دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 194631
ولی داعش په افغانستان کې له منځه نه ځی؟

 
 
د امریکا خارجه وزارت د یو ریپورت په خپرولو سره وایی چی تروریزم د هغه جملی څخه داعش په ټول نړۍ کې رشد کړي او ددی ډلې خراسان شاخه افغانستان کې مرګونۍ بریدونه ترسره کړی دی.
په دی ریپورت کې چی جمعه ورځ، ۱۰ عقرب کې خپور شوی دی، راغلی دی چی تروریستی ډلې، بالخصوص داعش سوریه او عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکولو سره، دریمی هیوادونو ته تللی او افغانستان او پآکستان کې مرګونۍ بریدونو ترسره کولو باندی قادر شوی دی.
د امریکا خارجه وزارت زیاته کړي: د داعش خراسان شاخه په ۲۰۱۸ کال کې فعال وو. سربیره پردی چی د تروریزم پرضد فشارونه د افغانستان او قاطع ملاتړ ځواکونو او طالبانو سره نښتو کې، ددی ډلې جنګیدونکې د جګړي ډګر څخه پاک شوی او ددی ډلې توان د پراختیا لپاره محدود شو؛ خو دا ډله افغانستان او پآکستان کې سختو بریدونو باندی توانیدلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو کې د سرپل او فاریاب والیان ددی ولایتونو المار او کوهستانات ولسوالیو کې د داعش خارجی غړو لسګونو کورنیو ځای پرځای کېدو څخه خبر ورکړی دی.
د امریکا خارجه چارو وزارت ریپورت شکاره کوی چی د داعش تروریستی ډلې کمزوری کېدو سربیره په سوریه او عراق کې، قرار نه دی چی دا ډله افغانستان کې مشابه برخلیک ولری او ماته وخوری.
دا ریپورت دا اذعانوی چی داعش په افغانستان کې، پیاوړۍ دی او سیمه ییز چارواکو تایید او جاری وضعیت ته په کتو سره، د هغه ډلې قدرت لمن د پراختیا په حال کې دی.
د تعجب او حیرانتیا خبره داده چی د امنیتی او نظامی مسایلو کارپوهانو په باور د امریکا خارجه وزارت بیله دی چی د داعش سره مبارزه ته په افغانستان کې د امریکا او ائتلاف غړو مسئولیتونو ته اشاره وکړی، هغه ډلې پیاوړۍ کېدو ته اشاره کوی.
دا په داسی حال کې دی چی د پوهانو په باور، د داعش پیاوړۍ کېدنه په افغانستان کې، د امریکا په رهبری شرم آوره ماموریت په اصطلاح تروریزم سره مبارزه ماته او یا بدتر د هغه څخه، د تروریزم پراختیا او بی ثباتی او جګړی او بحران د لویو اهدافو لپاره دی.
په هر صورت کې، افغانستان کې جاری وضعیت او هغه ډلې ګواښونه امریکا او هغه هیواد همپیمانانو مسئولیت دی.
په لسګونه کورنۍ چی په سرپل او فاریاب کې ځآی پرځآی شوی دی، د آسمانه نه دی راغلی، هغوی د هیواد هوایی او ځمکنۍ مرزونو څخه په سادګی تیر شوی او خپل نظر وړ افغانستان لیری سیمو ته رسیدلی. همدا حقیقت د داعش جنګی تجهیزاتو او جنګیدونکو په اړه هم شتون لری.
په دی اساس څوک بغیر له امریکا او ناتو او هغوی سیمه ییز هم پیمانانو څخه ددی پيښو ځوابګویه وی؟
ولی د امریکا خارجه وزارت په ریپورت کې هیڅ اشاره و دا موضوع ته نه کیږی او هیڅ ځواب ددی پوښتنو لپاره نه وړاندی کیږی؟
واضح خبره ده چی کاسه لاندی نیم کاسه ده او داعش پروژه په افغانستان کې، ډیر پيچلی دی.
په دی منځ کې د پوهانو په باور، د ابوبکر بغدادی وژل کېدل به افغانستان کې داعش نفوذ او قدرت مخه ونه نیسی؛ ځکه د برنامه په اساس، داعش په افغانستان کې د سوریه او عراق څخه په پوره توګه بیل دی او بېل کنترول کیږی او شاید په لسګونه خارجی کورنۍ چی کوهستانات او المار ولسوالیو کې ځای پرځآی شوی دی، اصولآ ابوبکر بغدادی ونه پیژنی او هغه مرګ څخه هم خبر نه وی.
بناپردی، ددی انتظار نه شته چی د داعش مرکزی ګروه رهبری کې بدلونونه، افغانستان کې هغه ډلې وضعیت باندی اغیزه وکړی او شرایط افغانستان خلګو په ګټه بدلون ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcjtxevvuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته