دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 193280
په خواشینۍ سره خبر شوم چې په بلخ کې د تخنیکي ستونزې له امله د هلیکوپترې د سقوط په پېښه کې د پیلوټانو په ګډون زموږ د وسله وال پوځ ویاړلي منسوبین د هیواد د دفاع او د خلکو د لا ښه امنیت د تامین په موخه د خپلې سپېڅلې دندې پرمهال، شهیدان شوي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان د وسله وال پوځ هر سرتېری د هیواد د دفاع او د تروریزم پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د خپلو مبارزو، اتلولیو او سرښندنو له امله د هر افغان ویاړ دی او د هیواد دغه اتلان د هر افغان په زړه کې ځانګړی ځای لري. له همدې امله ټول افغانان د خپلو کورنیو د غړو په څېر د هر سرتېري په خوښۍ، درد او غم کې ځان شریک بولي.
د دغې غمجنې پېښې د شهیدانو قدرمنو کورنیو، د هیواد د امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو او د افغانستان عظیم ولس ته د دوی د شهادت له امله د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.
https://avapress.com/vdcivpazut1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته