دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 193246
د طالبانو ترمنځ اختلافات تر بریدونو ورسیدل
تاسو به اوریدلي و چې څو میاشتې وړاندې د پاکستان په کویټې ښار هغه جومات کې ځانمرګی برید وشو چې ملا هیبت الله په کې خطیب و.
په دې برید کې د ملا هیبت الله د ورور په ګډون شل کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
دا برید د پاکستان استخباراتي ادارې پلان کړی و، د دې لپاره چې پاکستان درک کړې چې ملا هیبت الله یې ګټې نه شي پاللی او پاکستان هڅه کوي، ملا هیبت الله له مخې لیرې او پر ځای یې بل داسې کس وګماري چې د پاکستان ګټې ښه وپاللی شي.
پاکستان هڅه کوي ملا برادر د ملا هېبت الله ځای ناستی کړي، ملا برادر ځکه ګماري چې ای ایس ای باور لري چې دا سړی به یې ګتې ښه خوندي کړي.
موثقې سرچینې وایي، پاکستان غواړي د طالبانو د دوحې دفتر مشر ملا برادر، چې موده وړاندې د پاکستان له زندان ازاد شوی، د دغې ډلې د مشر ملاهېبت الله ځای ونیسي.
د سرچېنې په خبره دغې هڅې ملا برادر او ملا هېبت الله ترمنځ اختلافات پیدا کړي، چې بېلګه یې نن د کویټې په مسلم اباد کې د ملا برادر په کور برید یادوي.
د ملا هیبت الله پلویانو موندنې ښيي چې برید د ای ایس ای په دستور طالبانو کې یوې ډلې ملا هیبت الله باندې کړی دی، له همدې کبله د ملا هیبت الله پلویانو نن د ملا برادر په کور برید کړی و چې له منځه یې یوسي، خو دا چې ملا برادر یا کور کې نه و، یا یې ساتونکو جګړه کړې، بریدګر نه دی بریالي شوي.
د سرچینې د مالوماتو په اساس، برید کې د ملابراد د کور یو ساتونکی او له دوه بریدګرو یو وژل شوی.
له دې داسې مالومیږي چې طالبان د مشرۍ لپاره په یو بل بریدونه کوي چې یا ملا هیبت الله مشرۍ ته دوام ورکړي او یا ملا هیت الله له مخې پورته شي او پر ځای یې بل کس چې ملا برادر دی، وګمارل شي.
د پاکستان د دغې ارادې دلیل هم د ملابرادر ازاد سفرونه یادوي، چې په خبره د پاکستان ګټې ښه تامینولای شي، ملا هیبت الله هیڅ هېواد ته سفر نه شي کولی، خو ملا برادر بیا کولی شي چې هر هېواد ته سفر وکړي او په دې سره به د پاکستان ګټې ښه تامین کړي.
اوس ای ایس ای د ملا هیبت الله او ملا برادر ډلې سره واچولې او پر یو بل به بریدونه کوي، خو د پاکستان ډیره هڅه به دا وي چې ملا هیبت الله له مخې پورته کړي، ځکه ملا هیبت الله جدي سړی نه دی او نه شي کولی چې د طالبانو مشري په داسې حال کې وکړي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي.
د طالبانو د جنګي قومندانانو تر منځ دا بحث اوس جدي روان دی چې په کومې ډلې پسې اقتدا وکړي، له یوې خوا ملا هیبت الله د پاکستان لپاره اکسپایر شوی او له بلې خوا د ملا برادر سیاسي موقف تر ملا هیبت الله لوړ دی او امکان لري چې ډير ژر د طالبانو مشري په غاړه واخلي.
خو د طالبانو ترمنځ دا اختلافات ممکن په پاشلو پای ته ورسیږي او پر یو بل مخامخ بریدونه پیل کړي، دا چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي حاضر، یو لامل دا دی چې دوی سره پاشلي نظرونه لري او په یوه خوله نه دی.
https://avapress.com/vdcayen6i49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته