کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار وژنې؛ د تروریزم په وړاندی ملی بسیچ

27 میزان 1398 ساعت 12:43


عطاءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی د ننګرهار ولایت هسکه مینی ولسوالی کې یو مسجد باندی تروریستی برید نږدی ۶۲ کسان وژلی او ۳۶ تنه نور ټپیان کړی دی.
دا چاودنه تیره ورځ میزان ۲۶ نیټه غرمی وروسته ترسره شوی دی.
ظاهر عدال؛ د ننګرهار عامه روغتیا ویاند ویلی دی چی کوچنیان هم په دی قربانیانو کې وو. هغه زیاته کړه چی د تلفاتو ډیریدو احتمال شته.
ښاغلی خوګیانی هم ویلی چی ټول وژل شوی لمونځ کوونکی وو او جمعه لمانځه ته راغلی وو.
تراوسه ددی برید مسئولیت هیڅوک په غاړه نه دی اخیستی.
په ننګرهار کې، دواړه ډلی طالبان او داعش په پراخ توګه فعالیت لری. ننګرهار بالخصوص د داعش تکفیری ډلې اصلی مرکز بلل کیږی چی اغلب یی شیعی ضد متعصب ډلی باندی معروف دی؛ خو داشان چاودنې هم چی احناف علما یو همایش تر هدف لاندی نیسی، شکاره کوی چی تکفیری ګری، په همغه اندازه شیعیانو په وړاندی مستقیم ګواښ بلل کیږی، همغه اندازه اهل سنت بالخصوص حنفیت په وړاندی هم دشمن دی.
احناف، د نړۍ اهل سنت ټولنې ډیره برخه تشکیلوی او دا قاعده افغانستان کې هم صدق کوی؛ خو تکفیری تفکر چی اخیرو کلونو کې د استکباری او استعماری پروژی په حیث، لوی سرمایه ګذاری تبلیغ او ترویج ته یی کیږی، احنافو راتلونکې ته یو ګواښ جوړوی.
هسکه مینه چاودنه د هر ډلې له لوری چی ترسره شوی وی، بیله شکه تکفیری عناصر افراط ګرایانه تګلاره کې ریشه لری چی احناف هم شیعیانو ترڅنګ دشمن بولی.
د لمونځ کوونکو یو یو لوی جماعت برید لاندی راوستل، شکاره کوی چی دا برید، یو قوی فرقه ای انګیزه درلوده؛ هغه څه چی وهابیت مخوف جریان پوری اړوند تکفیری تروریستی ډلې له لوری یو روش دی.
تکفیری وهابیت مخکې له دی هم اهل سنت مقدس او مذهبی نمادونو سره خپل صریح مخالفت او دشمنی شکاره کړی دی. د پیغمبر ص اصحابو مقدس مقبری او زیارتونو تخریب په سوریه او عراق او حتی افغانستان ځینو سیمو کې، ددی ډلې دشمنی یو برخه ده.
په دی اساس، هسکه مینه په شان مرګونۍ برید یو ځل بیا افغانستان اهل سنت ټولنې لپاره یو لوی خطر زنګ ووهله چی تکفیری ګری ټول مسلمانانو په وړاندی دی او باید یی په وړاندی متحد او یو شو.
په عراق او سوریه کې، د وهابیت منحط ایدئولوژی قدرت نیولو او تکفیری تروریزم ظهور لګښت لویه برخه اهل سنت ټولنه ورکړه.
دا دوو هیوادونو کې تریخ تکان ورکوونکې روایتونه شکاره کوی
ی څنګه داعش سلطی لاندی سیمو کې هغه ډله خپل نفرت او دشمنی حنفی اهل سنت په وړاندی شکاره کول او هغوی مجبوروی چی خپل منحط او انحرافی دستوراتو او احکام ومنی.
تکفیری اسلام هیڅ نسبت د رسول الله ص او هغه آصحابو اسلام سره نه لری چی که داسی وای هغوی مقدس مقبری د شرک نماد نه وای بللی او له منځه یی نه وای وړلی.
اسلام څخه وهابی او تکفیری تصور، اصیل اسلام ریشه وهل هم په شیعه وو او هم اهل سنت کی دی. وهابیون او تکفیریان، د شیعه او سنی مشترک دشمن دی. نو ددی دشمن مهار یواځينی لاره ددی دشمن په وړاندی اسلامی اخوت او یووالی دی.


د مطلب کود: 193431

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/193431/ننګرهار-وژنې-د-تروریزم-په-وړاندی-ملی-بسیچ

آوا
  https://www.avapress.com