کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلګ د حقانی آزادیدو لوی بایلونکې

22 عقرب 1398 ساعت 17:52



 
 
د طالبانو یوه سرچینه منلئ چی انس حقانی او طالبانو دوه نور ارشد غړۍ سه شنبه ورځ د دولت بندیخانی څخه آزاد شوی او قطر لوری ته حرکت کړی دی.
دا سرچینه رسنیو ته ویلی دی چی دری تنه بندیان د هغه جملی څخه انس حقانی، د حقانی شبکه پخوانۍ رهبر سراج الدین حقانی ورور د بګرام بندیخانی څخه آزاد شوی او قطر لوری ته په حرکت دی. ددی سرچینی په وینا، د طالبانو دا غړۍ به قطر ته ورسیږی.
اشرف غنی په یو خبری ناسته کې په ارګ کې اعلان کړ چی د طالبانو دا بندیان په مشروط توګه ددی لپاره چی سولې پروسه کې پرمختګ رامنځته شی، د بګرام څخه آزاد کړی دی.
هغه همدارنګه د افغانستان امریکایی پوهنتون دوه تنه استادانو آزادیدل چی طالبانو په بند کې دی ددی غړو آزادیدو شرایطو څخه بللی دی.
په دی توګه، اخیرو کلونو تروریستی دوسیو یو جنجالی قضیه هم وتړل شو؛ خو نه د افغانستان خلګو په ګټه، تروریزم قربانیان او زرهاوو شهیدانو په ګټه بلکه د امریکا او طالبانو او حقانی شبکه په ګټه.
ترامپ یوځل بیا ثابت کړ چی د دوو تنو امریکایانو ژوند زرهاوو افغانانو ژوند وینی څخه ارزښت لری چی په دی کلونو کې د حقانی شبکه له لوری تروریزم قربانیان شوی دی. هغه همداسی چی د سولې خبری اتری د طالبانو سره د یو امریکایی سرتیری وژل کېدو له امله ودروله، دا ځل هم شکاره کړ چی یواځينۍ غم د امریکایانو ژوند ساتنه ده.
د هغه لپاره نه بشرحقوق معنی لری، نه عدالت، نه قانون او نه حتی د تروریزم سره مبارزه او نه هم د تروریستی شبکو رهبرانو بندی کېدل.
په دی منځ کې، د افغانستان دولت تګلاره هم په دی معامله کې، په دی برخه کې شرموونکې او خنثی وو. حکومت حتی ونه توانیدل د افغانستان قوانینو او قضاییه قوه اقتدار ساتنې لپاره ددی تصمیم په وړاندی ودریږی او اجازه ورنه کړی چی یو تروریست عنصر د افغانستان قوانینو په اساس، مجازات او مرګ نه بغیر بل څه یی حق نه دی، په یو ملی باصلاحیت او مقتدر محکمه کې محاکمه شی او زرهاوو شهیدانو په خطر حقانی شبکه وحشیانه بریدونو له امله، په دار باندی وځړول شی.
امریکایی پوهنتون دوو تنو استادانو آزادیدنه هیڅ ګټه افغانستان لپاره نه لری. نه دولت ددی معامله څخه ګټه پورته کولای شی او نه ملت. یواځي ددی معامله ګټونکې امریکا او طالبان دی.
د همدی لپاره ددی لوبی اصلی بایلونکې د افغانستان خلګ دی. هغه خلګ چی غوښتل لږ ترلږه یوځل خپل زامنو او پلرونو او میندو قاتلین د قانون په وړاندی او عدالت په چنګال کې ووینی. هغه خلګ چی ډيرځلې د دولت څخه وغوښتل ترڅو عدالت انس حقانی باندی اجرا کړی. هغه خلګ چی تراوسه هم د تیرو تریخو تجربیاتو سربیره، داسی فکر کول چی دولت لری چی د هغوی حقوق څخه ملاتړ وکړی، د سیمی استخباراتی شبکو او استکباری او خارجی قدرتونو مغلوب او مرعوب کیږی نه؛ خو د خلیلزاد پرده ترشا چنه زنیو وروسته، پاکستان جاسوسی سازمان رییس کابل ته راغلل تردی چی یو ورځ وروسته، د انس حقانی آزادی حکم صادر شو.
دا پیښه، ذلت او حقارت نه بغیر هیڅ توجیه نه لری. دولت ادعا کوی چی پآکستان استخباراتو رییس د بخښنې غوښتنې لپاره راغلی وو؛ خو که د بخښنې غوښتنې نتیجه د تروریستی خطرناک عنصر آزادیدنه وی، دا عذر د ګناه څخه هم بدتره دی.
له بل لوری، دولت وایی چی انس حقانی او ملګری یی په مشروط توګه آزاد شوی دی. مشروط په دی چی هغوی د تروریستانو پیاوړۍ کېدو سبب نه کیږی او سولې مذاکرات شروع کیږی.
پوښتنه دلته ده چی که دا پیښی رامنځته نه شی، نو وروسته به څه وشی؟
یعنی امریکا او طالبان او قطر دولت، تعهد ورکړی دی چی که کابل دولت انتظارات ددی معامله څخه ترسره نه شی، آزاد شوی تروریستی عناصر بېرته نیول کیږی او بندی کیږی؟!
هغه څه چی رامنځته شوه، یو مایوس کوونکې معامله او یو لوبه وه چی تحقیر او بدنامی او شرم نه بغیر کوم څه افغانستان دولت لپاره نه درلود؛ هغه دولت چی شکاره کړ څومره مستقل دی او امریکا او پاکستان په وړاندی یی اقتدار ضریب څومره دی!


د مطلب کود: 195544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/195544/خلګ-د-حقانی-آزادیدو-لوی-بایلونکې

آوا
  https://www.avapress.com