دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 196749
اوسنی طالبان ایا پخوانی طالبان دی او یا بدل شوی دی؟
هغه سیاسې ډلې او مدني فعالان چې مسکو او قطر کې له طالبانو ناست شوي او بیرته هېواد ته راګرځیدلي هر یو یې همدا وایي چې طالبان اوس پخواني طالبان نه دي او ډير بدل شوي دي.
دا ډله خلک یواځې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره کینی، د جنګي ډلو اعمال او فکر ورته یا مالوم نه دی او نه غواړي چې د هغوی په تګلارو باندې پوه شي.
له دې ډول تبلیغاتو سره ځینې افغانان هم خوشبینه کیږي چې ګنې رښتیا طالبان بدل شوي او د ۲۰۰۰م کال طالبان نه دي.
خو د سیاسي او جنګي طالبانو ترمنځ زیات توپير شته.
سیاسي طالبان د جنګي طالبانو پر سر امریکا سره معامله کوي، خو جنګي طالبان یې ورسره نه مني او خبرداری ورکوي چې که سیاسي طالبان یې معامله وکړي، دوی به هم جګړې ته دوام ورکړي.
سیاسي طالبان بیا باور لري چې هر هغه پریکړه چې دوی کوي، ټول جنګي طالبان به یې منی.
سیاسي طالبانو فکر ځکه بدل دی چې نړۍ یې لیدلې، د نړۍ قوانین، پرمختګونه او ژوند یې لیدلی دی، ځکه ځینې شیان د ټولنې او هېواد لپاره اړتیا یادوي.
خو جنګي طالبان چې یواځې مدرسه او کور یې لیدلی دی، هیڅ حاضر نه دي چې جګړه په سوله بدله کړی.
طالبان داسې جنایتونه کوي چې انسانیت ترې شرمیږي.
تاسو تازه پېښې خبر یاست چې کندز ښار اړوند د پنجشنبې په ورځ طالبان درې بې وسلې سرتېري چې له دندې د کور پر لور روان و، له موټر ښکته کړي او بیا یې په بې رحمۍ سره په شهادت رسولې دي.
دا نه د جګړې اصول دی، نه انسانیت دی، نه اسلامیت دی او نه یې شرعیت اجازه ورکوي.
خو طالبانو دا سپک کار وکړ، بې وسلې سرتېري یې ونیول او پرته له محکمې یې په ډزو شهیدان کړل.
ایا طالبان زندان نه لري؟
طالبان زندان لري، دا چې امریکايي بندیان پکې دوه کاله ساتلی شي، خو افغان سرتېری دوه ورځې پکې نه شي ساتلی چې لږ تر لږه کورنۍ ته وروستی پيغام ورکړي او یا له خپلې دندې دفاع وکړي.
طالبانو دا یو مثال دی چې یاد مې کړ، لسګونه او ان زرګونه مثالونه شته چې د طالبانو وحشت پکې په ډاګه دی، نو بیا څنګه ویلی شو چې طالبان بدل شوي دي.
هو، طالبان بدل شوي، د وحشتونو نوي ډولونه یې رامنځ ته کړي، پخوا پکې لږ انسانیت و، خو اوس بیخي ترې انسانیت کډه کړې او داسې وحشتونه کوي چې انسانیت ترې شرمیږي.
https://avapress.com/vdcba0b89rhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته