دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 195125
د داعش مشر ابوبكر البغدادي څوک و؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د “اسلامي دولت” (داعش) نومي ډلي د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي وژل کيدل اعلان کړل.
ټرمپ خبریالانو ته وویل، البغدادي د سوریې شمال کي د امریکا پوځي عملیاتو کي ووژل سو. په دې عملیاتو کي ۸ امریکايي چورلکو ګډون درلود. البغدادي وروسته تر هغه چي په عراق او سوریه کي یې خپل خلافت اعلان کړ، په وروستیو کلونو کي پټ ګرځېده، د ده خلافت د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کي د سوریې له باغوز جګړې وروسته ړنګ سو. البغدادي امریکا ته مطلوب کس و، چي پر سر یې ۲۵ ملیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.
ابو بکر البغدادي څوک دی؟
ویلیم مکينټ په خپل “د اسلامي دولت جوړېدو ورځ: د نړۍ پای ته د اسلامي دولت تاریخ، ستراتیژي او لیدلوری” کتاب کي وايي: “”که البغدادي مړ سي، نو دا ډله به له سیاسي پلوه هر څه له لاسه ورکړي”.
البغدادي، چي اصلي نوم یې ابراهیم عواد ابراهیم البدري و، په ۱۹۷۱ کال د بغداد شمال سامراء ښار کي زېږېدلی. نوموړی د یوې متدیني سُني کورنۍ غړی و، چي له البدري قبیلې سره یې تړاو درلود. البغدادي ماشومتوب په سامراء ښار کي تېر کړی او بیا وروسته په ۱۸ کلنۍ کي بغداد ته ولېږدېد. نوموړي په ۱۹۹۶ کال له بغداد پوهنتون څخه په اسلامي زده کړو کي لېسانس واخیست، بیا یې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۷ کلونو کي د صدام حسین د اسلامي زده کړو پوهنتون کي ماسټري او دوکتورا هم واخیسته. البغدادي تر ۲۰۰۴ کاله د بغداد شمال لوېدیځ الطوبجي کلي کي اوسېده، دی هلته په ارام سړي مشهور و، چي د کلي جومات کي به یې ماشومانو ته قرآن شریف ورښود، همدا رنګه د کلي د فوټبال لوبډله کي هم لوبېده، خو هغه وخت یې کوم سیاسي فعالیت نه درلود. اټکل دی چي البغدادي له سخت دریځو سلفي ډلو سره ورو ورو نژدې کېده، چي باالاخره په ۲۰۰۰ کال یې له جهادي سلفي ډلو سره لاس یو کړ.
د “اسلامي دولت” (داعش) راپورته کيدل
په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل وروسته، البغدادي د “اهل سنت او جماعت پوځي” وسله والي ډلي په جوړولو کي ونډه واخیسته. امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۴ کال په فبرورۍ میاشت کي الفلوجه ښار کي البغدادي ونیو او په “بوکا” پوځي زندان کي کابو لس میاشت بندي و، هلته ګڼ نور ورته کسان هم ساتل کيدل. نوموړي په دې زندان کي له نورو سخت دریځو زندانیانو سره، چي بیا وروسته د اسلامي دولت ډلي قومندانان هم سول، وخت تېر کړ. البغدادي په زندان کي تل وعظ او نصیحت کاوه، لمانځه ته یې هڅول او د جمعې خطبه به یې ویله. یوه بندي ویلي، البغدادي زندان کي لږ خبري کولې او منظم سړی و او په زندان کي یې صدام ته نژدې کسان جهادي سلفي ډلي ته وربلل. البغدادي په بوکا کي له بندیانو سره ژوري اړیکي جوړي کړې، چي باالاخره د ۲۰۰۴ دیسمبر میاشت کي تر خوشي کيدو وروسته یې هم له هغوی سره اړیکي وپاللې.
امریکایانو ځکه هغه خوشی کړ چي په وینا یې د خطر کچه یې ټیټه ده. په ۲۰۰۴ کال د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي وو: “کله مو چي هغه په ۲۰۰۴ کال ونیو، د سړک غاړي سړی و، خو موږ نه پوهېدو چي هغه به د “اسلامي دولت” ډلي مشر کېږي”.
