دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 193476
د هسکې مېنې د خونړۍ پېښې یو بل اړخ!
پرون ننګرهار د یوې لویې غمیزې شاهد وو. دا ټکان ورکوونکې پېښه د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، څه وخت چې د یادې سیمې اوسیدونکي د جمعې ورځې لمانځه د ترسره کولو لپاره ځایي جومات کې راټول شوي وه، چې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه او د جومات چت هم راپریوته.
په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې وروستي ارقام بوږنوونکې دي. ۶۲ تنه شهیدان او تر ۴۰ نور ټپیان دي چې د ځېنو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
باید وویل شي چې ډیری ټپیان د پرونۍ پېښې د ننګرهار حوزوي روغتون ته را وړل شوي وه. د ننګرهار ولایتي اداره وایي، د پېښې ځای، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د تسلیت لپاره له مرکزه یو پلاوی راځي.
د یادې سیمې د څو تنو سره د خبریال همکار غږېدلی، او د پېښې په اړه یې پوښتنې ورځنې کړي دي، چې د دې پېښه اصلي انګیزه څه ده؟ ځایی اوسیدونکي، له نوم پرته د خبریال ویب پاڼې همکار ته ویلي:
(( تاسې ټول خبر یئ چې په وروستیو دوو کلونو کې د شینوارو په ټولو ولسوالیو قیامت تیر شو. دلته داعش ډله راغله، خلک یې په بېرحمه توګه ووژل، کورونه یې ورته وسوځول، خلک یې وشړل.له تیر کال راهیسې په اړوندو ولسوالیو کې خلکو پاڅون وکړ، ترڅو یې په سر راغلې بلا له منځه یوسي. د جودرې خلکو په دې وروستیو اوونیو کې د داعش ډلې په خلاف پاڅون وکړ او وسله یې پسې ورپورته کړه. ممکن دا برید داعش ډلې د یادې سیمې د اوسیدونکو په غبرګون کې کړی وي)).
بل پلو بیا د هسکې مېنې د تیرې ورځې برید طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره غندلی او ویلي یې دي چې دا لوی جنایت دی. هممهاله د ملګرو متلونو سرمنشي یاد برید یو وحشیانه او نه بخښوونکی عمل یاد کړی دی، او ویلي یې دي چې د پېښې عاملینو سره دې جدي او سخت حساب وشي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې هم یو موټر بم برید ترسره شوی و، چې په پایله کې یوه نېږدې مدرسه او جومات هم زیانمن شوي وه او د ښېښو ماتوالي له کبله یې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ۲۰ تنه یې ژوبل کړي وه. تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې په مسجدونو چاودنې شوې وې؛ خو دا وروستۍ یې تر ټولو خونړۍ چاودنه وه.
https://avapress.com/vdcfemdyvw6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته