کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ځانګړو ځواکونو د نوم بدولو هڅې

11 عقرب 1398 ساعت 12:13


افغان ځانګړي ځواکونه چې ترهګر دښمن ترې یو ځای کې هم خوندي نه دی، او هر خای چې پټ وي، له منځه یې وړي، اوس په یوه او بله پلمه دبهرنی جاسوسان هڅه کوي دا ځانګړی ځواک د خلکو پروړاندې نوم بدی کړي.
ځانګړي ځواکونه چې د ځانګړي پولیسو قطعې، د امنیت قطعې او کمانډو ځواکونه پکې راځي، سږ کال یې داسې ځایونو کې بریالي عملیات کړي چې طالبانو کله هم فکر نه و کړی.
د هلمند موسی کلا، کجکي، دیشو، د کندهار شاه ولي کوټ، پنجوایي، ژیړۍ، د غزني جغتو، ګیلان او ده یک، د زابل شینکۍ، نوبهار او میزانه، د ارزګان چورې، خاص ارزګان او نور شمال، شمال ختیځ او لویدیځو ولایتونو ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
دا ولسوالۍ مې ځکه یادې کړې چې د طالبانو عمده مرکزونه پکې دي، زندانونه پکې دي، خو ځانګړو ځواکونو په زړه ورتیا سره دې ولسوالیو ته ځانونه ورسول او د طالبانو مشران یې ووژل او زندانونه یې مات کړل.
طالبان د دې هر ځل عملیاتو وروسته سیمه کې د صحنه سازۍ لپاره ګډوډي جوړوي او بیا اعلان کوي چې ګنې ځانګړو ځواکونو د ملکی خلکو کورونه وران کړي او یا یې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبان دا هر څه ځکه کوي چې ځانګړو ځواکونو یې بیخي خوبونه تښتولي او هغه ډول چې طالبانو به د افغانستان یا د ځینو ولایتونو د سقوط خوبونه لیدل، هغه یې ورته له منځه وړي دي.
لکه څنګه چې طالبان په جګړه کې له ایران، روسیې، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو امکانات ترلاسه کوي، داسې په سیاسیونو او کیلانو کې خلک شته چې دا امکانات ترلاسه کوي.
دا هېوادونه چې د طالبانو په ملاتړ کې خپلې ګټې ګوري او نه غواړي چې طالبان وځپل شي او یا له زوره ولویږي، ځینو سیاسیونو او وکیلانو ته لارښوونه کړې چې د ځانګړو ځواکونو پر ضد دې څرګندونې وکړي چې دا ځواکونه د خلکو پروړاندې متنفر شي.
زه باور لرم که افغانستان دا ځانګړی ځواک نه درلودلی، اوس به د ډيرو ولایتونو مرکزونه د طالبانو په کنټرول کې وی، خو برعکس تاسو ولیدل چې له طالبانو یواخې سږ کال ۱۸ ولسوالۍ نیول شوی، او سرکرده کسان یې له منخه تللي دی.
ځانګړي ځواکونه یواځې سږ کال توانیدلي چې د طالبانو ۱۳ زندانونه مات کړي او پکې بندي افغان سرتېري او ملکي وګړي ترې خوشې کړی.
نو افغان ولس دې بیداره وي چې د ځانګړو ځواکونو پروړاندې هڅې روانې دي، چې دا ځواک نوم  بدی کړي، فشارونه واردوی چې د دې ډلو عملیات متوقف شي، خو هیڅکله د دې خلکو په خوله باندې باور مه کوئ، دا جاسوسې کړۍ دي چې د افغانستان له ګټو ورته خپلې شخصي ګټې مهمې دي او په دې ډول څرګندونو سره دوی له نورو هېوادونو پیسې ترلاسه کوي.
انشاءالله دا ځانګړي ځواکونه به افغانستان له ترهګرو ډول پاکوي او د بهرنیو هېوادونو هغه ارمان به خاوري کوی چې ترهګرو ډلو ته د افغانستان د بربادۍ او نظام ړنګولو لپاره امکانات ورکوي.


د مطلب کود: 194477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/194477/د-ځانګړو-ځواکونو-نوم-بدولو-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com