کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حقانی آزادیدنه؛ حکومت خیانت، د پارلمان توجیه کول

23 عقرب 1398 ساعت 14:58



 
میر رحمان رحمانی؛ د نمایندګانو مجلس رییس وایی چی د حقانی شبکه دری تنه کلیدی کسانو آزادیدنه سخت وو؛ خو دا د افغانستان حکومت لاسته راوړنې شکاره کوی.
هغه چهارشنبه، عقرب ۲۲ نیټه مجلس عومی ناسته کې وویل چی حکومت افغانستان اتباع پاکستان ته نه تسلیموی او دوو تنو امریکایی استادانو آزادیدنه د حکومت لاسته راوړنې دی.
هغه زیاته کړه چی د حقانی ډلې دری تنه غړۍ په قانونی توګه د مجازاتو تعلیق په اساس د دوو امریکایی استادانو آزادیدو په وړاندی آزاد شوی دی.
د مجلس رییس په وینا، ددی نهاد کمیسیونونو رئیسان او اداری هیات د طالبانو دا دری تنو آزادیدو په اړه مشورت لپاره ارګ ته دعوت شوی وو.
رحمانی زیاته کړه: حتی ترامپ ددی دری تنو طالبانو آزادیدو غوښتونکی وو چی دوه تنه امریکایی سرتیری آزاد شی. عمران خان چی د امریکایی استادانو آزادیدو لپاره ترامپ ته وعده ورکړی وو ددی کار ترسره کولو څخه عاجز پاته شو او پاکستان استخباراتو رئیس د بخښنې غوښتنې لپاره کابل ته راغلی وو او هڅه درلوده دا امتیاز پاکستان لاسته راوړی.
هغه څه چی د مجلس رییس له لوری مطرح شو، د کارپوهانو په باور، د خیانت توجیه په دروغ نه بغیر بل څه نه وو. مجلس رییس حتی اشرف غنی او په دی خیانت کې اړوند کسانو په اندازه هم شرم او ننګ نه لری ترڅو په شجاعت سره ووایی چی دا تصمیم غیری قانونی دی؛ د همغه قوانینو په اساس چی مجلس تصویب کړی دی!
بلکه هغه په وقاحت سره ادعا کړی چی دا اقدام قانونی او مجازاتو تعلیق په اساس صورت نیولی دی. دا په داسی حال کې دی چی انس حقانی یوځل د محکمی په وړاندی حضور پیدا نه کړ او حتی د هغه لپاره کوم قضیه په محکمه کې خلاص نه شو ترڅو د هغه آزادیدنه قانونی وبلل شی.
هغه د حقانی شبکه دوهم شخص وو؛ هغه شبکه چی د دولت امنیتی دستګاوو مستندونو په اساس، اخیرو کلونو ډیرو مرګونو بریدونو ترشا لاس درلود او همدارنګه زنبق څلور لاری برید ترشا هم لاس درلود.
بناپردی، ددی خطرناک عنصر آزادیدنه څنګه کولای شی چی قانونی وی؟
د قانون ایښوونې قوه رییس څخه باید پوښتنه وشی چی د هغه تعریف د قانون څخه څه دی؟
دا داچی حتی ترامپ د طالبانو د درو تنو آزادیدو غوښتونکې شوی وو ددی تصمیم د قانونی کېدو لپاره کافی وو؟
ځکه چی ترامپ د هر قانون څخه لوړ دی او د هغه اراده د ټولو ارادو څخه لوړ دی؟
مجلس دا موضع ګیری له یو لوری د مقننه قوه ضعف او بېره د حکومت په وړاندی شکاره کړه او له بل لوری، د امریکا او ترامپ په وړاندی مجلس په نامه نهاد رییس بردګی او حقارت شکاره کوونکې دی. هغه داسی د (حتی ترامپ) کلمه یاده کړه چی شاید د یو مقدس او عظمت نه ډک کاریزما څخه یادونه کوی چی لوی او جبار او قهار دی او هیڅوک نه شی کولای د هغه اراده په وړاندی قرار ونیسی.
ډیر تاسف او تحقیر او شرم نه ډک خبره ده چی د یو هیواد مجلس رییس د یو ملی شکاره او لوی خیانست څخه ستاینه کوی او هغه لاسته راوړنه او امتیاز بولی او قانونی کوی یی.
 


د مطلب کود: 195609

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/195609/حقانی-آزادیدنه-حکومت-خیانت-د-پارلمان-توجیه-کول

آوا
  https://www.avapress.com