دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 193675
اعراب د اسراییل سره دوستی څخه څه غواړی؟

 
صهیونیستی سرچینی په منامه کې د بحرین امنیتی ناسته کې ددی رژیم یو لوړپوړۍ چارواکې حضور څخه خبر ورکړی.
بحرین، امریکا او لهستان مشترک کوربه توب باندی منامه ناسته او په ادامه کې ورشو کنفرانس ترسره کیږی.
ددی ناستی اصلی مقصد په خلیج فارس کې دایران ګواښ سره مقابله بلل شوی دی.
دریایی امنیتی ناسته د دوشنبی ورځی څخه دوو ورځو په مده کې بحرین کې ترسره کیږی او عربستان سعودی، امارات، کویت او عمان په شان هیوادونو څخه هیات پکښی ګډون کوی.
اسرائیل تایمز ورځپاڼه لیکلی دی چی دانا بنونیستی ګبی؛ ددی رژیم خارجه وزارت تروریزم سره مقابله او سیمه ییز امنیت مدیر په دی ناسته کې به حضور ولری.
د ورشو کنفرانس سږ کال فبروری د ایران او خاورمیانه په محورتوب د لهستان په پلازمینه کې د د امریکا ولسمشر لومړۍ معاون او خارجه وزیر او اسرائیل رژیم لومړۍ وزیر په ګډون ترسره کیږی.
چین او روسیه کوم نماینده نه دی استولي او ډير اروپایی هیوادونه هم عالی سطحه کې حضور څخه ډډه کړی دی.
د امریکا او لهستان مشترک بیانیه کې هم د ورشو ناستې په اړه د ایران څخه کوم نوم یاد نه شو.
د ورشو ناستی ترسره کولو یو اساسی اهدافو څخه، د پیړۍ معامله څخه پرده برداری، د اعرابو او اسراییلو اړیکو رسمی سازی او ایران په وړاندی د دشمنانو یو ائتلاف جوړیدل وو.
امریکا او اسراییل او عربستان سعودی او ځینی نور مزدور رژیمونه په سیمه کې، یاد درو ګونو اهدافو ته رسیدو کې رسمآ ناکام پاته شو. هغه کنفرانس کې چی میاشتونو میاشتونو راهیسی ورته برنامه ریزی کړی وو او امریکا مخکې تر مخکې نړۍ ډیرو هیوادونو ته خپل ارشد چارواکو استولو سره هڅه وکړه چی هغوی متقاعد کړی ترڅو په دا کنفرانس کې ګډون وکړی او واشنګتن برنامه څخه ملاتړ وکړی، په نهایت کې، ونه توانیدل چی چین او روسیه د نړۍ دوو لویو قدرتونو په حیث په هغه ناسته کې وهڅوی؛ بلکه حتی اروپایان هم کښتې سطحی هیاتونو استولو سره امریکا او اعراب تحقیر کړ او اسراییل تازه توطئه خاورمیانه کې بحران تازه فاز رامنځته کولو لپاره د ماتی سره مخ کړ.
د ترامپ نظر وړ پیړۍ معامله ماته د همغه ځای څخه شروع شو او وروسته په بحرین ناسته کې په پوره توګه مفتضح شو.
وروسته له هغه، اعرابو ته ایران په وړاندی دشمنی په یو رسوا سیاست باندی بدل شو او امریکا او اسراییل رژیم ونه توانیدل چی د یو څو عربی بی اراده سر سپارلۍ رژیمونو په مرسته خپل نظر وړ برنامه د تهران په وړاندی عملی کړی.
په مقابل کې هم په سوریه کې ورځ په ورځ وضعیت د دمشق او هغه متعهدانو لکه ایران په ګټه بدلون وکړ. لبنان تحولات هم د حزب الله او مقاومت محور په ګټه ادامه لری، په یمن کې انقلابی مبارزان وضعیت باندی مسلط شوی او سعودی او اماراتو جغرافیا دننه جګړی لمن وړلو سره هغوی زمینګیره کړی دی او اوس ریاض د مذاکره په لټه دی او امارات هم رسمآ اعلان کړی دی چی په شا تګ کوی.
په تهران کې، د واشنګتن او ریاض او تل آویو محاسباتو برخلاف تحریمونه ونه توانیدل چی اسلامی نظام سقوط سره مخ کړی او بلکه بالعکس، خلګ نور هم نظام سره ودریدل او ایران سیمه ییز قدرت تحریمی رژیمونو ظالمانه اعمال وروسته، په بی سابقه توګه ډیر شوه؛ په داسی ډول چی واشنګتن، جاپان لومړۍ وزیر تهران ته میانجیګری لپاره واستول او ریاض هم عمران خان لمن ته لاس واچول.
په دی منځ کې، بحرین په شان مزدور رژیمونه پاته دی چی ډیر صهیونیستی رژیم سره اړیکو عادی سازی باندی ټینګار کوی ترڅو شید د اسراییل قدرت تر سیوری لاندی وکولای شی ایران خپل په تعبیر سره مهار کړی او عرابی اقتدار په خاورمیانه کې تثبیت کړی؛ خو حزب الله اخیر چلند د اسراییل رژیم سره او نتانیاهو بزدلانه غبرګون شکاره کړ چی دا خوب به په کابوس باندی بدل شی او اسراییل سره ملګرتیا، ذلت او خواری او انزوا او یواځیتوب نه بغیر بل کوم ګټه و اعرابو ته ونه لری؛ همداسی د ریاض او واشنګتن استراتژیک اړیکی چی خپل معنی له لاسه ورکولو په حال کې دی او سعودی رژیم سران مجبور کړی دی چی پوتین ته لاس واچوی ترڅو شاید د اس ـ ۴۰۰ روسی په پناه کې، امن ترلاسه کړی.
 
https://avapress.com/vdcguw9qnak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته