دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 194434
غیری نظامیان، امریکا هوایی بریدونو قربانیان

 
 
پنتاګون تازه ریپورت ښیی چی امریکا هوایی ځواکونه په یو میاشت کې د ۱۱۰۰ څخه ډیر هوایی بریدونه د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې ترسره کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت تازه ریپورت په اساس، ددی هیواد ځواکونه جاری کال سپتامبر میاشتی په جریان کې، په متوسط توګه هره ورځ نږدی ۴۰ هوایی بریدونه ترسره کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت په وینا، ددی بریدونو مقصد د داعش خراسان شاخه له لوری امن پټنځایونو جوړیدو څخه مخنیوی، القاعده شبکه او نورو تروریستی ډلو پټنځایونو جوړیدو مخه نیول دی.
افغانستان کې سازمان ملل سیاسی معاونت هیآت خپل اخیر ریپورت کې ویلی دی: د جنوری میاشت څخه د سپتامبر تر ۳۰ پوری جاری میلادی کال کې، ۵۷۹ تنه غیری نظامیان په هوایی بریدونو کې وژل شوی او ۳۰۶ تنه نور هم ټپیان شوی دی. دا شمیر د عینی وخت سره ۲۰۱۸ کال سره، نږدی ۲۸ سلنه ډيروالی ښیی.
افغانستان کې امریکایی ځواکونو هوایی بریدونو ډيریدنه، د تروریزم سره د هغه هیواد نظامی استراتژی بدلون په معنی نه دی؛ بلکه دا کار افغانستان مرګونۍ ناامنی کمولو او تروریزم کمزوری کولو کې هیڅ مرسته نه دی کړی. تراوسه هم امنیتی ځواکونو او خلګ، هره ورځ د تروریستانو هدفمند وژنو او منظم جګړو قربانیان کیږی. تراوسه هم لویی لاری او ولسوالی ناامنی دی. تراوسه هم تروریستان قدرت موضع کې قرار لری او هره ورځ نورو سیمو نیولو لپاره تهاجمی بریدونه ترسره کوی.
د داعش په اړه د طالبانو وروسته لوی امنیتی خطر په حیث، هیڅ څه بدلون نه دی کړي. همدا څو اخیرو ورځو کې، د سرپل او فاریاب والیان، ادعا کړی چی په لسګونه کورنۍ داعش څخه ددی ولایتونو کوهستانات او المار کې ځای پرځای شوی دی.
په ننګرهار کې مخکې یو چاودنه رامنځته شوه چی په لسګونه لمونځ کوونکې پکښی قربانیان شول چی پیاوړۍ احتمال سره د داعش کار وو.
بناپردی، امریکا هوایی بردیونو ډيریدل په افغانستان کې په څه معنی دی او کوم ګټه د دولت او خلګو لپاره لری؟
په دا کې کوم شک نسته چی دولت اخیرو میاشتو کې توانیدلی چی ډير ولسوالی د طالبانو څخه پاک کړی؛ خو دا کار، د افغانستان امنیتی ځواکونو رشادتونو او مبارزاتو په سیوری کې ترسره شوی او ځمکنیو جګړو حاصل وو نه د امریکا هوایی بریدونو ډيریدل.
له بل لوری خو د غیری نظامیانو وژل کېدو پروسه ددی میاشتو په لړ کې نوره هم ډير شوی دی. یوناما ریپورت شکاره کوی چی ددی وژل شویو ډير شمیر یی هوایی بریدونو له امله دی.
که څه هم دولت ادعا کوی چی طالبانو تقصیر دی چی ګڼه ګڼ سیمو کې پناه اخلی او د غیری نظامیانو څخه انسانی سپر په حیث ګټه اخلی؛ خو دا دا نیوکه هم کیږی چی که دولت او امریکا ددی موضوع پوهی سربیره، بیا هم طالبانو مواضعو باندی بریدونه کوی نو بیا یواځي طالبان مقصر نه دی.
غم انګیزه نکته داده چی امریکا او نور نظامی ائتلاف غړۍ د هغه هیواد په رهبری په افغانستان کې، د افغان بی ګناه غیری نظامیانو وینو په وړاندی هیڅ مسئولیت نه احساسوی او خپل سهم په برابر ددی وژنو په وړاندی ځوابګویه نه دی.
هغوی هر ځله د غیری نظامیانو وژل کېدو په اړه خبر خپرولو سره یا تحقیق وعده ورکوی او یا هم په یو ساده تاسف سره اکتفا کوی. په عمل کې تحقیق او څیړنې وعده یی کوم ځای ته نه رسیږی او په نتیجه کې غیری نظامیانو وژل کېدل هوایی بریدونو کې یو عادی پیښو باندی بدل شوی دی.
بناپردی، غیری نظامیان تر ټولو ډير لګښت امریکا هوایی بریدونو ډيریدو په وړاندی ورکوی؛ بیله دی هیڅ لوری د جګړی، دا امر ته توجه ولری او کوم اعتنا وکړی. په داسی شرایطو کې آیا د امریکا هوایی بریدونو ډيریدل افغانستان کې په سپتامبر میاشت کې د افتخار ځای دی؟!
 
 
https://avapress.com/vdcaeyn6y49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته