کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش نابود شوی، او پاتې به هم نابودیږي

29 میزان 1398 ساعت 11:49

داعش وسله واله ترهګره ډله چې لومړی ځل یې د افغانستان د ننګرهار له شینوارو ولسوالیو فعالیت پيل کړ، فکر یې کو چې ډیر ژر به پرمختګ وکړي او په ډول ډول وحشتونو سره به خلک تسلیم کړي، خو داسې و نه شول، خلک برعکس د دوی پرضد راپاڅیدل او د افغان ځواکونو په څنګ کې یې دا ترهګره ډله له خپلو سیمو ورکه کړه.
لا هم د شینوارو ځینو سیمو کې د دې ډلې محدود فعالیت شته، خو هغسې چې څو کاله وړاندې یې ډله ییز فعالیتونه او جګړې کولې، نشته او دا ډله مجبوره شوې چې وتښتي.


داعش وسله واله ترهګره ډله چې لومړی ځل یې د افغانستان د ننګرهار له شینوارو ولسوالیو فعالیت پيل کړ، فکر یې کو چې ډیر ژر به پرمختګ وکړي او په ډول ډول وحشتونو سره به خلک تسلیم کړي، خو داسې و نه شول، خلک برعکس د دوی پرضد راپاڅیدل او د افغان ځواکونو په څنګ کې یې دا ترهګره ډله له خپلو سیمو ورکه کړه.
لا هم د شینوارو ځینو سیمو کې د دې ډلې محدود فعالیت شته، خو هغسې چې څو کاله وړاندې یې ډله ییز فعالیتونه او جګړې کولې، نشته او دا ډله مجبوره شوې چې وتښتي.
د داعش اکثره جنګیالي بهرني او په ځانګړي ډول پاکستاني دي چې غواړي افغانستان کې د وحشت په خپرولو خلکو کې ډار پيدا کړي او د افغانستان د جګړې د دوام لپاره پلمې پيدا کړي.
د هسکه مېنه ولسوالي چې له داعش پاکه شوې، یو ترهګر د ملکي او ځایي خلکو په جامه کې د تېرې جمعې په ورځ جومات ته دننه شو او شاوخوا سل لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، دا عمل نه انسانیت کې شته او نه انسانیت کې، خو دا چې داعش او طالب کې دا دواړه نشته نو دې عملونو ته یې دوام ورکړی چې هر کال لسګونه زره افغانان قرباني کوي.
له دې برید دوه ورځې وروسته ولسمشر غني له یو لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا ننګرهار ته لاړ او هلته یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې داعش ډله نابوده کړي او هغه د ګوتو په شمېر کسان یې چې پاتې دي، له منځه یوسي.
جمهوررئیس غني هسکه مېنه کې د وروستي تروریستي برید د قربانیانو کورنیو سره غمشریکي وکړه
ولسمشر غني د غمرازۍ او فاتحې لپاره د هسکه مېنه جودرې سیمې ته لاړ او د قربانیانو کورنیو او د شینوارو مشرانو ته یې وویل چې دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.
ولسمشر د قربانیانو د کورنیو د زغم او عظمت ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو.
جمهوررئیس د جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات شوی تروریستي برید چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول د بشریت، انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې ناوړه عمل وباله.
دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو نړیوالو او په کور دننه بنسټونو غندلی او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له عاملینو څخه د غچ اخیستنې په موخه داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.
ولسمشر لارښوونه وکړه چې د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.
ولسمشر ژمنه وکړه چې د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.


د مطلب کود: 193629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/193629/داعش-نابود-شوی-او-پاتې-هم-نابودیږي

آوا
  https://www.avapress.com