دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 193813
افغانی ټاکنو باندی امریکایی سولې سیوری
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، د طالبانو سره سولې خبرو لپاره اروپا ته سفر کړی دی.
د امریکا خارجه وزارت په اعلامیه کې راغلی دی چی ښآغلی خلیلزاد د اکتوبر په ۲۰ نیټه بلجیم، فرانسه او روسیه ته لاړ.
ددی اعلامیه په اساس، ښاغلی خلیلزاد په بروکسل او پاریس کې اروپایی متحدینو، ناتو او ملل متحد سره په افغانستان کې سولې ته رسیدو لپاره هڅو تسریع په اړه به خبری وکړی.
همدارنګه ښاغلی خلیلزاد په مسکو کې روسی چارواکو او چینی چارواکو سره افغانستان کې جګړی څنګه پای ته رسولو په اړه به خبری وکړی.
دا په داسی حال کې دی چی مارک اسپر؛ د امریکا دفاع وزیر او نانسی پلوسی؛ د نمایندګانو مجلس رییسه د هغه هیواد کنګره ځینو غړو په ګډون هم یکشنبه په ورځ، په بیلابیل سفرونو سره کابل سفر کړي او سولې مذاکراتو بېرته شروع کیدو باندی ټینګار کړی دی.
دا پيښی د کارپوهانو له نظره په دی معنی دی چی واشنګتن قوی اراده لری ترڅو طالبانو سره امریکا سولې پروسه د سره پیل شی.
ددی کارپوهانو په باور، ډیر داخلی او خارجی عوامل د واشنګتن سرانو تګلاری باندی اغیزه کړی دی.
داخلی عواملو په اړه د ترامپ دولت سولې سیاست د طالبانو په وړاندی کېدلای شی د امریکا ولسمشر مصمم اراده څخه چی هغه هیواد نظامیانو دی بېرته امریکا ته وګرځی، اشاره وشی. هغه امریکایی رای ورکوونکو ته وعده ورکړی دی چی هیواد سرتیری یی کور ته وګرځوی او هغه باید د امریکا ۲۰۲۰ کال ټاکنو پوری خپل دا وعده باندی عمل وکړی؛ بالخصوص په داسی شرایطو کې چی هغه ځپل ځینو نورو ټاکنیز وعدو کې ماته خوړلی دی او نه دی توانیدلی چی ترسره یی کړی. که ترامپ وکولای شی افغانستان جګړه پای ته ورسوی، بیله شکه، دا کار به د هغه راتلونکې ټاکنو لپاره ډير ګټه وره وی.
که څه هم وړاندوینه کیږی چی د ترامپ نورو تصمیونو لکه سوریه څخه امریکایی ځواکونو وتل په اړه، افغانستان څخه هم د امریکایی نظامیانو وتل د امریکا رهبرانو، سیاستمدارانو او حکومت فعال نهادونو او هغه هیواد کنګره  نیوکو لاندی قرار ونیسی؛ خو امریکا ډیر خلګ د هغه څخه ښه راغلاست او ملاتړ به وکړی او دا همغه څه دی چی ترامپ ورته اړتیا لری.
بل موضوع، د ترامپ تګلاره د امریکا اقتصادی جګړو لګښتونو لږول دی. د ترامپ لپاره هیڅ توپیر نه کوی چی مخکې دولتونه د سوریه کردانو او یا کابل کې مستقر دولت سره کوم مراودات درلودلي او کوم پيمانونه یی امضا کړی دی. د هغه په باور، هیڅ داسی پیمان شتون نه لری چی ابدی او استراتژیک وی.
ترامپ په شکاره توګه وایی چی لکه څنګه چی موږ د فوتبال لیدو ته لیواله یو، طالبان د جګړی لیوالتیا لری. هغه سوریه کردانو په اړه هم مشابه خبری کړي او تلویحآ ویلی دی چی اجازه ورکړی چی هغوی وجنګیږی.
هغه همدارنګه غواړی چی امریکا هغه سرمایی چی نورو هیوادونو او یا سیمه ییز ناکارآمد او فاسد دولتونو ملاتړ لپاره مصرفوی، د امریکا ملی زیربناوو لپاره ولګوی.
د همدی لپاره، د طالبانو سره سوله، د ترامپ لپاره د لومړیتوبونو څخه دی او ځنډ په هغه کې د یو امریکایی سرتیری وژل کېدو لپاره، څو دلیل درلود چی یو یی د هغه پیمان امضا همزمانه کیدل د سپتامبر ۱۱ بریدونو سره وو. بل دلیل هم طالبانو مجبورول تاوتریخوالی کمولو او هغوی څخه امتیاز ترلاسه کولو لپاره وو.
بناپردی، اوس چی کابل د یو سیاسی پوست اندازی په لړ کې قرار لری او ددی انتظار شته چی د ټاکنو نتایجو اعلان سره، یو نوی دولت رامنځته شی، ترامپ هم غواړی یوځل بیا، سولې پروسه شروع کړی ترڅو راتلونکې پنځو کلونو پوری امریکا پوری اړوند یو دولت رامنځته کېدو مخه ونیسی. البته دا په دی معنی نه دی چی امریکایی سولې پروسه د همدی اوس څخه نتیجه ورکوی او افغانستان ټاکنې ماته خوری؛ بلکه ترامپ دولت غواړی چی ټاکنو پروسه او نتایج یی داسی مدیریت کړی چی د طالبانو سره سولې په وړاندی خنډ نه شی.
 
https://avapress.com/vdca6en6e49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې