کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تاوتریخوالئ باطله څرخه او خارجیانو حضور

19 عقرب 1398 ساعت 10:50



 
 
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی مدیر وایی ترڅو چی طالبان د تاوتریخوالی څخه لاس ونه اخلی، دا سازمان په افغانستان کې پاتیږی.
ښاغلی استولتنبرګ وویل چی طالبان نظامی لاری نه شی کولای چی افغانستان امنیتی ځواکونو ته ماته ورکړی.
هغه زیاته کړه: افغانستان کې ډير مشکلات شتون لری؛ خو پرمختګونه هم د حسابولو وړ دی، اوس افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه هغه دنده چی د سل زرو څخه ډیر خارجی نظامی ځواکونو له لوری مخته وړل کېدل، په غاړه لری.
د ناتو عمومی مدیر وویل چی دا د ناتو واضح پیغام و طالبانو ته دی چی دا ډله جګړی ډګر کې نه شی کولای چی بریالی شی؛ نو د همدی لپاره باید مذاکره ته حاضر شی او جګړه د سیاسی توافق له لاری حل کړی.
هغه یوځل بیا د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ باندی ټینګار کړي او وویل چی په افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزی ترټولو ښه لاره د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ دی.
کارپوهان وایی چی د ناتو عمومی مدیر تازه اظهارات، افغانستان کې د خارجی نظامیانو ماموریت ادامه باندی ټینګار دی او دا مساله دا ځل بیا د یو غربی نظامی مقام له لوری مطرح کیږی چی پوهان وایی چی د افغانستان امنیت پیچلۍ معضل او هغوی نظامی ماموریت استمرار نه حل کیږی؛ بلکه حتی دا امکان شتون لری چی نور هم پيچلی شی؛ ځکه د هغوی په باور تروریستان د ۱۹ کالو راهیسی په دی بهانه په افغانستان کې حضور لری چی خارجی ځواکونه په افغانستان کې حضور لری او ډیر ځلې اعلان کړي چی ترڅو چی دا ځواکونه د افغانستان څخه نه وی وتلي هغوی خپل په اصطلاح (جهاد) ته ادامه ورکوی.
که څه هم د کارپوهانو په باور، هغه جګړه چی اوس جریان لری او کلونه مخکې شروع شوی وو، د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی جګړه ده؛ ځکه اصلی قربانیان یی د افغانستان امنیتی ځواکونه او غیری نظامیان دی نه خارجی او امریکایی ځواکونه مستقر په افغانستان کې. په دی حساب، تروریستان هم دروغ وایی چی هغوی په افغانستان کې د خارجی ځواکونو په وړاندی جګړه کوی.
بل نکته داچی خارجی ځواکونه د ۲۰۱۴ کال راهیسی، نور هیڅ مسئولیت د تروریزم سره مستقیم مبارزه لپاره په افغانستان کې نه لری او تروریستانو په وړاندی جګړی او عملیاتونه د افغانستان امنیتی ځواکونو په غاړه دی؛ بناپردی، تروریستان که خپل دا ادعا کې صادق دی باید افغانستان دولت له لوری سولې مکرر غوښتنو ته لبیک ووایی او هیواد کې جاری نیابتی جګړه پای ته ورسوی؛ بناپردی، روشانه خبره ده چی د هغوی مقصد د جاری جګړی څخه نه خارجی نظامیانو حضور دی؛ بلکه خارجی سلطه جویه قدرتونو راهبردی برنامی او اهدافو مخته وړل دی.
سربیره پردی چی ناظران ټینګار کوی چی خارجی ځواکونو حضور د تروریزم سره مبارزی په بهانه او هیواد امنیتی وضعیت خرابېدو سره، هیڅ ګره د افغانستان امنیت بحران څخه نه خلاصوی.
دلیل یی هم واضح دی. خارجی ځواکونه د هغه وخت راهیسی چی جنګی ماموریت یی پریښی دی او ټول مسؤولیت جګړی په برخه کې، داخلی امنیتی ځواکونو ته پریښی دی او د ناتو ملاتړ ماموریت مخته وړلو په بهانه افغان امنیتی ځواکونو ته مشورت او زده کړی ورکولو په مقصد، خپل پایګاوو ته تللی او نور هیڅ نقش جګړی په ډګر کې نه لری.
په دی حساب، افغانستان کې د ناتو نظامی ماموریت ادامه باندی مکرر ټینګار به افغانستان امنیت مساله حل سره مرسته وکړی؟ دا کار، یواځي کولای شی تروریستانو ته تازه بهانه په اختیار کې ورکړی ترڅو افغانستان جګړه توجیه کړی او نور هم قربانیان واخلی. له دی لید څخه، د خارجی ځواکونو حضور او تاوتریخوالی یو باطل څرخه کې، د ځواکونو ډیریدو او جګړي ډيریدو ترمنځ یو مستقیم نسبت شتون لری.
 


د مطلب کود: 195215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/195215/د-تاوتریخوالئ-باطله-څرخه-او-خارجیانو-حضور

آوا
  https://www.avapress.com