دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 194777
افغانستان سوله؛ ولی سنا د خلیلزاد برکناره کېدو غوښتونکې شو؟

 
اصف صدیقی؛ د سنا مجلس دوهم معاون د امریکا څخه غوښتی دی چی زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره برکناره کړی.
د سنامجلس دوهم معاون یکشنبه په ورځ، ۱۲ عقرب ددی مجلس په عمومی ناسته کې وویل چی خلیلزاد د سولې په پروسه کې خپل شخصی اهداف لټوی او باید برکناره شی.
هغه ټینګار وکړ چی واشنګتن د خلیلزاد پرځای، بل نماینده د افغانستان سولې چارو لپاره معرفی کړی.
د ښاغلی صدیقی په وینا، د خلیلزاد هڅې د سولې تامین په برخه کې افغانستان لپاره موثره نه دی.
صفی الله هاشمی؛ د سنا مجلس بل غړۍ هم وویل چی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره خبرو اترو کې باید اوربند برقراره کېدو او بین الافغانی مذاکراتو شروع باندی متمرکز وی.
هغه زیاته کړه چی خلیلزاد د طالبانو سره سولې مذاکراتو کې غلطی کړیده.
امریکا سفارت په کابل کې ویلی دی چی خلیلزاد خپل اخیر سفر کې کابل ته د حکومت مشرانو، حکومتی پخوانۍ چارواکې، مدنی ټولنې غړۍ او دینی عالمانو سره د سولې په اړه خبری کړی دی.
دا لومړۍ ځل نه دی چی زلمی خلیلزاد افغانستان سولې پروسه کې شخصی ګټو لپاره هڅو باندی تورنیږی. څو میاشتی مخکې هم حمدالله محب؛ د اشرف غنی ملی امنیت مشاور چی امریکا ته سفر کړی وو، په واشنګتن کې د خبرنګارانو سره په خبرو کې، خلیلزاد شخصی ګټو کار باندی تورن کړی وو. هغه وویل چی خلیلزاد مخکې له دی هم افغانستان کې قدرت دستګاه هدایت سکان په اختیار کې نیولو لپاره هڅه کړی دی؛ خو نه بریالی شوی او دا ځل غواړی د سولې په نامه د یو وایسرا په حیث کابل ته ننوځی.
ښاغلی محب اظهارات په هغه وخت کې د امریکا خارجه چارو وزارت سخت غبرګون سره مخ شو او په لړ کې یی، امریکایی چارواکې د اشرف غنی ملی امنیت مشاور سره کار ودروله. په دی حال کې، داسی په نظر رسیږی چی د خلیلزاد هڅې شخصی اهدافو ته رسیدو لپاره سولې پروسه کې تراوسه هم نه دی دریدلی.
سربیره پردی، د خلیلزاد ماموریت حتی که د امریکا رسمی سیاست په اساس هم عمل وکړی، افغانستان دولت او خلګو په ګټه نه دی؛ ځکه هغه طالبانو په وړاندی افغانستان خلګو اوحکومت مستقیم سولې خبرو اترو یو خنډ دی.
زلمی خلیلزاد نږدی یو میاشت د طالبانو سره خبری اتری وکړی؛ خو هیڅ وخت د کابل مستقیم مشارکت لپاره هڅه ونه کړه او حتی په وړاندی یی خنډ وګرځید.
ډير ځلې حکومت او سیاسی رهبران او ګوندونه د سولې په خبرو اترو کې مستقیم او مستقل ګډون غوښتونکې شو؛ خو خلیلزاد په یو اړخیزه توګه طالبانو سره پرده شاته خبرو اترو ته دوام ورکړ او حتی هغه ډلې سره توافق امضا کېدو پوری هم مخته لاړ.
د کارپوهانو په باور، دا ټوله ددی څرګندوونکې دی چی امریکا او هغه خاص نماینده نه یواځي داچی سولې رامنځته کولو عامل نه دی؛ بلکه په وړاندی یی خنډ ګرځيدلی دی؛ ځکه امریکا او خلیلزاد نظر وړ سوله هغه سوله نه ده چی افغانستان خلګ غواړی. داسی سوله یواځي امریکایانو مصونیت او امنیت متضمن کیدلای شی او هغوی اهداف ترسره کوی.
داسی تصور کیږی چی د زلمی خلیلزاد همدی تګلاری له امله حتی افغانستان دولت هم هغه ته ښه څېره نه شکاره کوی. د مثال په توګه، هغه اخیر پنځه ورځنۍ سفر و کابل ته، هیڅ اعلامیه د اشرف غنی سره خلیلزاد خبرو اترو محتوا په اړه خپور نه شو.
په دی حساب، ترڅو چی د سولې پروسی هدایت سکان د خلیلزاد په نامه عنصر انحصار کې وی، ددی انتظار نه شی کیدلای چی دا پروسه په مکمل توګه افغانستان دولت او خلګو په میل مخته لاړ شی، او له دی نظره، حق د سنا مجلس نمایندګانو دی چی د خلیلزاد د ګوښه کېدو غوښتونکې شوی دی.
 
https://avapress.com/vdca0yn6049no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته