دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 194215
ټاکنو نتایجو کې ځنډ؛ د رایو پر سر څه راځي؟
ټاکنو کمیسیون وایی، په ټاکنیز تقویم کې تازه بدلونونو په اساس، د ولسمشریزو ټاکنو نهایی نتایج د قوس په ۱۵ اعلان کیږی.
ذبیح سادات؛ د ټاکنو کمیسیون ویاند، دوشنبه(۶ عقرب) وویل، د کمیسیون تازه تصمیم په اساس، ټاکنو لومړنۍ نتایج د عقرب په ۲۳ او نهایی نتایج هم د قوس په ۱۵ اعلان کیږی.
قرار وو چی ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلی د میزان په ۲۷ نیټه او نهایی د قرب پّ ۱۶ نیټه اعلان شی؛ خو کمیسیون ونه توانیدل چی ټاکنو نتایج په ټاکلۍ وخت اعلان کړی.
د کمیسیون ویاند معاون د نتایجو ځنډ لامل تخنیکی مشکلات، معلوماتو په وخت نه رسیدل او په دی پروسه کې د شفافیت تامین وبلل.
هغه زیاته کړه چی قرار دی د درمالوګ کمپنۍ؛ د بیومتریک دستګاوو جوړوونکې، سه شنبه، ۷ عقرب کمیسیون ته تصفیه شوی رایو نتیجه ورکړی چی وروسته له هغه، د ټولو ولایتونو رایو بیاشمیرنه او تفتیش پروسه به شروع شی.
خو کارپوهان په دی باور دی چی دا کار، ددی پروسی اړوند سلامت او شفافیت په اړه شک نور هم ډيروی او پر کمیسیون باندی خلګو اعتماد نور هم لږوی.
د هغوی په باور، د ټولو خلګو رایو میزان نږدی دوه میلیون رایی دی چی حتی که په لاس هم حساب شوی وای ډیر ژیر به نتیجه یی لاس ته رسیدل، او د کمیسیون سلهاوو کار کوونکو استخدام په کتلو سره دا کار به په یوه اونۍ کې ترسره شوی وای.
ځينی منتقدین حتی په دی باور دی چی ولسمشریزو ټاکنو نتایجو اعلان کې ځنډ، سیاسی او غیری دلایل لری او دا موضوع، فنی مشکلاتو او شفافیت تامین او رای ورکوونکو معلوماتو لیږد پوری هیڅ اړوند نه دی.
د هغوی په باور، خارجی او داخلی پیاوړۍ لاسونه هڅه کوی ترڅو هر یو خپل په سهم ولسمشریزو ټاکنو نتایجو او خلګو رایو باندی اغیزه وکړی او خپل اهداف او ګټی په دی پروسه کې تامین کړی. داچی یو ورځ د هوا سړه والی په بهانه، د ټاکنو کمیسیون اطلاعاتو راټولولو حساس او استراتژیک مرکز قفل ماتیږی او بل ورځ، رقیب جریانونه نه بیومتریک شویو رایو پرسر یو بل په وړاندی دریږی، د ټاکنو بحران شکاره کوونکې دی.
په دی منځ کې، امریکایی چارواکو مکرر او مشکوک سفرونه کابل ته او هغوی ناڅرګند لیدنې د ټاکنو پیشتاز نامزدانو سره هم د خلګو بی اعتمادی زیاته کړي.
په داسی شرایطو کې، ټاکنو کمیسیون چی په شدت سره د انفعال او استقلال نه شتون او مدیریت کمزورتیا څخه رنج وړی، د ټاکنو نهایی او لومړنۍ نتایجو اعلان تاریخ ځنډولو نه بل چاره نه لری.
په دی اساس، هیڅوک په ښه توګه نه پوهیږی چی د ټاکنو نتایجو پرسر شته لانجو په سیوری کې، خلګو رایو باندی څه راځی. شاید یواځينی څه چی په دی منځ کې ارزښت نه لری، د خلګو رای وی؛ ځکه که دا رایی، د ټاکنو حقیقی نتایجو ټاکونکې وای، تراوسه ټول څه به مشخص شوی وای او هیڅ اړتیا و دومره تمهید او تاخیر او بدلون ته په تقویم کې نه وای.
بناپردی، شاید نور هیڅ هیله نه وی چی افغانستان خلګو حقیقی او پاک رایی دی وشمیرل شی؛ خو د خلګو یواځینی انتظار او صبر دادی چی دا بحرانی پروسه هر څه ژیر په خیر او په خوبی پای ته ورسیږی او د یو دوه قطبی، ضعیف او ائتلافی او اختلافی نوی دولت جوړیدو مخه ونیول شی.
 
https://avapress.com/vdchzknzm23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته