان او د دولت مخالفین چې کله هم ستونزه را منځ ته شي ټولې نيوکې يوازې پر دولت کوي. دا نه وایو چې دولت مسولیت نلري، انارو ته دې بازار نه پيدا کوي او يا دې سړې خونې نه ورته جوړوي بلکه دا يي مسولیت دی چې بازار ورته پيدا کړي او د بزګرو زحمات پر سیند لاهو نکړي، خو موږ د دې وطن د کروندې، کانونو او ځنګلونو اصلي دښمن هیر کړی دی.
په کندهار کې د انارو د بيي د ټيټوالي لامل دادی چې ناامنه سیمو ته سوداګر نه ځي ځکه د طالب له خښو شویو ماينونو ډاريږي، د خرابو لارو له امله د سترو موټرو ورتګ سخت دی، په لویه لار کې وربوز وهلی طالب ترې پيسې غواړي.
یوازې انار نه دي په مرکزي افغانستان کې تر همدې شيبې پورې یو من روميان په شل افغانۍ دي، په فراه کې يو من هندواڼې په اوو افغانۍ وې.
که لارې جوړې وی، د ماين او چاودنې ډار نه وی، طالبانو په لویو لارو کې خلک له موټرو نه کوزولی، د سوداګر سر په امن وی او هر سړی په خپل کار لګیا وی په دې وطن کې دا توليد شوې سبزیانې او ميوې ايله بیله موږ ته بسنه وکړي.
مازديګر چې هر سړی کور ته ځي د پنجاب کيلې او نور توکي يي په لاس کې وي، زموږ روميان چې ختم شي، آنار خلاص شي، مڼې خرابې شي له همدې افغانستانه پټې او ښکاره پنجاب ته تلي روميان د روب په نوم، انار او مڼې د ایرانيو او پاکستانيو په نامو بیرته راوړل کیږي او من يي ان په زر افغانۍ پلورل کيږي.
طالب ددې وطن د هرې بربادۍ لامل دی، ځکه چې په افغانستان کې داعشي وحشتونه اول طالب پيل کړل، چا ځانمرګي پيژندل؟ چا انسان په تار حلال کړی وو؟ چا ژوندی انسان په هشتادو توپ ويشتلی وو؟ طالبانو يي بنسټ کيښود.
اوس چې طالب د اخاذيو بنسټ ايښی دی د سالنګ مماتي هم را پورته شوی دی وايي يا يو لک ډالر راکړه يا د برښنا پايه الوزوم. دا چې مماتي څوک دی او ولې يي دا کار وکړ پر دې خبرې نه کوو خو دا چې مماتي ته چا انګیزه ورکړه دا خبره باید وڅيړل شي.
هغه چې په فيسبوک او ټولنیزو پاڼو کې پر حکومت د نقد لپاره نظام ته دا پيغور ورکوي چې ولې انار من په سل يا دوه سوه افغانۍ دي دوی خو دې د لویو لارو د ناامنۍ پيغور طالب ته هم ورکړي کنه.
د نورې نړۍ استخبارات
په ډير مهارت له طالب، وکيل، نقاد او سياسي مخالفه په استفادې د افغانستان بربادۍ ته مټې را نغښتي دي،موږ ددې دسيسو د شنډولو پر ځای د دوی ډول ته ناڅو او لګیا يو چې وطن برباد شو.

په هر کلي، ولسوالۍ او ولايت کې له جينايي جرایمو بیا تر پلان شویو جرایمو او ترهګريزو بریدونو پورې که داسې لږ هم سوچ وشي او پر حل لارو فکر وشي د هرې ستونزې حل لاره زموږ سره ده خو موږ سر نه خلاصوو او استخباراتي تداربیر راته رښتيا ښکاري.
طالب يي څه کوي، پوله پټی دی نلري،دهقاني او تجارت دی نه کوي، د کوټې په نوي کلي، خروټ آباد او کچلاغ کې پاکستان پاخه کورونه ورکړي، معاشونه ورکول کيږي، په ټول پاکستان کې ډ آزاد تګ راتګ لپاره داسې کارتونه پرې ويشل شوي چې نه پاسپورت ته اړتيا لري او نه ويزې چې پر تلاشي ور برابر شي چې دا څنډه يي ور وښيي تور پنجابی ورته سلامي ووهي موټر يي تیر شي.
که غواړو وطن له روانو بدبختیو خلاص شي، امن راشي، اسلام حاکم شي او هر سړی باعزته ژوند ولري ددې ټولو ستونزو د حل لاره طالباني فکر ته د پای ټکی کيښودل دي، په تخار کې پر نهه کلنې ماشومې د طالب وسله والو ډله ايز جنسي تيری افغان غږ خبری آژانسزه نه بلکه مستنده کيسه وه چې رسنیو را پورته کړه، په لوګر کې خلکو ته د ږيرې نه خريلو اوپريښودلو اعلان تدابیر نه بلکه د خلکو خبره وه چې رسنیو ته يي کړې، په لویو لارو کې يوازې د شک پر بنسټ د مسافرو کښته کول او په ډيره بې رحمۍ سره وژل افسانه نه بلکه تریخ واقعيت دی همداسې د افرادو برمته کول، د احمد ځمکه او جایداد محمود ته ورکول او ډيرې نورې نادودې هغه ترخه واقعیتونه دي چې موږ ورسره مخ يو.
که طالب پر نظام نيوکه لري، لاسپوڅی يي بولي ولس څه کړي؟ کروندګر څه کړي؟ هغه چې په کلي کې پروت دی بچیان يي ورک دي او د مظلومیت ورځې شپې تیروي هغه څه ګناه کړې؟هغه تورسري چې خاوند يي سرتیری، هغه ماشوم چې پلار يي د دولت مامور دی خو طالب يي کور ته ورځي مور يي ورته وژني، پلار يي ورته وژني او زوی يي ورته ټپي کوي هغوی څه ګناه کړې؟ ولې د احمد په ګناه محمود ته سزا ورکول کيږي لږ تر لږه ولس خو دې پريږدي چې ژوند وکړي.
لنډه دا چې له انارو تر روميانو، له کانونو تر ځنګلونو او د پاکستان تر راکټي بریدونو او د اوبو د مديریت پر وړاندې د ایران تر خنډونو ان د امریکايي ځواکونو تر پاتې کيدو او د داعش تر ودې پورې چې څومره هم ماغزه ولرئ او تحلیل وکړئ طالب او طالباني وحشتونه د ټولو بدبختیو يوازني لاملونه دي.
https://avapress.com/vdchqxnzz23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته