کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا په قاموس کې د تروریزم تعریف

15 عقرب 1398 ساعت 16:08



 
امریکا خارجه وزارت ادعا کړي چی القاعده شبکه د ایران په ملاتړ افغانستان او سوریه ته ځواکونه استوی.
ددی وزارت په کلنۍ ریپورت کې د نړۍ ترهګرو په اړه، ایران د ترهګرو بدترین ملاتړ کوونکې معرفی شوی دی.
امریکا ادعا کړي دی چی ایران په دوامدار توګه القاعده شبکه ته پناه او په دی هیواد کې فعالیت اجازه ورکړی دی.
په دی ریپورت کې راغلی دی چی ایران هر کال یو میلیارد دالر په ارزښت د ترهګرو ملاتړ باندی مصرفوی.
د امریکا خارجه وزارت په ریپورت کې راغلی دی چی تهران د حزب الله لبنان، حماس او فلسطین اسلامی جهاد ډلو په شان ډلې مالی ملاتړ کوی.
د امریکا خارجه وزارت ادعا کړي چی ایران هم په ټول نړۍ کې بالخصوص په اروپایی هیوادونو لکه بلجیم، پاریس، دنمارک او فرانسه کې تروریستی دسیسو باندی لاس وهلی دی.
په دی ګزارش کې راغلی دی چی سربیره پردی چی پاکستان د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ سیاسی مصالحه څخه ملاتړ کړي؛ خو د طالبانو او حقانی شبکه فعالیتونه ددی ډلو امن پټنځایونو کې پاکستان خاوره کې نه دی محدود کړي.
امریکا هر وخت د تروریزم څخه خپل مطلب او مفهوم ایستلی او تروریزم د تاریخ په اوږدو کې یو پیاوړۍ فشار ځواک په حیث د امریکا دولت په اختیار کې پاته شوی دی؛ هغه وخت چی متحده ایالات اړتیا درلود د هغه څخه خپل اهدافو ته رسیدو په موخه په نورو هیوادونو کې ځینی ګټه اخیستی دی چی ښه نمونه یی معاصر وخت کې، القاعده او داعش او نورو تکفیری تروریستی ډلې دی، او هغه وخت هم چی متحده ایالات ګټی د خطر سره مخ شوی دی، امریکا د بدنام ټاپی په ګټه، نور هیوادونه بدنامه کړي چی په دی برخه کې کولای شو د حزب الله لبنان او حماس او اسلامی جهاد ډلو څخه په فلسطین کې یادونه وکړو. حزب الله یو محبوب ځواک په لبنان کې دی چی د اسراییل غاصب تیریو په وړاندی یو سد او حایل په توګه دریدلی دی او خپل هیواد او خلګو څخه دفاع کوی. حزب الله همدارنګه د لبنان مستقر دولت نیم برخه په اختیار کې لری. حماس هم په فلسطین کې پارلمانی ټاکنو ډير رایی کسب کړي؛ خو اسراییل او امریکا او اعراب او داخلی مزدورانو توطئه حماس د دموکراتیک او مشروع حق څخه برخمن کېدلو حق ورنه کړ.
القاعده هم یو بل واضح مثال د امریکا خودخواهانه ګټه اخیستنې په برخه کې د تروریزم مفهوم څخه دی. القاعده شبکه او خپله اسامه بن لادن یو وخت چی د متحده ایالاتو غیری رسمی متحدانو څخه د شوروی په وړاندی په افغانستان کې وو. امریکا اسلامی بېلابیلو هیوادونو او عرب څو ملیتی جهادی ځواکونو یو لویه برخی په تجهیز او زده کړی ورکولو سره پاکستان له لوری افغانستان ته لیږلو سره هڅه وکړه چی شوروی ته ماته ورکړی او کابل کې هغوی ملاتړ لاندی کمونیستی رژیم ساقط کړی. دا هدف ترسره شو؛ خو اسامه بن لادن او نور خارجی جنګیدونکې د هغه تر امر لاندی خپل حیات ته د القاعده تر پوشش لاندی ادامه ورکړه.
امریکا د شوروی ماتې وروسته د جهاد بدنامه کولو ته اړتیا درلود ترڅو په راتلونکې کې د بیګانه اشغالګرو ځواکونو پّ وړاندی قیام ونه کړی. ددی برنامه څخه مقصد، امریکا په مشری غرب لشکرکشی لپاره لوړ مدته زمینه سازی وو.
د همدی لپاره، امریکا تصمیم ونیول چی القاعده او نور جهادی ډلې دا ځل د تروریزم تر نامه لاندی سازماندهی کړی او هغوی خپل ځان په وړاندی فرضی دشمن په حیث شکاره کړی او په دی توګه، دوه مشخص هدف ته ورسیږی: یو جهاد بدنامه کول او تروریزم سره یی مستقیم نسبت ورکول او دوهم افغانستان په شان هیوادونو ته خپل نظر وړ امپریالیزم تعمیم.
اوس امریکا خپل مخالف هر جهادی او اسلامی ډله د نړۍ په هره سیمه کې د تروریزم تر نامه لاندی تحریموی او ملی مشروع دولتونه چی نه غواړی د عرب لاسپوڅۍ رژیمونو په شان د امریکا فرمان څخه اطاعت وکړی او خپل هیواد سرچینی د متحده ایالاتو په اختیار کې ورکړی، د تروریزم ملاتړ کوونکې یی بولی.
دا د تروریزم تعریف د متحده ایالاتو په قاموس کې دی؛ هغه هیواد چی خپله هم په نړۍ کې د تروریزم رامنځته کوونکو څخه دی او هم سیمه کې تروریزم ملاتړ کوونکو رژیمونو سره استراتژیک او دوستانه اړېکی لری.
په دی توګه، آیا کوم څوک د امریکا خارجه وزارت کلنۍ دروغ ریپورت د تروریزم په اړه قبول کړی؟
له بل لوری، که امریکا ایران او پاکستان همزمان د تروریزم ملاتړ کوونکې بولی؛ نو ولی یواځي پاکستان نه تحریموی؛ بلکه ورسره هر اړخیزه اړېکه لری او هره ورځ امریکایی او پاکستانی چارواکو سره رسمی لیدنې ترسره کوی؟
 


د مطلب کود: 194939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/194939/د-امریکا-په-قاموس-کې-تروریزم-تعریف

آوا
  https://www.avapress.com