کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نوی اقدام؛ کابل ښاروالي د ږغيز چاپېريال ککړتيا کموي

18 عقرب 1398 ساعت 10:48

په ښار کي ږغيزي ککړتیا د ښاریانو له پاره جدي ستونزي پيدا کړي دي. د کابل چاپېریال ساتني اداره په ښار کي شور او ږوږ د اوسېدونکو روغتیا ته ګواښ بولي. په کابل کي ږغيزه ککړتیا ان په حساسه ساحه کي هم خلک ځوروي، حساسي ساحې هغه سیمي دي چي روغتونونه، استوګنځي، ښوونیز او تحصیلي مرکزونه په کښي فعال دي. لاوډسپېکر د کابل په کوڅو کي یو له آشنا ږغونو، خو د ډېرو له پاره ځوروونکی دی. دا وړ پلورل په کوڅو کي له پخوا دود دي، خو په وروستۍ یوه لسيزه کي لوډ سپیکرونو دا ږغونه بدرنګ کړي.


لاوډسپيکر په لاس عزیزالله د کابل په یوه کوڅه کي یوه زړه کڅوړه چي په کښي یې د ماشین جوړوني توکي یې اچولي په شا کړي وه: “مجبور یو چي آواز وکړو، که کومه ورځ دا لاوډسپيکر نه وي کار ته نه راځم. له دې پرته نه کيږي. اوس شرمېږم چي له لاوډسپیکر پرته ږغ وکړم ورسره روږد سوی یم.”
دی وايي، ډېر ځله د کورنیو د ځوروني لامل سوی هم دی او ترې غوښتل سوي چي لاوډسپيکر بند کړي.
د ایسکریم له پلورني د کچالو تر خرڅلاو پلورونکي په لاوډسپيکر کي نارې وهي. هغه څه چي د پلورونکي له پاره هوساینه ده خو د اوسېدونکو له پاره لوی مزاحمت دی. دا ږغ پر ناروغانو سربېره پر عادي کسانو هم ښه نه لګېږي.
د رحمان مېني اوسېدونکی عبدالولي شینواری وايي، له لاوډسپيکر پرته هم دا کار کيږي: “که څوک ناروغ نه وي هم په تکلیفوي یې د سپيکر اواز ډېر لوړ وي. دوی کورونو ته یو ټک ټک کولای سي چي دغه شی مي راوړی دی.”
په بازارونو کي ږغيزه ککړتیا له دې څو چنده بدتره ده. د ښار په یوه بله څنډه کي بیا د ښاروالۍ چارواکي د لاوډسپیکرونو په راټولولو بوخت دي. دوی یو کمپاین کي له پلورونکو لاوډسپيکرونه اخلي. د غرفو یا ټپریو او کراچیو پلورونکي خپه خو خلک خوشحال دي.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتني عمومي مدیر اجمل- چي په دغه کمپاین کي برخه لري- وايي، د ښار د ږغیزي ککړتیا پاکول هم د دوی کار دی: “مخکي موږ د ږغیزي ککړتیا د ضررونو په اړه چي څومره صحت ته تاوان لري عامه پوهاوی ورکاوه. اوس مو عملي کار پیل کړی چي موږ باید دغه راټول کړو. دوی زموږ خبرو ته غوږ و نه نیاوه مجبور سوو چي را ټول یې کړو.”
خو د ښاروالۍ له کمپاین څو شېبې وروسته د ښار په دغه سیمه کي د بدلون نښي نه ليدل کيږي. په دغه ګڼه ګوڼه سیمه کي لا هم د لاوډسپيکرونو ږغ لوړ اورېدل کيږي. د هوټل له سندرو نیولې د موټرونو تر هارنونو هغه ږغونه دي چي د کابل په ډېرو سیمو کي خلک ځني ځورېږي. په استوګنیزو سیمو کي بله ستونزه د چورلکو د ټیټ الوتږغونه دي، چي د ناامنۍ له امله حکومتي چارواکي، نظامیان او ډیپلوماتان په کښي ډېر تګ راتګ کوي.
د ږغیزي ککړتیا کنټرول له پاره اصول هم سته. د چاپيریال ساتني اداره هر ډول کړنه چي له مجاز حده د ډېري ږغیزي ککړتیا لامل کيږي بنده کړې. د کابل د چاپيریال ساتني ادارې مشر کاظم همایون ‘صوتي’ ککړتیا د انسان، حیوان او نبات له پاره جدي ګواښ بولي. دی وايي، د ږغ اندازه ګیري واحد ډیسبل معیارونه په بېلابېلو هيوادونو کي توپیر لري. د ښار په منځ کي ۴۰ ډیسبله اجازه سته له دې ډېر د ننګونو لامل ګرځي.
اول محمد چي پر بایسکل خپل توکي پلوري د لاوډسپيکر لوړ ږغ یې له لېري اورېدل کيږي. دی وايي، پرته له دې بله لار نه لري، مجبوره دی چي په لاوډسپیکر کي د خپل تګ خبر ورکړي: “چي دا و نه لګوو نو خلک څنګه پوهېږي چي دا د موږک دوا ده. د نورو پلورونکو توکي معلومېږي، زموږ وال خلک څنګه وګوري په دې مملکت کي ټول خلک چرتونه وهي په لاره چي ځي، روان دلته وي چرت په امریکا کي وهي، تاسي فیصله وکړئ؟”
فیصله به سخته وي، دغه ارزانه لاوډ سپيکرونو ډېرو ته د ډوډۍ پیدا کولو اسانه لاره ده.


د مطلب کود: 195126

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/195126/نوی-اقدام-کابل-ښاروالي-د-ږغيز-چاپېريال-ککړتيا-کموي

آوا
  https://www.avapress.com