تر خوشي کيدو وروسته البغدادي په عراق کي د القاعده شبکې له ویاند سره اړیکه ونیوله، چي هلته یې مشري اردني ابو مصعب الزرقاوي کوله. د القاعدې ویاند د البغدادي له شرعي او دیني پوهي اغېزمن سو، همدا و چي د سوریې پلازمېني دمشق ته یې په سفر کولو قانع کړ، چي هلته د القاعدې تبلیغاتي سیستم مخ ته یوسي. البغدادي په عراق کي د القاعده شبکې له مشر ابو مصعب الزرقاوي سره خپله اړیکه لا پسې ټینګه کړه.
د ۲۰۰۶ کال لومړیو کي عراق کي القاعدې یوه جهادي ډله جوړه کړه او د “مجاهدینو شورا” نوم یې ورکړ. د ۲۰۰۶ جولای کي د امریکا هوايي برید کي د ابو مصعب الزرقاوي تر وژل کيدو وروسته، ابو ایوب المصري د هغه ځای ناستی سو. د همدې کال په اکتوبر میاشت کي ابو ایوب المصري په عراق کي القاعده شبکه منحل کړه او پر ځای یې “اسلامي دولت” نومې ډله جوړه کړه چي دې ډلي له اصلي القاعده شبکې سره خپله ملګرتیا ټینګه کړه.
نوی مشر
د البغدادي ستوری هغه مهال ژر وځلېد، چي په اسلامي علومو کي یې وړتیا لوړه وګڼل سوه او د بهرنیو جنګیالیو په جذبولو کي یې خاص مهارت درلود. البغدادي د دغي ډلي د شورا مشرتابه غړی سو، چي ۱۱ نور غړي یې هم لرل. په ۲۰۱۰ کال دې شورا د خپل پخواني مشر او بنسټګر ابو عمر البغدادي تر وژل کيدو وروسته ابوبکر البغدادي د یادي ډلي نوی مشر وټاکه. د ځانګړو امریکايي ځواکونو د عملیاتو له ډېرېدو سره البغدادي د دې ډلي غړي او جنګیالي سره منسجم کړل.
سوریه کي کورنۍ شخړه
په ۲۰۱۱ کال تونس، مصر او سوریه کي د پاڅونونو او عرب پسرلي له پیلېدو وروسته، البغدادي له وخته په ګټي اخیستو خپل یو سوریایی همکار ابو محمد الجولاني په سوریه کي د خپلي ډلي د څانګي جوړولو له پاره وګماره چي وروسته دا ډله په “نصرت جبهه” مشهوره سوه. د البغدادي او نصرت جبهې د مشر تر منځ ژر اختلاف پیل سو.
په ۲۰۱۳ کال البغدادي وویل، نصرت جبهه په عراق کي د اسلامي دولت ډلي برخه وه چي وروسته یې نوم “په عراق او شام کي اسلامي دولت ډله” سو. البغدادي د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري هغه غوښتنه رد کړه چي ګني نصرت جبهې ته خپلواکي ورکړل سي. همدا و چي الظواهري د ۲۰۱۴ فبرورۍ کي له “اسلامي دولت” نومي ډلي سره د القاعدې اړیکي غوڅ کړل. البغدادي او ډلي یې نصرت جبهه کي له جنګېدو انکار وکړ. ابوبکر البغدادي تر مرګ کابو دوې نیمي میاشتي مخکي خپل ځایناستی معرفي کړی و: محمد سعید مولا چي په عبدالله قرهداش مشهور دی.
البغدادي په لومړي ځل په ۲۰۱۴ د عراق شمال الموصل ښار کي وروسته تر هغه راڅرګند سو، چي “اسلامي دولت” ډلي دغه ښار ونیو او هلته یې د موصل النوري جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال ځان د “مسلمانانو خلیفه” اعلان کړ
https://avapress.com/vdcirwazwt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته